د ښاغلي جهاني صاحب دا له پنده ډکه کيسه په عوامو کي په شېخ نصرالدين هم مشهوره ده.
ډېر په خوا په يوه کلي کي يو ځوان وو
هم غښتلی هم په عقل پهلوان وو
خوهرګوره هم بې کسه هم نېسمن وو
له نصيب څخه په زړه کي ګيله من وو
نصر الدين ور باندي نوم ايښی خپل پلار وو
نصروګی خلکو باله ځکه چي خوار وو
نه يې ژمی نه يې دوبی په راحت وو
له يخنيه له ګرميه په زحمت وو
زړه يې تور سو له خپل ملکه له خپل ښاره
له لويانو ، کشرانو سو بې زاره
ويل ځمه په سفر هر څه چي کېږي
له نصيبه له قسمته به پېښېږي
په خوارۍ پسي يې ليڅي وغړلي
په ملکونو ګرزېدئ کلي په کلي
يوه ورځ پر نصروګي باندي تياره سوه
په زيارت کي يې د شيخ پر لنګر شپه سوه
دا زيارت او دا لنګر د شيخ قادر وو
په پيرانو کي منلی معتبر وو
د زيارت هره ګوښه کي څو کوټې وې
پکښي ناست وه مېلمانه کیسې تودې وې
له لنګره راوتلې کاسې ډکې
مېلمنو پکښي وهلې ګولې کلکې
په لنګر کي نصروګی ورته دېره سو
په ټولۍ د تيار خورو کي مېلمه سو
چي کيسې د مېلمنو يې اورېدلې
د خپل هوښ په ترازو کي يې تللې
د دروغو يې سل واورېدل نکلونه
ور څرګند سول د لنګر او پير رازونه
نصروګی هم په خلوت کي پر سجدو سو
له سهاره تر ماښامه په نفلو سو
نه خوراک ته يې وو پام نه و کيسو ته
کرۍ ورځ يې وه ورکړې و سجدو ته
په خبر چي ملنګان او دروېشان سول
په سلام او په صحت ورته ګويان سول
شيخه ! کله يې راغلی له کوم ښاره
موږ دی ټول سو قرباني پر هغه لاره
نصروګي چا ته ورنه کړل ځوابونه
ملنګانو پر زړه يووړله داغونه
يو مريد چي په دې نورو کي هوښيار وو
د لنګر په لوڅو پټو خبر دار وو
سمدستي يې شيخ قادر ته ويل پيره !
ستا قربان سم د شيخانو لويه ميره !
زموږ لنګر لره راغلی مسافر دی
کرۍ شپه پر سجده پروت دی بختور دی
له سهاره تر ماښامه کړي نفلونه
په سجدو يې ستړي کړي محرابونه
نه دا ټول له چا سره ږغېږي
نه خبرو نه کيسو ته وزګارېږي
نيمه شپه پير د خلوت پر لور روان سو
پټ په غوږ کي نصروګي لره ګويان سو
ويل ژر دي د مطلب خبره وايه
همدا نن شپه روانېږه له دې ځايه
نصروګي ويل پېره ! ستا قربان سم
ستا په امر به په نيمه شپه روان سم
په خوارۍ پسي له ښاره يم وتلی
مسافر د بل وطن په زړه نتلی
خپل نصيب کړم برابر پر دغه لاره
اوس کومک غواړم له تا او له باداره
پير راوويستې يو څو پيسې دباندي
په نرمي يې نصروګي ته کړې ور وړاندي
ويل ځه دغه پيسې دي هغه خر دی
نازوه يې ډېر غښتلی ځناور دی
نصروګي پيسې را واخيستې حيران سو
پر خره سپور سو د نصيب پر لور روان سو
يو څو شپې سفر وکړ د دښتونو
خر يې زوړ وو ژر ناروغ سو له مزلونو
نيمه ورځ يې ساه شړل پروت وو پر لارې
له دوو سترګو يې راتلې د اوښکو دارې
تر ماښامه نصروګی بيرته تنها سو
خر يې مړ ، په زړه زخمي په واويلا سو
خر يې ښخ کړ يو لوی قبر يې پر جوړ کړ
کرۍ شپه يې اوښکې توی کړې زړه يې سوړ کړ
په سبا يې ورته راوړه له بازاره
يوه سره او زرغونه جنډۍ تياره
