کور / تازه خبرونه / جنوبي وزيرستان: د امن جرګې د مړو غړو شمېره ۲۸ سوه

جنوبي وزيرستان: د امن جرګې د مړو غړو شمېره ۲۸ سوه


په جنوبي وزيرستان كي د بيت الله مسود طالبانو چي د دوشنبې په ورځ يې د امن جرګې پر يوه غوڼده بريد كړى او ۳۰ تنه يې نيولي وه، د ۲۸ بنديانو مړي وموندل سول.
ځايي اوسېدونكي وايي وروسته له هغه چي تېره ورح طالبان د جنډولې سيمي څخه پر شا سول، نن سهار يې ۲۲ مړي په يوه ځاى او ۶ نور يې بل ځاى وموندل.
دوى وايي دا د امن جرګې غړي دي چي د بيت الله مسود طالبانو وړمه ورځ يرغمل كړل اوس يې وژلي دي.
د ځايي خلګو په وينا د دوو نورو غړو لټون هم روان دئ.