د ښځي د لوړ مقام او اهمیت څخه هیڅوک انکار نسي کولای؛ حتی هغوی هم چی د ښځو سره عملا ښه نه کوي. ښځه مور ده چي جنت یې تر پښو لاندي دی؛ ښځه مهربانه خور ده چي شپه او ورځ د خپل ورور د سرلوړۍ په دعاء ده او ښځه د ژوند خوږه ملګرې ده چي د قرانکریم په حکم د خپل سړي پت او عزت ده. ښځه تر خدای (ج) رالاندي د انسان خالق او رب ده.
اوس سؤال دادی چی دا عظیم بنیادم د دومره لوړ مقام سره سره ولي زوریږي او څوک یې زوروي؟
انسان متفکر حیوان دی چي یو شمیر بهیمیه خصوصیات لري لکه خواراک، څیښاک، شهوت او داسي نور. ډیر وخت دغه حیواني خصوصیات انسانان هڅوي چی د ځنګل په قانون وچلیږي چیری چی د زورور برخه غټه ده. په اصل کي ښځه او سړی خور او ورور دی؛ له یو مور او پلاره پیدا او په یوه کور کي را لوی سویدي. دوی یو برابر دي خو توپیر یې صرف د بدن په جوړښت کي دی چي د دواړو سرنوشت یې ور بیل کړیدی. نارینه ته خپل نسبتا غټي وني او قوي مټو دنده ورکړیده چی د خطر په وختکی د خپلي کورنۍ او ټولني د کمزورو غړو (ښځو او ماشامونانو) په نسبت ډیره او مؤثره دفاع وکړي او په سختو شرایطو کی هغوی ته د ژوند ضروریات برابر کړي. دغه موقف دی د کور مشر کړی دی؛ خو دا ددې معنی نه ورکوي چی دی تر مور، خور او ښځي ښه دی. مدیریت او فضیلت دوه جلا بحثونه دي. حتمي نه ده چي یو مدیر دي ښه سړی هم وي او یا دي یو ښه سړی ښه مدیر هم وي. څومره چي ټولنه د ځنګل په قانون چلیږي، هغومره د ښځي اهمیت کم او د نارینه ډیر وي؛ داځکه نارینه په بدن قوي او ښځه نسبتا کمزوره ده او په ځنګل او چور کي هرچا ته برخه د هغه د جسمي قوت او زور په تناسب رسیږي چی د ښځي برخه پکښي کمه ده. په چور او د ځنګل په شرایطو کي د نارینه ګټه ده او د ښځي ګټه په سوله او د قانون په حاکمیت کي خویندي ده. استعمارګر او مفسدین ځکه سوله او د قانون حاکمیت نه خوښوي چي د ظلم او چور مخ یې نیول کیږي. ښځه په استعماري، استبدادي او فاسدو نظامونو کی خواره ده. پیغمبران، مصلحین او دعاة د همدې لپاره راځي چي خلک پوه، ټولنه متوازنه او قانون حاکم کړي چي ټول د قانون په وړاندي برابر وي.
نن چي په رادیوګانو او تلویزونونو کي د ښځو د حقوق خبري ډیري دي، راسی څه غور پر وکړو. په دې کی هیڅ شک نسته چی زموږ په ټولنه کی د ښځو په حق کی ډیري نارواوي کیږي. دا زموږ د ټولو ایماني دنده ده چي اصلاح یې کړو. د ښځو په خلاف د تاوتریخوالي په کمولو او په دغه برخه کی د ناروا رواجونو په اصلاح کی د علماء کرام او دولت ونډه ډیره مهمه ده. په دغه لار کي باید لازم ګامونه واخیستل سي. خو کومه ناروا چي غربیان زموږ د ښځو سره کوي، هغو ته د چا فکر نه دی؛ داځکه غرب پخپل عظیم تبلیغاتي ماشین زموږ په سترګو کي خاوري پاشي. تاسی راته ووایاست چي تر استعمار او دبل د وطن تر نیولو د بشر د حقوق لویه پایمالي چیري ده؟ تر دې لویه ناروا او لوی ظلم چیري دی چي څوک پخپل کور او وطن کی بیواکه او پخپله خاوره او ټاټوبي کي بلواکه وي. دوی وایي د ښځي سره بد مه کوی. موږ هم وایو چی د ښځي سره بد کول بد کار دی. حدیث دی چی که څوک پر ښځه د وهلو په نیت لاس پورته کړي، د رحمن عرش ریږدي. خو خارجیان چي یې زوی، ورور او میړه وروژني دا بیا پروا نه لري؛ داځکه هغوی تروریستان دي او باید مړه سي. که د غربیانو له لاسه زموږ ښځه د خپل میړه، ورور او پلار په مرګ ژړیږي، بد کوي. داځکه د خارجیانو سره یې د بند او مرګ جواز سته. او که په سپیو زموږ ښځي او کوچنیان خوري نو باید موږ ټول له خوښیه خولۍ کږی کښیږدو. داځکه چي د تروریستانو مور، خور او ښځه د مرګ مستحق دي؛ خو دوی خوشبخت دي چي ګوره ګانو ژوندي پری ایښي دي. ښه مي یاد دي چی امریکایانو په اکتوبر ۲۰۰۱ کی د شدید بمبارد په ترځ کی خوراکي شیان او بسکیت هم د بمانو سره یوځای له پاسه راغورځول چي که د چا پلار او مور په بمبارد کی مړه سول نو غم دي نه کوي چي تروریستان مړه سول؛ بسکیت دي خوري او جورج بوش ته دي دعاء کوي.
