کور / هراړخیز / دډله ايزو رسنيو او فرهنگي ټولنو د گډ رسالت علمي كنفرانس راپور او ليکني

دډله ايزو رسنيو او فرهنگي ټولنو د گډ رسالت علمي كنفرانس راپور او ليکني

دسويډن د مالمو په ښار کې دډله ايزو رسنيو او فرهنگي ټولنو د گډ رسالت ترنامه لاندې کنفرانس جوړ شو

د روان۲۰۱۵ م کال د اکتوبر پر ۳ مه په سويډن کې د دوستۍ فرهنگي ټولنې په نوښت ((د ډله ايزو رسنيو او فرهنگي ټولنو د گډ رسالت )) تر نامه لاندې کنفرانس جوړ شو.

د غونډې کاردمالمو ديوسپينږی حاجي گل کاکو لخوا د قرانکريم د څومبارکو ايتونو په تلاوت او ملي سرود په اورېدلو پيل سوه . کله چي ملي سروداورېدل کېده دغونډي برخوال داحترام په توگه پر خپلو ځايو ودرېدل .

دملي سرودتراورېدو وروسته کنفرانس دکار دپرمخ بېونکی پياوړی صاحب لخوادمشرتابه ميز ته له ښاغلی صفر محمد خوارېکښ ،محمد اقاشيرزاد ،اغلی زرلښت حبيب ، ښاغلی پير محمد باوري ،ښاغلی طارق بزگر او ښاغلی انجينر عبدالباقي لعلی ته بلنه ورکړه سوه چې ستيج سرته ته تشريف راوړي .

ترهغه وروسته چې رابلل سو کسانو خپل ځايونه ونيول ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشر ښاغلي غمخورته بلنه ورکړه سول چې دکنفرانس کار په خپله پرانيستونکې وينا پرانيزي .دښاغلی غمخور ترپرانستونکې ويناوروسته دکنفرانس دکارداجندا مطابق په لاندی ډول دوستانوته بلنه ورکړه سوه :

۱/ له ښاغلي محمد اقاشيرزاد صاحب نه غوښتنه کوو چي خپله وينادغونډي برخوالوته واوروي .

۲/ اغلي زرلښت حبيب خپله ليکنه دکنفرانس برخه والوته واورول .

۳/ د خبريال ويب پاڼې له مسول ښاغلی ميرويس افغان نه غوښتنه وسول چې خپل نظريات دگډون والوسره شريک کړی .ښاغلی ميرويس افغان دژورناليست پر رسالت او موليت اوږدې خبری وکړئ اوهم یپې پردې ټينگاروکړچې رسنۍ بايد خپلواکي اوبې پرې وي

۴/ له ښاغلی شاه رحمن ځواک نه هيله وسول کوم چې له فنلنډڅخه دښاغلی اکاډميسين گلداد صاحب رالېږل سوې علمی ليکنه دکنفرانس دبرخه والوسره شريکه کړي .

۵/ دلرواوبرويب پاڼي مسول ښاغلی عبداله احسان ته بلنه ورکړه سوه چي خپله وينا دغونډي برخه والوته واوروي . ښاغلی عبدالله احسان درسنيوپر رسالت اويوشمېررسنيو پر نشراتو تبصره وکړه کوم چې دملی گټواو افغان ولس دارادې خلاف دپردوپه گټه نشرات لري ،گوت څنډنه یې وکړه چې دولتی اړونده ادارې بايد په هيوادکي ټولی رسنۍ تر قانوني کنترول لاندي ولری ترنشرات یې دملی پرخلاف اودبيگانه وو په گټه نه وي .

۶/ له ښاغلی احمدگل اندړ صاحب نه غوښتنه وسول چې له کابل نه زموږ دهيواد تکړه ليکوال اوفرهنگې شخصيت ښاغلی نجيب منلی صاحب پيغام متن ولولی .
۷/ دارياناکلتوری ټولنې له مشر اوتکړه شاعر ښاغلي ځدراڼ صاحب نه غوښتنه وسول چي دخپلي فرهنګی تولنی پیغام ولولی . ښاغلی ځدراڼ صاحب وخپلو خبروپه لړکښي وړانديز وکړچې ددې کنفرانس لخوايو پرېکړه ليک هم بايد صادر شي ،چې دکنفرانس دگډونوالو لخوادهرکلی سره مخامخ شو. ددې وړانديز تراورېدو اوقبلېدو وروسته ښاغلی صفر محمد خوارېکښ ،انجينر عبدالباقي لعلي ،ښاغلی ميرويس افغان اوښاغلی يما بارزنه غوښتنه وسلو چې دپرېکړه ليک مسوده برابره کړي .

