پرزړه پښتو لیکل شوي
ملیندا پڼو باندې یو څو ټکي
دوې مخکنۍ یادونـې :
(۱)
دعلامه رشاد دوولسم تلین په درشل کې
بسی دور باید که چرخ ظفر بیا رد کسی چون توباردیگر
د رشاد پوهنې
او دعلامه رشاد یو لوی ارمان د لرغوني پښتو اثر ملیندا پڼو په اړه څیړنې او په پای کې ددغه اثرخپرول او ددغه اثرپه اړه دڅیړنو له بهیرڅخه د پوهانو او څیړونکو خبرول وو ، پرهمدغه لامل استاد له جاپان څخه د ملیندا پڼویوه نسخه په خپله شخصي هڅه ترلاسه او هغه یي له ځان سره راوړه چې اوس دغه نسخه په رشاد اکادیمي کې خوندي ده . له نیکمرغه دتیریوه یو نیم کال په اوږدوکې دغه اثردهیوادپال لیکوال او ژباوړنکي محترم رحمت آریا له خوا وژباړل شو او داده اوس دغه ژباړه بشپړه شوه ، دا چې څوک به یې چاپ ته ملاوتړي او څوک به په دغه برخه کې له آریا اوپه ټولیزه توګه له پښتوژبې او پښتنو سره ، ددغه نادراثر د چاپ په باره کې خپله ملتیا وښیی ، دې ته به لاهم سترګې په لاره شوو .
ددغې یادونې په ترڅ کې غواړم هغه څیړنه چې ما پردغه اثر باندې لیکلي ، اوس د علامه رشاد د دوولسم تلین په درشل کې د سږني رشاد علمي لکچر په توګه چې د ملیندا پڼود ژباړې له چاپ سره به په راتلونکې کې مل هم وي له تاسو درنو لوستونکو او په دغه اړه د نظر له خاوندانو سره شریک کړم .
————————
(۲)
یوکال دمخه (۱۳۹۳ غبرګولي ) مې تکل وکړ، چې په دغې اوږدې رخصتۍ کې دوې ژباړې باید بشپړې کړم چي یو یې دغه اثر (ملیندا پڼو) واو بل هم د (امیرحبیب الله خان شهید) د ۱۹۰۷ کال د سفر راپور (سفر نامه) چې ددﮤ نامتو میلمه پال سرهنری میک ماهن، هغه چا چې کلونـه کلونـه یې د بـــﯦـــلابـــﯦـــلو واکمنانو په شپو ورځو کې د افغانستان په اړه کار کړی او آن چی د دیورند د پلاوي غړی هم وو او د فارس او سیستان د پولې په برخه کې هم ددﮤ کاروایۍ زموږ په تأریخ کې یادیږي. هوډ همداسې وو چې دغه دواړه اثره باید د ګرانو لوستونکو په واک کې ورکړل شي. په همدغــﮥ سوچ او نیت کې مې له ګران آریا صاحب سره خبره وشوه، په زړﮤ کې مې راتـــﯦــره شوه چې که آریاصاحب چې په دغه برخه کې با صلاحیته لیکوال او په پوره امانت دارۍ نامتو دی او د ژباړې په تـــﯦــره بیا د داسې کلاسیکو متونو په برخه کې تجربه او شهکاري ژباړې ﺌـې زموږ په مخکې دي دا خبره شریکه کړم دا به تر ټولو ښـﮥ او پرځای کاروي ، چې په دې توګه به مو د خپلو تـــﯦــرو لیکوالو، په تـــﯦــره بیا استاد رشاد په کړنو یو څه ور زیات کړي وي. آ ریا صاحب لکه چې له آره یو مینـه ناک او په فرهنګ مین افغان دی، له یادونې سره سمه خپله همغږي او لیوالتیا راته په ډاګه کړه او په دغه کار یې چي ساده کار نــﮥ و، پیل وکړ. او اوس داده هغه تأریخي اوعلمی ژباړه په خیرسره بشپړه شوه، چې زه یې ترهرڅه دمخه مبارکي ورته وایم او دغه لوی کار چې علامه رشاد نــﯦـږدې نیمه پــﯦــړۍ د مخه په خپلو معتبرو څــﯦــړنو کې اشاره ورته کړې وه د ګران آریا په همت او رحمت سره زموږ په واک کې ده او پوره باور دی چې افغانان به د خپلو منسوخو باورونو او ویاړونو په هینداره کې د حقیقت پلټنې یوﮤ بل سپیڅلي بهیر ته د پوهانو په وینا په دغــﮥ لومړني پښتو اثر سره ورننوزي، هغه چې له نن څخه زرګونـه کاله مخکې ویل شوي او ترموږ پورې رارســـﯦــدلی دی. راځۍ ګرانو دوستانو آریا صاحب ته دعا وکړو ځکه چې ددﮤ د دغه کار او زیاراو درنې ژباړې په برکت به موږ وکولی شو د نویو څــﯦــړنو او ګرویږنو پر لور په دغــﮥ ترڅ کې یو نوي ګام اوچت کړو.
