د ولسي سندرغاړي شامحمد کندهاري يوه مشهوره غزل
سترګي راپورته که اشنايه ماځيګر دی
ناوخته سو سبا به راسم
يا اجازه وکه چي ځم پر لوېدو لمر دی
د ورځي په رڼا به راسم
که ژوند باقي و سبا بيا راځم و تاته
نن دي ځواني ده که رخصت راکې وماته
غني بادار خو مي د زړه په حال خبر دی
چاره نلرم بيا به راسم
سترګي راپورته که اشنايه ماځيګر دی
ناوخته سو سبا به راسم
يا اجازه وکه چي ځم پر لوېدو لمر دی
د ورځي په رڼا به راسم
په تا پسې مي ياره پښې سولې تڼاکي
بس ده دا ستا په لمن که اوښکي راپاکي
د يارۍ راز به پټ ساتو دا يې هنر دی
مجبوره يم په غلا به راسم
سترګي راپورته که اشنايه ماځيګر دی
ناوخته سو سبا به راسم
يا اجازه وکه چي ځم پر لوېدو لمر دی
د ورځي په رڼا به راسم
کله به وکم شکرخاب پر سپين مړوند ستا
ژاړم سيد عبدالخالق يم نظربند ستا
د ماځيګر موسم که وخت ستا د چکر دی
سبا ماپښين قضا به راسم
سترګي راپورته که اشنايه ماځيګر دی
ناوخته سو سبا به راسم
يا اجازه وکه چي ځم پر لوېدو لمر دی
د ورځي په رڼا به راسم