دې ظالمانو ته څوک ووایي که د ښځو حقوق محترم ګڼی نو جنګ بس کړي. د ښځو میړونه، وروڼه او زامن مه وژنی او هغوی د خپلو خپلوانو په ویر مه ژړوی. اې ظالمانو نور جنګ بس کړی. بس دی، نور زموږ ښځي مه راکونډي کوي او د سر سیوری یې مه ځیني اخلي. ای ظالمانو جنګ بس کړی. بس دی نور زموږ معصوم ماشومان مه یتیمان کوی او د پلار له میني او سرپرستۍ څخه یې مه محروموی. نور ددې پاکو ماشومانو په زړو کی نفرت، بیوسي او عقده مه روزی او د ټولني د اوږو بار او جنایتکاران مه ځیني جوړوی. بس دی زموږ د ښځو او ماشومانو په مخکي د هغوی د پلرونو، وروڼو او زامنو په سرو توري کڅوړي مه اغوندي، د ځان سره یی مه کشوي او یا د هغوی په مخکي یې په ټوپک مه وژنی. زموږ د ښځمنو ژړول د هغوی په مقابل کی لوی تاوتریخوالی او د هغوی سره غټ ظلم دی؛ داظلم نور بس کړی.
بس دی دا جنګ چی د طفیلیانو، جنایتکارانو او پردو ته د خدمتکارانو د تولید فابریکه ده نور بند کړی. تاسي زموږ حریصو او مضرو ګاونډیانو ته پیسې او امتیازات ورکوې چی زموږ په خاوره کي تاسي ته جنګ جوړ کړي او زموږ په وینو ستاسي ژرنده دروچلوي. تاسي د خپلو پیسو په زور زموږ د مجبور ځلمیو پر اوږه خپل توپک ایږدې او خپل ورور په وژنی. هریو چی مړ سو او د هر یوه مور چي بوره، د هریو خور چي وراره او د هر یوه ښځه چي کونډه سوه تاسي په خوشحالیږی؛ داځکه دغه مسلمان قوم ټول ستا په نظر تروریست دی او د مرګ مستحق. ستا خپل سړی حامد کرزی وايي چی القاعده هسی د غرب یوه جوړه کړې ډرامه ده. هغه داعش د امریکا پروژه ګڼي. کرزی وایي په افغانستان کی روان جنګ د پښتنو په مقابل کی د امریکا او د سیمی د هیوادونو دسیسه ده. بس دی دا دسیسه او دا دوسیه نور بند کړی. بس دی، دا جنګ چی د ناټو سرمنشي (راسموسن) یې عبث او بې مفهومه بولي نور ودروی. که رشتیا د ښځو غم خوری او حقوق ته یې دروناوی کوی، نور یې مه غموی، نور یې مه ژړوی.- جنګ بس کړی.