ويل دا د غيبانه بابا زيارت دی
ما ميندلی د کلونو په زحمت دی
شپه و ورځ مي ورته کړې وظيفې دي
په نفلو مي سپينې کړې ورته شپې دي
لس پنځلس ځله خوب کي دی راغلی
په خپل لاس يې ما ته خپل قبر ښودلی
دا زيارت دی د زړه ماتو رنځورانو
د نېسمنو ، کونډو ، رنډو ، يتيمانو
د زيارت خبرې تلې تر وطنونو
غيبانه بابا مشهور سو پر ملکونو
چا غوايي ورته راوړله چا پسونه
چا پيسې ورته راوړې چا خيراتونه
که سپايي وو که کوټوال که حکمران وو
غيبانه بابا ته هر څوک را روان وو
په لږ وخت کي نصروګی شيخ نصر الدين سو
هم شتمن سو ، هم ولي سو اس يې زين سو
اوازې يې سوې خپرې پر هيوادونو
تر نژدې ليري وړو لويو ښارونو
درې څلور يې په نکاح کړلې عورتې
ښايستې وې لکه زرکې لکه بتې
شيخ قادر ته احوال ورکړ مريدانو
په زيارت کي تيار خورو ملنګيانو
چي يو شيخ دی پيدا شوی له شيخانو
وايي پير يم د خوارانو بې وزلانو
پښې لاسونه يې جوړ کړي د شليانو
بينا کړې يې دي سترګې د ړنديانو
هنګامه يې په ملکونو کي خپره ده
تر هر کونج پوري يې تللې اوازه ده
دې کيسو د شيخ قادر زړګوټی شين کړ
نوي شيخ د ده پر خونه جوړ ناورين کړ
هم يې شيخ هم يې هوښيار مريد غمګين کړ
نيمه شپه وه را روان سو اس يې زين کړ
په زيارت کي يې د شيخ وکړه پوښتنه
هغه نه مانه خلوت ته څوک دننه
خو چي نوم د شيخ قادر يې تر غوږو سو
سمدستي په خپل خلوت کي په ټوپو سو
ويل مه راځئ مجلس ته مريدانو !
راز ونياز دی په خلوت کي د پيرانو
چي يوازي په خلوت کي دوه شيخان سول
يوه بل ته یې کتل سره ګويان سول
د دې نوي زيارت نکل يې بيان کړ
حقيقت يې شيخ قادر لره عيان کړ
شيخ قادر ويل پر تا دي افرين وي
ستا پر ټولو غليمانو دي ناورين وي
زما او ستا حقيقت ځکه نن پنهان دی
چي په دواړو مو ملګری يو شيطان دی
چي پر خره باندي بيرغ دي درولی
د شيطان لاس دي تر شا دی اړولی
ښه يې وساته بچيه دا نسلي دئ
پلار يې زما څخه جوړ کړی پير ولي دئ
د نيکه سر يې لا ښخ دی په بل ښار کي
زر دروېشه يې پراته ورته په لار کي
د هر چا د زړه حاجت په روا کېږي
رسنده دئ د هرچا په داد رسېږي
زرغونې او شنې جنډۍ باندي رپېږي
د کلونو رنځوران پکښي رغېږي
په رمو ورته را درومي در وږونه
سادګان يې پر زيارت کړي طوافونه
د پښتون قام دی کهول د جاهلانو
پکښي غوړې دي ميلې د دروېشانو
پکښي تل ګرزي پوځونه د پيرانو
کچکول نه پرېږدي خالي د ملنګيانو
لېونی په دې وطن کي قلندر دی
د هر ټګ او د ټګمار يې جوړ لنګر دی
چي هر څوک سي باوله خيرنې څوڼې
وربخښي خلک پيسې ، خوندې او لوڼې
پرون ډم ورته راغلی نن اغا دی
هم سيد دی ، هم بزرګ دی هم ملا دی
چي اوږده ږيره يې پرېښوول پېشوا دی
هر يو سترګی د ړندو د ښار پاچا دی
که پر دې دنيا دي خوښ دي جنتونه
ښايستې حورې غلمان او شرابونه
يو څو ورځې درته بويه خلوتونه
جوړوه په لويه لار کي زيارتونه
په ميراث پرېږده ټبر ته لنګرونه
پاچاهي کوه نسلونه پر نسلونه