۸/ له ښاغلی پيرمحمد باوری صاحب نه غوښتنه وسول چې دستيج سرته تشريف راوړی اودکنفرانس دگډونوالوسره خپل دزړه خواله شريک کړي .

دښاغلی پير محمد باوري تروينا وروسته د۱۵ دقيقو لپاره تفريح اعلان سول . اوپه تفريح کښي مېلمانه دمېوې خوړلو اوڅښاک ته راوبلل سول .
دپروگرام په دوهمه برخه کي له ښاغلی رحمت الله سردارصاحب نه هيله وسول چې له کندهارنه زموږ دکنفرانس په ادرس دښاغلی ولي شاه طبیب رالېږل سوی پيغام دکنفرانس برخه والوته واوروي .

دپيغام تر اورېدو وروسته دبې بې سي راډيو خبريال له ښاغلی يما بارز صاحب نه هيله وسول چې خپل نظر دکنفرانس دگډونوالوسره شريک کړي .ښاغلی يمابارز په خپلو کي دداډول کنفرانس جوړول گټور وبلل اودایې په گوته کړه چې ديوه ژورنالست لپاره دکومو اصولورعايت اړين اودډله ايزورسنيو دټولنيز اعتبارلپاره گټور تما مېږي .

دښاغلی يما بارز تر وينا وروسته محترم قاسم رامشگر صاحب ته بلنه ورکړه سول چې وينا وکړي .رامشگرصاحب په خپله وينا کي دافغانستان د يوشمير انځورېزورسنيو پر فعاليت رڼا واچول ،پخپلو خبروکي دافغانستان په اوسنيو شرايطوکښي ددله ايزورسنيودرسالت دسرته رسېدو پر ارزښت لنډی خبري وکړې .

ورو سته ديوې ماشومی دغوښتنې سره هغۀ ته چې ديانا اميري نومېدل ديوشعر دويلو وخت ورکړه سو.
دشعر تراورېدو وروسته دشپې دډوډۍ خوړلو لپاره ديوه ساعت لپاره تفريح اعلان اومېلمانه دډوډۍ خوړلو لپاره راوبلل سول کوم چې ددوستۍ فرهنگی ټولنې لخوا برابره سوې وه .
دريمه برخه :

دکنفرانس دکارپه دريمه برخه کښي ددعوت دخپلواکو رسنيودمرکزله مشر ښاغلي طارق بزگرصاحب نه هيله وسول چې دريځ ته تشريف راوړی اوخپل نظر دکنفرانس له گډونوالو سره شريک کړي . بزگرصاحب هم دکنفرانس دجوړېدوپر ارزښت اوډله ايزی رسنی اوفرهنگی ټولنې یې خپل رسالت ته متوجه اوددله ايزورسنيو پر بې پرې اومسلکی فعاليت یې پراخه خبرې وکړي اودژورناليست رسالت یې دژونديو بېلگو په څرگندولوسره په گوته کړی .

دښاغلی طارق بزگرصاحب تروينا وروسته له ښاغلی ناروی څخه راغلی مېلمه اوزموږ تکړه شاعر عصمت عطا ملکزي صاحب نه ديوشعر دويلو غوښتنه وسول .دښاغلی رامش صاحب ښکلی شعر دکنفرانس دگډونوالو په تودوچکچکو بدرگه سو .

وروسته بيا له ځوان شاعر محمد شريف عابد نه غوښتنه وسول چې داسترالياد هيوادڅخه دمشهور ليکوال ښاغلي هدايت الله هدايت صاحب ليکنه دکنفرانس دگډون والوسره شريکه کړي .اوهمدا ډول یې خپل يوډير ښکلی شعر ولوست .

