ښايې شمالي کوريا خپل د اټومي مؤسسو يوه هستوي برخه له منځه يوسي ، د شمالي کوريا استازي به ددغه هيواد د هستوي فياليتونو د درېدلو د تړون په موخه د چين د ولسمشر او چارواکو سره د پکن په ښار کي شپږ اړخيزه خبري اتري وکړي .
او د خپل هيواد د پخوانيو اټومي فعاليتونو په هکله به روښانه خبر ورکړي ، ددغه خبر سپارل د وروستيو تړونونو څخه دى چي په پکن کي د شپږ اړخيزو خبرو اترو څخه په لاس راغلى دى چي موخه د شمالي کوريا د پخوانيو پټو اټومي خپرونو څخه معلومات په لاس راوړل دى .
په عين حال کي شمالي کوريا بهرنيو رسنيو ته د ورتګ اجازه ورکړې تر څو د دغه هيواد د هستوي مؤسسو د يوې برخي د ړنګېدو او د فعاليتونو ددرېدو په اړه شواهد ترلاسه کړي .
د اټومي فعاليتونو په اړه روښانه معلومات د شمالي کرې لپاره د متحده ايالاتو د بنديزونو په پورته کولو او دغه هيواد ته د مالي ، اقتصادي او فني مرستو لپاره لاره هوراوي .