نن دوردګو ولايت دسيداباد ولسوالي دتنګي په سيمه کې دبهرنيو ځواکونوددري ټانګونو څخه چې په سړک روان وو دوه يې په پشپړه توګه لمنځه لاړل اودريم يې هم زيانمن شوي دي .
عيني شاهدان وايې چې ټانګونو دطآلبانو لخوا دتنګي په سيمه کې دامير ښاره اودرانيو په سيمه کې لومړي په ماين ولوزول شول اوبيا په راکټو وويشتل شول .
دامرلله په نوم عيني شاهد وويل چې په خپلو سترګو يې دبهرنيو دوه ټانګونه چې اورونه تري پورته کيدل سوځولي ليدلي اويوبل يې هم په راکټ لګيدلى ليدلي دي .
دطالبآن وياند ذبيح الله مجاهد ادعاکوي چې په دې ټانګونو کې زياته اندازه مهمات ددوي لاس ته ورغلي اوجسد هم ددوي سره دي .
په سيمه کې دبهرنيو ځواکونو لخوا سيمه محاصره شوي ده او هليکوپتر تاويږي اوجګړه دريدلې ده .
دوردګو په ولايت کې وړمه ورځ دطالبآنو لخوا بهرنيوځواکونوته په اکمالاتي موادو بار پنځوس موتر سولي
وردګ چې دکابل لوديځ لورته پروت دي په دې ورستيو کې نيږدي هره ورځ دسختو جګړه ډګر وي .