اې ظالمانو نور جنګ بس کړی او خلک پریږدی ددې پرځای چي خپله روزي ستاسي د توپک له میله پیدا کړي، په بله مشروع لار یې ترلاسه کړي. تر بیکاري لویه بلا نسته کومه چی تاسي د ډالرو تر وزر لاندي موږ ته راخوشي کړیده. تاسي به ترڅو خوښ یاست چي یو عیالداره سړی حتی د اختر په ورځ سهار د بازار په چوک کی د مزدورۍ لپاره ولاړ وي او غرمه نا امیده کورته ځي. ښځه شور ورسره کوي چی ډوډۍ نسته او ماشومان وږي دي. طبعا ددوی اعصاب خراب او بالآخره اوضاع یې په تاوتریخوالي اوړي چي زور یې بیا هم ډیر تر ښځه خیژي. تاسي د بیکارۍ په خپرولو غواړی دغسي تر فشار لاندي سړی مجبور کړي چی ستاسي ټوپک واخلي، سرباز سي، ستاسي لپاره خپل ورور مړ کړي او کورنۍ یې په غم وراخته کړي. که تاسي ښځو ته درناوی لری، نو دا جنګ بس کړي.
امریکا او ناټو ځکه پر موږ جنګسالاران، لوټماران، د بشر د حقوق ناقضین، قاچاقبران او د ښځو پر عزت متجاوزین حاکمان کړیدي چی غواړی د جنګ ماشین یې همداسي فعال روان وي. دوی غواړي دلته اوبه خړي وي ترڅو ماهیان پکښي ښه ونیولای سي. ددوی په جنګ، چور، فساد او د قانون په نه تطبیق کي ګټه ده. خو ښځه یوازي په امنیت او د قانون په حاکمیت کی ځلیدلای سي کوم چی غرب یې نه غواړي. اوسنی حالت د ښځو په ګټه نه دی. په چور کی یوازي هغه ښځي ونډه درلودای سي چی د غرب او چوریالانو ملګري او ددوی تقاضاوي ورارضاء کولای سي. غربی میډیا خپلي روزلي او تالی څټي ښځي زموږ د ټولو ښځو نمایندګاني بولي، ځلوي یې او تقویه کوي یې. که نه، په کلیو او د ښارونو د اکثریت ښځو د ژوند په سطحه کي په تیر ۱۳ کاله کی کوم ملموس مثبت بدلون نه دی راغلی. د ډالرو باران پر نورو او د غمونو باران پر کلیوالو ښځو دی.
د امریکا کانګرس د افغانستان لپاره سږکال ۷۹ ملیارده ډالره منظور کړل چی په هغوکي یوازي یونیم ملیارد به یې د ملکی کارونو لپاره او متباقی به یې د جنګ د پرمخ بیولو لپاره وي. یعنی د منظور سوي بودجی ۹۸٪ به زموږ د خلکو په وژلو او د کورنو، مغزونو په تخریب، زموږ د ښځمنو په ژړولو او پاته ۲٪ به زموږ په سترګو کی د خاورو شیندلو او زموږ د ثقافت د مسخ کولو لپاره لګیږي.
راسئ تیر ۱۳ کاله ته ښه ځیر سو چی د بشر او د ښځو د حقوق کاذبه ډنډوره څوک وهي او څومره پرځای ده؟ په افغانستان کی د ښځو ډیره زورونه، خشونت او ځانوژنه په هغو ځایو کی ده چی د حکومت او ناټو پوره تسلط باندی دی، پیسه یی خوشي کړیده، پروژی یی ورکړیدی او دیموګراسی یی پکی مخته بیولې ده. همدا غربي میډیا وایی چي د ښځو په وړاندی خشونت په هرات، جوزجان، مزار او بدخشان کی تر کندهار، پکتیا او ننګرهار ډیر دی. د ځانوژنی راپورونه مسلسل ډیر له هغو سیمو راځی چي د دولت تر تسلط لاندي دي او د ښځو لپاره خارجي پروژې پکښي عملي سویدي.
ترڅو چي جنګ روان وي ترهغو به جنګسالاران او د بشري حقوق ناقضین حاکمان او د ښځو د حقوق دروغجنه نغمه به زموږ غوږونه خوري؛ زموږ ښځي به په واقعي معنی ښه ورځ نه ویني. یوازي هغه ښځي به مزې کوي او د ښځو د پرمختګ ډندورې به وهي کوم چی د استعمار، جنګسالار او فساد په جوړ سوي تیاتر کی د بل په کالیو کی راوزي او هغه کردار اداء کوي چی بیګانه ډائرکټر یې ورڅخه غواړي.
========== پای