دهدايت صاحب درالېږل سوي ليکنې تراورېدو وروسته له ډنمارک نه راغلی ليکوال اوتکړه ژورناليست ښاغلی محمد صفر خواريکښ صاحب ته بلنه ورکړه سوه چې خپله وينا واوروی اوهم دکنفرانس دگډونوالو يوشمير سوالوته جواب ووايي .ښاغلی خوارېکښ صاحب زموږ په هيواد کي دمطبوعاتو تاريخته په ځغلنده کتنې سره ددولت داړونده وزارت لخوا مطبوعاتودفعاليت پر قانونی کنترول رڼاواچول اوهمدا ډول یې دکنفرانس دگډونوالو سوالوته جواب ووايه .

دخوارېکښ صاحب تروينا وروسته دمحترم انجينر عبدالباقي لعلی لخوادکنفرانس پرېکړه ليک ولوستل سو اوتربحث وروسته دگنفرانس دټولوگډونوالو په رايه تصويب اوپرېکړه وسول چې داپرېکړي ليک اودکنفرانس جريان دډله ايزورسنيو له لاری ترټولو پوری ورسېږي . دپرېکړه ليک متن ددې راپور سره ضميمه دی .
دکنفرانس کارچي دځوانو شاعر نيازمحمد پياوړي لخواپرمخ بېول کېده،دورځې پردو بجو پيل اودشپې دنهوبجوپر شاوخوا دوام وکړ .
دکنفرانس په وروستۍ برخه کي يوځل بيا دښاغلي غمخور دکنفرانس دگډون والو، ويناوالو اوټولوهغو دوستانونه چي په خپلوهر اړخيزه مرستواوملاتړئې دکنفرانس دجوړېدو زمينه برابره کړې،په ځانگړې توگه له ټولوهغونه چې دکنفرانس دکاردسمبالښت ،عکاسی اوفلمبرداري کول ،هغوځوانانونه چي دکنفرانس دگډون والونه دډوډۍ خوړلوپر وخت مېلمه پالنه کړې اودسالون د پاک ساتلو په برخه کښي نه ستړي کېدونکي زيار ايستلي دمننې څرگندولوسره په هيوادکي دسولي اوثبات راستنېدواوملي يووالي دټينگېدوپه دعا کنفرانس دکار ختم اعلان سو .
ددې کنفرانس درپوټ درانه لوستونکی کولاي سي درپوټ په لاندنی برخه کښي دپرانستونکي ويناپه گډون دټولوويناوالو ليکنې اوپيغامونه ولولي.

۱/ پرانستونکې وينا :

د۲۰۱۵ ز کال داکتوبر ۳
دکنفرانس پرانستونکې وينا
په نامه دهغه خداي مي دا بيان دئ
چې يونوم يې په نومونوکې سبحان دی

درنو دوستانو !
آغلو اوښاغلو !

