کور / هراړخیز / افغانستان د ترکیې د حرم په موزيم کي

افغانستان د ترکیې د حرم په موزيم کي

د ۲۰۱۵ ز کال د اکتوبر په څلورمې نېټې، د ترکیې هيواد د ليدو لپاره هغه هېواد ته لاړم.
تر اوسه مې چې د نړۍ له لسو ډېر لرغوني هېوادونه او د هر هېواد ملي ګالرۍ ، ملي موزيمونه ، ملي ارشيفونه او په لسګونو کتابتونونه  له پامه تېر کړيدي ، تر ډېره بريده مې د نړۍ موهمې تاريخي پېښې او په سر کې له افغانستان سره په تړاو مې ډېر تاريخي توکي تر ګوتو کړي دي .
تېر سفر مې د هند لرغوني هېواد ته و  چې د افغانانو د تاريخ په اړه مې ډېر څه تر لاسه کړل او بيا مې د همدې لاسوندونو او پيښليکونو پر بنسټ ( افغانان له ايرانه تر هندوستانه ) کتاب وکيښ.
همدا رنګه د ترکیې هېواد د ليدلو لپاره مې هم دا غوره وګڼله چې د دې هېواد مهم کلتوري بنسټونه وګورم. لومړی د اکتوبر په شپږمې نېټې د استانبول د هغه نامتو جومات (د سلطان احمد جومات ۱۶۰۹- ۱۶۱۵ ودان شوی) په انګړ ورننوتم چې اسلامي پرتم او دب دبه يې د اسمان څکو منارو له هسکو شملو نه له ورايه تر سترګو کېده.
د دې جومات ډبرين هډوکي د هيښتيا او حيرانتيا وړ ول. نه يوازې زه بلکې په لسګونه نندارچيان ورته هک پک ول .
کله چې څوک دغه لرغونی جومات او د ده په جوړښت کې ځانګړی نوښت ګوري نو هرو مرو ورته په زړه ګرځي چې د هغه وخت انجينران  او مهندسين له نبوغ او نوښت نه داسې ډک کارونه تر سره کړيدي چې داوسمهال د رغاونې مهندسان  ورته هم ګوته په خوله دي . 
موږ د لسو بجو شا و خوا کې د جومات په وره ورننوتو ، د جومات هرې برخې او هر ډبرليک دومره بوخت کړو چې کله د پای څنډې ته ورسېدو په موږ شپږ ساعته تېر شوي ول او د مازديګر څلور بجې له جومات نه را ووتو .
د اکتوبر په اتمه نېټه د همدې جومات مخامخ چې ښايي د يو کيلو متر په شا و خوا کې واټن يې درلود يو بل نامتو م موزيم چې په ترکیې  کې ساری نه لري ورغلو. دې موزم ته هم په سلګونو سيلانيان د ټيکټ د اخستو لپاره په کتار کې ولاړ وو، موږ هم اوږده تم نه وروسته په دې بريالي شولو چې ټکټونه تر لاسه کړو. کله چې د موزیم لوی وره ته ورسيدو ، انګړ ته څېرمه کيڼ پلو ته د يوې لرغونې کلیسا (أيا صوفيا hagia sophia ( نښې نښانې تر سترګو شوې. دا کلیسا د لومړي ځل لپاره رومن امپراتور دویم کننستانتیوس په ۳۶۰ زېږدي کې پرانستله.
د مسلمانانو د واک او ځواک په مهال (۱۴۵۳ ر) دغه کليسا پر يو ستر جومات بدله شوه . د دغه جومات جوړښت د بېلا بېلو شاهانو او واکمنو په رغښت دومره د پرتم وړ دی چې د ورځې په زرګونو نندارچيان يې سيل او ليدلو ته تم وي . خو د مصطفی کمال اتا ترک د واک په مهال (۱۹۵۳ز) دغه جومات په یو ملي موزیم  بدل او د هر چا د لیدلو لپاره پرانستل شو.
د نوموړي د واک پر مهال او بيا له ده وروسته لرغونپوهانو، انځورپوهانو او کارپوهانو ته دنده وسپارل شوه چې د جومات په دېوالونو، چتونو، دالانونو په ټوله کې داسې کندنې وکړي چې تېر لرغوني توکي او انځورونه له سره راوسپړي،   نندارچيانو او سيلانيانو ته يې په ګوته کړي.
