پاكستان وايي پر كرزي د بريد په تور نيول سوي كسان، د دفاع وزارت مامورين دي
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمدصادق د افغان استخباراتو هغه تور، رد كړ چي وايي د غوايي د اتمي په بريد كي د پاكستان لاس وو.
افغان ملي امنيت ادارې پرون په ډاګه وويل چي د پاكستان آى ، ايس، آى د غوايي پر اتمه پر ولسمشر كرزي د مرګوني بريد پلان جوړ كړى و.
پر كرزي دا بريد په هغو مراسمو كي د وينا پر مهال وسو، چي د مجاهدينو د اسلامي انقلاب په وياړ په كابل كي يوې غونډي ته كوله.
د پاكستان د خارجه وزارت وياند محمدصادق وايي پر كرزي د بريد په تور نيول سوي كسان ټول د افغانستان د دفاع وزارت مامورين دي.
دى وايي داسي ښكاري چي افغان مامورين يو ځل بيا له پاكستان سره د تور لګولو جنګ پيلوي.
د مومند ايجنسي د بمباريو په اړه نوموړي وويل، څو تنه پاكستاني څېړونكي په كابل كي له ايتلافي ځواكونو سره د پېښي په څېړنه بوخت دي، چي په څلورو يا پنځو ورځو كي به يې پايلي اعلان سي.
د يوه بل سوال په جواب كي چي د كندهار والي څو ورځي مخكي دوه پاكستاني اتباع د ځانمرګو بريدونو په تور ميډيا ته را وايستل، وويل افغان حكومت تورونه لګوي، خو اسناد او شواهد نه وړاندي كوي.
هغه وويل افغانستان اوس بيا د پاكستان پر ضد تبليغاتي جنګ شروع كړى، خو بايد وپوهېږو چي د ترهګرۍ خلاف جنګ په تبليغاتو نه، بلكي له يو- بل سره په همكارۍ پر مخ تللاى سي.