اجازه راکړۍ ترهرڅه وړاندي په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنې اودمالمودښار اوسېدونکو افغانانوپه استازيتوب له تاسودرنو ميلمنو،پوهانو،،ژورنالستانو،دويبپاڼو مشرانو ، فرهنگيانو په اروپاکښي دفرهنگی ټولنو استازو ته چې په دغه درانه علمی کنفرانس کښي ئې زموږ سره د دگډون لپاره دنړۍ دمختلفو هيوادوڅخه تشريف راوړۍ دزړه په مينه دښه راغلاست په ویلوسره تاسو ټولو ته کور ودانی وايم ،هرکله راسۍ ،خداي مو تل راوله .اميدواريم چې د نن ورځې له کنفرانس نه له ځان سره خوږې اونه هېرېدونکی خاطري له ځان سره يوسۍ .
دوستانو ستاسو په اجازه !
دافغاني اواسلامی دود سره سم دهيواد دهغو ژورنالستانو،دقلم اوپوهی خاوندانو اوزموږ عام ولس شهيدانو اودهغې جملې نه څه موده وړاند ځوانمرگ جان اغا الکوزی پاکي روح ته په دعا سره ددوي په وياړ يوه شېبه چوپ پرپښودرېږو .
اغلو اوښاغلو!
زموږ په ننۍ کنفرانس کښي چې د۲۰۱۵ زکال داکتوبر پر دريمه ((دډله ايزو رسنيواوفرهنگی ټولنوگډرسالت )) ترنامه لاندي جوړ سوی د انگليستان ،ناروي ،ډنمارک، هالنډ اود سويډن دمختليفو ښارو نه زموږ تکړه ژورناليستانو،ليکوالو،دفرهنگی ټولنواو ويب پاڼو استازو، اديبانو برخه اخيستې ده .
غواړم تاسودرنو دوستانوته خبردرکړم چي همدا شان له افغانستان اودنړۍ دمختلفو هيوادوڅخه زيات شمير افغاني ليکوالو،پوهانواودفرهنگی ټولنو استازو دکنفرانس په ادرس له محتواډکي ليکنې اوپيغامونه راليږلې دي،زه يې دوخت دکمښت په خاطر دټولو ديادولونه ډډه کوم،خودټولو څخه دمننې په څرگنده ولوسره دهغودوستانونه دزړه له کومی مننه کوم چې ددې کنفرانس داجندا په هکله یې زموږ سره خپل ښکلی اوعلمی نظرونه شريک کړي .
که دهغوي دټولو نومونه ليکم شمېر یې تردوسوو زيات دی ،خو زه به دبېلگې په توگه ددې دوستانوله نامه نه يادونه وکړم لکه : دافغان سباون ويب پاڼې اودعوت نشراتی ارگان مسول ښاغلی طارق بزگر ،دکابل پوهنتون استاد پوهنوال رسول باوري، دافغانستان دراډيو تلويزيون رئيس اوليکوال ښاغلي زرين انځور،دکابل پوهنتون استاد اوپېژندل سوی ليکوال ښاغلی واحد نظري،دغښتلی قلم څښتن ښاغلی عارف خزان،هڅاند ليکوال ښاغلي غلام نبي مبتکرداستراليانه ليکوال هدايت اله هدايت اوښاغلی عبدالهادی هادي ،له انگليستان څخه پياوړی شاعر نظيف الله تکل ،او تکړه ليکوال ښاغلی شهسوارسنگروال ،داسترليانه دافغان استراليادبشردوستا نوټولنې مشر اودوست آواز دراډیو مسول ښاغلي دورمحمد اشنا، ښاغلی ولی منگل، ښاغلی ډاکتر سعيد صلا ح الدين ،داطلاعاتو اوکلتور وزارت دځوانانو چارو مرستيال ښاغلی سعادت،ښاغلی نجيب منلی ،په مسکوښاغلی دتکړه ليکوال فاروق فردا، په جرمنی کي ښاغلی عنايت الله اشفته، ښاغلی عبدالرحيم ايوبی،په مسکو کښي تکړه ليکوال اوژباړونکی ډاکتر شيرحسن حسن، دالمان ږغ راډيو تکړه ژورنالست نجيب الله زيارمل ، دبي بې سې تکړه ژورناليستان ښاغلی ايمل پسرلی اوښاغلی ډاکتر جنبش ،ښاغلی هيواد دوست ،تکړه ژورناليستی اغلی فريبا چرخي،په اطريش کي دسياسی نظر خاوند ښاغلی خالق ساپي، دافغانستان