 
کله چې سړی د موزيم له انګړ نه ماڼۍ ته ورننوځي په لومړي دالان کې د ترکیې د هېواد د بېلا بېلو واکمنو لنډ ژوند ليکونه انځورونه او ډبرليکونه په بېلا بېلو ژبو کښل شويدي .
د يو شمېر انځورونو عمر ان د مخزديزو پېړيو د مخه يو ټاکلی زمان په ګوته کوي او يو شمېر نور بيا د زېږديزو پېړيو ځانګړي ډول د کليسا د جوړېدو تر مهاله ، تر هغې چې په ترکیې کې د اسلام سپېڅلی دين خپريږي  هم تر سترګو کېږي.
د اسلامي پېر د ټولواکمنۍ ټولې پېښې د هر واکمن د واک پر مهال په لنډيز سره په دغه لومړي دهليز کې ليدلی شو. د دهليز کيڼ لور ته يوه پرلپسې ويډيو هم چالانه وه چې د ترکیې لرغونی تاريخ يې بيانوه.
په دويم دهليز کې کين لور ته يوه زينه پورته شوېده چې پخپله د زينې جوړښت د وخت د مهندسينو د پوهې وړتيا او پياوړتيا په ګوتو کوي، د همدې دالان په مينځ  کې د کلا د دروازې په څېر يوه بله لويه دروازه د موزيم مينځته ، چېرته چې يوه ستره ګومبځه  ودانه ده ورماته شوېده ، ګومبځه دومره هسکه او لوړه ده چې د سړي خولۍ له سره ورته ولېږي .
د ګومبځې په شا و خوا کې د کليسا او جومات نښې نښانې دواړه ښکاري ، د عيسئ (ع) د مور انځورونه ،د اسلامي پېر محراب او ممبر او نور د بېلګې په توګه يادولی شو .
د موزيم دوم پوړ هم له هيښتيا او حيرانتيا ډک دی نه يوازې د ماڼۍ جوړښت او پرتم يې د پام وړ دی بلکی د لرغونو توکو شتون يې د وخت دب دبه په ګوتو کوي . د ماڼۍ ختيز شمال او سهیل ته له سمندرنه  رابېله شوې تړانګه چې د لويو او وړو بېړيو تګ او راتګ پکې سړکونه کاږي راکاږي د ماڼۍ  ښکلا څو برابره زياته کړېده .
د همدې موزيم همدې لور ته له عجايبو ډک بڼ او څو ډول ډول ماڼۍ يو د بل پسې کتار شويدي خو کوم څه چې سيلانيانو او په تېره ما ته ډېره د پام وړ وه هغه د (حرم) ماڼۍ وه .
زما د ليکنې موخه همدغه د (حرم ) ماڼۍ ده. ما ته که د حرم ماڼۍ که له يوې خوا پخپله د دې ماڼۍ جوړښت او رغښت د پام وړ و، خو له بلې خوا کوم څه چې ما د افغانستان په تړاو له دې ماڼۍ نه تر لاسه کړل ، زما د ژوند له ډېرې خوږې او نه هېرېدونکې خاطرې څخه يوه همدغه شېبه وه.
خو مخکې له دې چې د (حرم ) په اړه څه وکښم  ، ښه به وي چې د حرم د شاوخوا سيمو جاج واخلم او يو لنډ نچوړ يې لوستونکو ته وړاندې کړم.  د استانبول  د ښار دغه ټوله سيمه د يوې کلا حيثيت لري . د سمندرګي مخامخ رابېله شوې شېله چې د کلا سهیل ختيز او شمال لور ته پرته ده ، داسې بريښي چې د کلا مورچلونه  همدې لور ته کاږل شويدي، که چېرې دښمن له همدې لارې غوښتل راننوځي نو له مرګوني بريد سره به مځ شي .
