د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته په ځينو سيمو کې متحريکو او فعالو ځوانانو د پنج شنبې په ورځ د دغه کرښې د لوظنامې د يوسل او دوه ويشتم کال د پوره کېدو په خلاف په دې موخه چې وښيي دغه کرښه د افغان وطن له وېشل کېدو او ټوټې ټوټې کېدو څخه پرته بله هيڅ قانوني بڼه نه لري، ځينې وړې او لويې غونډې جوړې کړې دي.
دوى په دغه غونډو کې په خپلو ويناوو کې د کرښې دواړو لوريو ته په پرتو قامونو او ټولو افغانانو ږغ وکړ چې د سولې، امن، او ښه راتلونکي په موخه د يووالي پر لور قدم پورته کړي او يو بل ته فکر ورکړي چې افغانان د اتفاق و لورته راوګرځي.
دا چې د دومره لويې ستونځې د هواري په موخه به دومره وړې وړې غونډې کومې ګټه ولري که نه؟ په مرکزي زون کې د ژورناليسټانو د اتحاديې مشر اسدالله جلالزى ورته خوښ بين ښکاري او وايي: بايد چې مقابل لورى نور په دې سرخلاص کړي چي دا يو وطن او د کرښې پورې غاړې ته هم افغانستان دى، حق بايد حقدار ته ورسېږي، د جلالزي په خبره موږ د کوم هيواد د ماتېدو او جلاکېدو په حق کې نه يو خو د خپل حق غوښتونکي يو.
که څه هم پاکستان د ډيورنډ کرښه يوه منل سوې او قانوني کرښه ګڼي، خو د پولې دواړو لوريو ته ډېرى افغانان دا د پاکستان تېروتنه بولي او وايي: وخت په راځي چې لوى افغانستان په جوړېږي، متحرک ځوان سمېع الله وايي: لوستي ځوانان دي راپورته سي او خلګ دي وهڅوي چې سوله ييزه مبارزه پيل کړي، د ده په خبره هغه وخت رارسېدلى دى چې افغانان نور د يووالي پر لور قدم پورته کړي.
دا چې ويل کېږي په افغانستان کې تر لوستو نالوستي کسان زيات او نه ورته مالومېږي چې د ډيورنډ کرښه يوه غير قانوني او غير حقوقي کرښه ده، نو ځوان خبريال جميل وقار وايي: له هغه خلګو څخه پرته چې ګټې يې په پردو پوړې تړلې دي، نور ټول افغانان د دغه کرښې د له منځه وړلو غوښتونکي دي.
له دې څخه پرته ډېرى د نظر خاوندان وايي: د پاکستاني پوځ له لورې په قبايلي سيمه کې د عملياتو په نوم وژنې او له دغه سيمې څخه د پښتنو شړل د پښتنو د بې اتفاقۍ او کرښې د مضبوطۍ په خاطر ترسره کېږي، نړۍ وال دي د هغوى په ظلم او بربريت سترګې نه پټوي او پوښتنه دي ورڅخه وکړي.