دملی امنيت پخوانی رئيس ښاغلی اسد الله خالد، په کاناډاکي پېژندل سوی ليکوال اوژباړونکي ښاغلی رحمت آرياداطلاعاتو اوکلتور وزارت نشراتودرياست پخوانۍ مرستيال قدوس لمر، دازادی راډيوتکړه ژورنالستانو، ښا غلی صالح محمد صالح ،ښاغلی اواحمد شاه اعظمی،تکړه ليکوال اودسياسي مسائيلو څېړونکی ښاغلي غلام دستگير روشنيالی ،دباباسنټر ويب پاڼي مشر ښاغلي ننگيالی بڅرکی،دسويدن راديونړيوالې خپرونې پخوانی ژورناليست ليکوال نيک هدايت اونوروهغوټولودوستانواودقلم خاندانوڅخه ددې علمی کنفرانس دستيج نه دمننې په څرگندولوسره ددوي لپاره تاند قلم او اوږد عمرغواړم .
همدا ډول زموږ يوزيات شمير هيوادوالوپه خپلو برېښناليکونوکښي دسلامونواوپيرزوينوپه وړاندي کولوسره ليکلې دي ،تاسوټولو دوطن نه ليري خويندو،وروڼو،دډله ايزو رسنيو او فرهنگټولنواستازوته پدې کنفرانس کښي چې ددوستۍ فرهنگی ټولنې په نوښت د ((دډله ايزو رسنيواوفرهنگی ټولنوگډرسالت )) ترنامه لاندی جوړدی دمبارکی په ويلوسره پدې ملي کارکښي دلازياتوبرياليتوبونو هيله کوو.
غواړم دهمدې درنې غونډي له ترېبون څخه دغوټولوفرهنگی شخصيتونوافرهنگپالوټولنونه ددوي دملي اخلاص اوملاتړله امله دزړه له کومې مننه وکړم .دابه پرځاي وې څرگنده کړم چې دا دهمدې دوستا نو او افغان فرهنگپالوبې ساري معنوی مرستو اوملاتړ برکت موږ دلته په مالموکښي هرکال دداسي علمي اوتاريخي غونډواوکنفرانسونو دجوړېدو جوگه کېږو ،په کوموکښي چي زموږ موخه اوهدف يوازي خپلو هيوادوالواوگران افغانستان ته ملی چوپړدی .
موږ ددوي دغه ملاتړ اوملي احساس ته دقدر په سترگه گورواوداوعده ورکووچي ديوه افغان په توگه به موږ يوه لحظه هم خپل هيواد،دازورېدلی اوکړېدلي اولس هيرنکړو.
درنو هيوادوالو!
واقيعت خو دادئ چي تاسو په خپل گډون ،پيغامونو اوبرېښنا ليکونوسره موږ ته وياړ راوباخښه اوموږ مونورهم وهڅولو چي دافغاني ټولنې هرې چاري ته دتل پشان جدي پاملرنه وساتو اوله بهرنه دخپلوامکاناتوپه لرلوسره ددي جگړه ځپلو هيوادوالوپه چوپړ کي اوسوو.
دوستانو!
تېرکلونه موږ دخپل هيواد کلتوردپياوړتيااووياړلوشخصيتونودرناوي اوقدردانۍ په موخه کنفرانسونه جوړکړي ،ترڅو ددوي ياد ابدی کړو،سره لدې چې دالړۍ به که خير وو جاری ساتو ،خوداځل مودهيواد سياسی اوټولنيزوناخوالوته په کتوسره پدي ناخوالوکي دډله ايزو رسنيو،فرهنگی ټولنو،اجتماعی سازمانونواوټولنو،سياسی گوندو اودخپلواک قلم خاوندشخصيتونوگډرسالت په ملی اونړيوال ارزښت باندي په پوهېدوسره دبې شمېرو دوستانوسره دمشورې نه وروسته چي ديوشميرنومونه مې دبېلگې په توگه وړاندي يادکړل داوپتېيله چې (( دډله ايزورسنيو اوفرهنگی ټولنوگډ رسالت )) تر نامه لاندي ددې علمی کنفرانس دجوړېدوپه موخه تاسو درنو دوستانوته زحمت درکړو .
پرځاي ئي بولم دټولنې دمشرتابه په استازيتوب له هر هغه چانه چي زموږ سره ئې ددې درنې غونډي په جوړېدو،دکارونوپه سمبالښت اودميلمنوپه هرکلي کښي مرسته کړېده دزړه له کومې دځان اوټولنې دفرد فرد غړي په استازيتوب دمننې اوکورودانۍ احساس څرگند کړم . کورمو ودان ، همدا ستاسو بې ساري ملاتړ دی چي موږ دمالمو په ښارکې دهر ډول غونډودجوړېدو جوگه کېداي شو.