د دغې کلا ډېره برخه چې يوازې لويديځ لور ته يې د لرغونو او انتيکو توکو د خرڅلاو بازار دی نوره ټوله د سمندر اګل ته مخامخ پرته ده سړی داسې فکر کوي چې ګني دغه اګل د سمندرګي انګړۍ ده . د دې کلا غوښنه برخه په سوونه جريبه ځمکه کې ودانه شوې ده او په مينځ کې لویې او وړې لسګونه کلاوې ، د ملکي او پوځي چارواکو استوګنځايونه او همدا ډول عبادت ځايونه ، وستلونه او جوماتونه ودان شوي ول .
اوس هم د کلا ډېره برخه ښکاري او د نورو برخو نښې نښانې يې يو څه تتې برېښي . د حرم د ماڼۍ مخامخ چې د بڼ لمنه يې د سمندر تر ساحله خوره وره پرته ده ډېره زړه راښکونکې ده ، او پخپله د ماڼيو جوړښت چې له ډبرينو خښتو ودان شويدی داسې ښکاري لکه د غره يوه برخه چې توږل شوې وي او بيا يې د ماڼيو ډېوال ترې درولی وي .
 د کلا ګانو برجونه او منارې لکه د بڼ ځوانې او تنکۍ سروې چې له تنکي سپرلي سره غاړه شوي وي  يا لکه زموږ د وطن زلمي نښترونه چې د دنګ غره په تندي د يوه کمره په غاړه ټوکېدلی او زرغون شوې وي .
په دا سبا مو غبرګ دوه ټکټونه چې يو ټکټ عمومي بڼ لپاره او بل ټکټ يوازې د حرم ماڼۍ ته ځانګړی شوی و تر لاسه کړل. د حرم په لومړي پوړ کې د وخت د وزيرانو د شورا خونه ، د وخت د پوځي وسله تون څو پرلپسې خونې ، همداراز د لسګونو ګړيو (ساعتونه) او د قطب نماو خونې مو له سترګو تېرې کړې .
په يوې قطب نما  کې د نړۍ يوه ډېره لويه نخشه کښل شوې وه. دا قطب نما چې (قبله نما) نومول شوې وه، ډېره په زړه پورې وه. نخشې ته ښه ډېر تم شو او د نړۍ بېلا بېل هېوادونه مو د هر هېواد د هغه مهال جغرافيه او څلور خواوو سره له سترګو تېرې کړې.
د افغانستان د نوم او جغرافېې په لټه کې شوم چې وګورم ، آيا احمدشاه ابدالي نه د مخه د افغانستان سياسي نوم او جغرافيه يې څومره او څلور خواته يې کوم هېوادونه پراته وه او په کومو نومونو يادېدل؟ ما داسې فکر کاوه چې افغانستان به پدغه مهال کې د آريانا او يا د خراسان پنوم ياد شوی وي  نو ځکه مو نخشه له سترګو تېره کړه ، ان دا چې د دې خونې ساتونکې يوه پوليسه ميرمن وه چې موږ ته يې ګواښ وکړ ، ګڼه ګوڼه ډېره ده ډېر مه تم کېږې .
کله چې په نخشه کې د آريانا او خراسان نومونه تر سترګو نشول نو بيا مو د افغانستان د نوم لټون پسې بډې را ووهلې ، د نړۍ هېوادونه مو څو وارې په سترګو راغبرګ کړل او له نيکه مرغه چې له اوږده لتون نه وروسته مو سترګې په يوه نوم ښخې شوې چې کښل شوي ول :
(اغوانستان). خدای شته د دې نوم په ليدلو دومره خوښ او خوشاله شوم چې د دغه احساس له ليکلو عاجز يم ، له ما سره چې په سفر کې  ډاکټرخسرو او يما خان هم ول دوی پدغه وخت کې دومره خوشاله شول ، د چا خبره که ډول وی نو يوه پنجه اتڼ به يې ورته اچولی وی . 
د دې خوښۍ لامل دا و چې په توکميزو ناندريو کې ښکېل (شکاکيون) ښايې د دې نخشې په ليدو له خپلې سياسي ناروغۍ نجات ومومي. دغه نخشه کې چې ۱۷۳۸ ز کال پورې اړه لري، او دغه وخت په ترکیه کې د دویم محمود (۱۶۹۶- ۱۷۵۴ز) د واکمنۍ پېر و، د اغوانستان (افغانستان) څلور خواوې په عربي ليکدود داسې په ګوته شويدي :
جنوب ته د هند سمندر ، لويديز ته یې عجمستان (اوسنی ايران) شمال ختيځ ته ترکستان ، شمال لويديز ته ماورالنهر او ختيځ ته هند .