پرزړه پښتو لیکل شوي
ملیندا پڼو باندې یوڅوټکي
——————————————–
پروفیسور عبدالخالق رشید (پی اچ ډي)
د جواهر لال نهروپوهنتون استاد
——————————————–
سریزه
« ټول انسانان دسزا پرمهال ریږدي ، ټول انسانان له مرګه ویره لري … » ملیندا پڼو
بودیزم ، افغانستان او افغانان
له جاپانه نیولې بیا تر سواته، له تبت ، نیپال او بنارسه بیا تر بامیانو، باګرام، کاپیسا او کندهاره پورې په دغه پراخه او سمسوره سیمه کې یومهال د انسانانو یوه خورا پراخه لړۍ د نړۍ په یوﮤ خورا منل شوي باور (بودیزم) باندې باوري وه چې یو شــمـــﯦــر یې تر اوسه هم دي او یو شــمـــﯦــر لکه موږ بیا هم دغه رڼایی او حقیقت په سپیڅلي اسلام کې تر هغه ځلانده او بسیا ولید او له هغوی را بـــﯦـــل شوو چې اوس زموږ د پلرونو او نیکونو دغه ګروهه زموږ لپاره د بشري تأریخ یوه پاڼه ده چې لولو یې او یوازې په لوستو یې خپل تـــﯦــرته ګورو او پرې ویاړو .
بودیزم د یوﮤ ځوان ساکایی شهزاده ګوتم یا سیدارتها له خوا د یوﮤ باور او مذهب په توګه رامنځ ته شو، دی په یوه بډایه او واکمنه کورنۍ کې زېـــږېــدلی او لوی شوی، پلار یې (سدهوون ) د دغې نامتو او سرکښې قبلي مشراو واکمن وو، شهزاده ته یې په تنکۍ ځوانۍ کې وادﮤ وکړ، شهزادګي، واکمني، کورنۍ، میرمن او نوی زېـــږېــدلی ماشوم دا ټول یې پريښودل او دعبادت په خاطر په (۲۹) کلنۍ کې پر ځنګلونو ورننوت، د خپلو دوو استادانو له لارښوونې وروسته یې دومره عبادت وکړ چې یوازې د تن هډوکي ورپاتې شول. ځان یې ترک دنیا کړ او په (۳۵) کلنۍ یې یوه بودي یا ( رڼا ) ولیدله چې د هغې په لیدو سره دﮤ هم د یوﮤ بشپړ بودا (عارف ) په توګه د خپل دین تبلیغ له پنځو تنورا پیل کړ، چې وروسته یې ژر شمــﯦــر مخ په زیاتیدو شو، تر خپل اصلي نامــﮥ، پرخپل روحانی لقب (بودا ) یا رڼایی باندې یاد او نامتو شو. پیروانو یې په خپلو دیسې ( سیمه ییزو ) ژبو باندې د هغــﮥ تبلیغات ترخلکو پورې رسول. سره له دې چې بودیزم په هندوستان کې دومره زیات ونــﮥ منل شو ځکه چې دلته د نورو ادیانو په تــﯦــره د ویدایی روحانیت اغــﯦــز خورا پیاوړی و، خو له هنده پرختیز او لویدیز کې دغې ګروهې دومره پلویان وموندل چې ان تراوسه پورې دغه مذهب په نړۍ په تــﯦــره په آسیا کې د ملیونو پیروانو له خوا نمانځل کــﯦــږي، د خپلو عالي موخو له امله د پوره درناوي وړ دی او یو شمــﯦــرلارښونې او معنوي ارزښتونه یې په نورو ګروهو او باورونو کې هم په کټ مټ ډول د نمانځني وړ دي. بودا تر اتیا کلنې پورې د خپل بودیزم د خورولو او تبلیغ لپاره کارکړي پر اتیا کلنۍ په کاشي ( اوسني بنارس او ګورکهپور) کې یې په (۴۸۶ – ۴۸۷ ق م ) کې له نړۍ سترګې پټې کړې او بودیزم یې د بشریت د لارښوونې او نیکمرغۍ پر لامل نړۍ ته د سولې، آرامۍ او نــﮥ ځورونې پرلامل د خپل لوی میراث په توګه ور ډالۍ کړ..