درنو هيوادوالو!
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولنه دهيواداوسنيوحالاتواوناخوالوته په کتوسره، چې هرچيري زموږ ولس د نالوستوب او دهغې ناخبری له امله چې ورسره لاس په گرېوان دي غولېږي اودهيواد دکورنيو اوبهرنيو دښمنانو لخوا یې پر پاکواوسپېڅلو،ملي ،مذهبی،انسانی احساساتودخپلو نارواموخو لپاره سوداگری کېږي چې پايله یې دافغان کور ،دافغان پوسېله ورانېږ ي ، دداسي کنفرانس دجوړوېدل اړين وبلل .
ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې لخواددې کنفرانس دجوړېدوموخه داده ترڅوډله ايزی رسنۍ،فرهنگی ټولنې،سياسی اوټولنيزو سازمانو،مدنی ټولنې دولس دبيداری اوملي يووالی په برخه کي خپل گډ ملی رسالت،لکه چې دنړۍ په نوروهيوادونوکښي یې يوه رسنی اوفرهنگی ټولنه يا ټولنيز سياسي سازمان سرته رسوی دخپل ولس په گټه سرته ورسوی . که زموږ په هيواد کي دا کار په معقوله بڼه سرته ورسېږې پدې باوريم چې ددې هيواد دډيروملي ناخوالومخه به نيول سوې وي .
موږ پدې باوريوکه ډله ايزي رسنی اوفرهنگی ټولنې هرچيري چي شتون لری ځان دولس دپوهاوی اودهغوي ملي گټو ته ژمن بولی نواړينه ده چې ددې ملي کار او زيار دسمون، انسانی اوعلمی لوری دپيدا کېدوله پاره په خپلو کي ځڅو ځله سره جرگه سو .
تاسو خبرياست چې په افغانستان کښي شاوخوا ((۴۵)) تلوېزيونی چنلونه او د((۹۰ )) په شاوخواکي راډيويي ستېشنونه نشراتی فعاليت لری،خو ددوي دنشراتو زياته برخه خبريز ده ،دوي دهيواد اونړی پر مختليفو پېښوراڅرخی اوترژهغه وروسته دبېگانه هيوادونوپر هنری فلمونوددو ټول ملي فعاليت راخلاصه کيږي چې داسي نده .
مطبوعات چې زموږ دهيواد ددولتی سيستم څلورمه قوه بلل کيږي ددې پرځاي چي دولس سياسي ټولنيز اوفرهنگی بيداری اوملی يووالی دارزښتونوپه هکله پرگنو ته معلومات ورکړی اونشرات ولري،دافغان ولس دنظرپوښتنې له مخې غوڅ اکثريت دهيواددډله ايزورسنيوله نشراتواوتبليغاتو نه سرټکوي اوداپه ډاگه وايي، چي دانشرات ددې هيواد دملی گټوپه موخه نه بلکی دبهرنيو دورکړه سويو پيسو،مالی اومادی ملاتړنه په استفادې سره دهغوي موخی زموږ په هيوادکي دافغان ډله ايزورسنيو ترنامه لاندي پرمخ وړي،چې دزهروغوندی زموږ دولس پر روان اوخپل مينځی اړېکو منفی تاثير ښندي .دافغان ولس دگټوپرخلاف دغونارواهڅوپر وړاندي کله ،کله ددوي سره دمرکوپر ميزونو خبري دې کرښی ته ورسېږي چې زموږ او دافغان ولس ددې ملی اندېښنو پخلی کوی .
ددې گوتنيونې نه زما موخه نه يوازي په هيوادکي يوزيات شمير ډله ايزه رسنۍ دي ،بلکي په بهرکي هم په همدې ناروغئ اخته اودافغان ولس دتاريخي اوملی گټوپرخلاف ،انځوريز،ږغيزاوچاپي نشرات تبليغات کوي .