 
د ترکې د استانبول په حرم کې د دنيا لرغونې نخشه ۱۷۳۸ز.
که څه هم ما د پښتو ادبياتو په تاريخ کې (افغان له افغانستان مشر دی) تر سر ليک لاندې د يو شمېر ختيځپوهانو اندونه د (افغان) په تړاو راخستي دي ، ولې دا چې په يوې لرغونې رسمي نخشه کې له نن نه (278) کاله وړاندې د (اغوانستان = افغانستان) رسمي نوم په ګوته شوي له ډېرو نه ډېر مهم دی.
هسې خو د ابګان ، اپ ګان ، اوګان ، اغوان ، اوغان او دېته ورته نومونه  ډېرو لرغونپوهانو ، ختيځپوهانو او څېړونکو په وار وار غبرګ کړيدی ، خو د (اغوانستان ) نوم د لومړي ځل لپاره د يوه لرغوني هېواد په رسمي او سياسی نخشه کې ګورم .
(ابو نصرمحمد ابن عبدالجباررعتبي) پخپل يمني نومي کتاب کې (افغان) د اوغان معرب ګڼلی دی. (بيلو) وايي دغه نوم لومړی (اغوان) وو. ساساني پاچا دريم شاپور 379-309 زکال د اپګان په لقب ياد شويدی.
(سراولف کېرو) ډاګيزه کړېده چې دريم شاپور د (اپاکان) پنوم چې ابګان ته بيخي ورته کلمه ده ياد شوی وو .
کروسنکي ، ديوستی (الماني تاريخپوه) ، فردوسی ، البېروني ، بيهقي ، منهاج السراج او په لسګونو نورو د (افغان) د کلمې بېلا بېلې بڼې پخپلو څرګندونو کې کښلي دي ، خو اوس ډېر خوشاله يم چې د ترکیې هېواد په يوې معتبرې سر چنې کې مې د (اغوانستان ) نوم وموند .
دا چې د ترکانو واکمن او سلطنتي کورنۍ څه وخت د اغوانستان چې مفغن يې افغانستان دی له نوم سره اشنا شوې دي څرګنده نه ده ولې يوه خبره په بشپړه توګه څرګنده ده چې د شاه محمودهوتک او شاه اشرف هوتک نه يوازې د اغوانستان واکمن بلل بلکې د عجمستان چې موخه يې اوسنی ايران هم د دوئ د واکمنۍ برخه ګڼله چې په پای کې د هوتکيانو واکمنۍ په 1736 کال پايته ورسېده .
د نړۍ تاريخپوهان او ان يو شمېر ايرانی څېړونکي دا مني چې د ايران شمالي سيمې ازاد خان افغان (ځني مورخينو غلجی بللی) د روسانو او ايران لويديځې سيمې شاه اشرف هوتک د ترکانو له بريد نه وژغورلې .
نو همدا لامل دی چې هغه مهال د افغانستان د حکومت نوم دوی پخپلو تاريخي او سلطنتي متونو کې چې يوه ستره بېلګه  يې د حرم په موزيم کې د اغوانستان د نوم شتون دی، کښلی دی.
د احمد شاه ابدالي د ټولواکمنۍ په مهال هم دغه نوم نه يوازې په افغانستان او د سيمې  په هېوادونو کې نامتو وو ، بلکې په نړۍ او په تېره د برېتانيا ټولو واکمنو ته هم څرګند وو . 
زما په اند د اغوانستان په نوم دغه لاسوند له يوې ډيرې معتبری سرچنې څخه تر لاسه شوی دی چې د احمدشاه ابدالي له ټولواکمنۍ  نه لس کاله (1738 زکال) د مخه د ترکانو په سلطنتي کورنۍ کې په تېره د (حرم) په موزيم کې اوس په یوې رسمي نخشې کې تر سترګو کېږي .
پدې بنسټ ما ته دغه سند د يوه شهکار په توګه د ارزښت وړ دی .
په درناوي
د اوس لپاره همدومره
16/10/2015  لندن