متاسفانه داسی ښکاری چې زموږ ډله ايزی رسنۍ نه خپلواکي اونه هم بې پرې دی ،ددوي نشرات دمطبوعاتودنشراتودنړيوالو دموکراتيکواصولواوپرنسيبونونه دومره ليری دي لکه ،همدا اوس چې ددوي او افغان ولس ترمنځ واټن دی . دوي له يوې خواځانونه دمطبوعاتوازادی اوانسانيت ته ژمن بولی خودبلي خواهغه دچاخبره په رڼاورځ دخپلو ورکړه سوو شعارو او وعدوپرخلاف حرکت اوتبليغات کوی . زموږ دډله ايزورسنيو همدې مسلکي او اخلاقي ناخوالي ته بايد دولتی اړونده چارواکي دمعينو انستيتيوتونو يا اداروله لاري جدی پاملرنه ولري اودې ټکی ته یې متوجه کړی چې هیڅ نشراتی ارگان دملی گټوپرخلاف ددموکراسي او دبيان دازادی په بهانه استفاده نسي کولاي .تاسو درانه دوستان خبر ياست چې دلته په اروپاکي دمطبوعاتو ازادي تظمين ده ،خودغې ازادی ته معن قانونی حدود ټاکل سوی،نو په کوم دليل په افغانستان کي يوه رسنۍ بايد خپل سری نشرات ولري؟ موږ خبر يو چې يوشمېر بهرنی هيوادونه دخپلوسياسي موخو لپاره دافغانستان په اوسنيو باريکو شرايرايطوکي دډله ايزورسنيودفعاليت دپراختياتراودموکراسی درواجولو ترنامه لاندي پانگه اچونه کوی .چې موږ دا ډول پانگه اچونه مردوده اودافغان ولس دملی گټوپر پرخلاف پانگه اچونه بولو .دوي دې مهربانی وکړئ په نورو برخوکي چې دهيواد داقتصادي پرمختگ سره مرسته کوی پانگه اځونه وکړي نه پدې برخه کي . زموږ جدی غوښتنه داده چي دولتی اړونده ادارې بايد دې ټکی ته جدي پام راواړوی اومتوجه سي دافغان ولس پر ډله ايزي رسنۍ پانگه اچوني تر نامه لاندي زموږ ولس دهغوي دزهرجنو تبليغاتو تر تاثير لاندي راځی .رسنۍ بايد دکليمې په واقعی مفهوم خپلواکي اوافغان ولس ته ژمنی وي،غيرله هغه ددموکراسی اوبيان دازادی،ياپدې برخه کي دپانگی اچونې ترنامه لاندي دافغان ولس دملی گټوپرخلاف ددې ماهرانه تلاښونو اوهڅو مخه بايد ونيول سي .
زموږ له نظره دبې شمېره افغان دښمنوډله ايزورسنيونه دهغوي نه شتون زموږ دولس په گټه دی .
متاسفانه زموږ دولت چې دولس اونړيوالوپه منځ کې یې په دوه سری دولت شهرت موندلی ديوه کال په تيرېدوسره لاددې دولت مشرتابه دمقامونوپرویش سره جوړ نسول،پايله یې داچي پاکستانيان دطالب او داعش په نوم دهيوادولايتونه لاندي کوی اوپه هغوسيموکي دافغان ولس عزت اوحرمت ته سپکاوی سره دخلکو سرونه پرېکوی .
دهيواددغه اوسنی او پخوانی سياسي اوټولنيز حالت ته په کتوسره چي هرلوری دبهرنيو هيوادونو گمارل سوی اودهغوي ترملاتړلاندي کسان ددولتی واک څښتنان دي، دافغان ډله ايزورسنيو ترنامه لاندي دافغان ولس پرخلاف تلاښونه اوهڅې روان دی .دغه دوه سری دولت یې ننداره کوی اويادومره بې واکه دی چې ددوي مخه نسي نيولاي .
يوځل مودفرهنگی تجاوز نه سرټکاوه هغه سرټکونه لانده خلاصه سوې چې دقومونو،ژبو،سيمو ، مذهبونو،دې اوهغه تنظيمونو،ډلو ټپلو دگټونه ددفاع ترنامه لاندي دهمدي په نامه خپلواکوافغان رسنيوله لاری دښمنانه تبيلغات اوهڅې رواني دي،چې دوصل پرځاي دفصل اوتربگنۍ دزېږېدو بوي ترې پورته کيږي .
ددې پرځاي چې ډله ايزی رسنۍ،فرهنگی اواجتماعی ټولنې اوسازمانونه زموږ دولس له روا اوملی اسلامی حقوقونه دفاع وکړی،ولس رابيدار اودخپل مکاردښمن پروړاندی یې په علمی اوسياسی پوهی اگاه اويومټی کړي،متاسفانه دهغوي په منځ کښي دنفاق تخم شيندلوماهران دي .
ددې کنفرانس دجوړېدودکاراساسی لوری دادی چي زموږ په هيوادکي دننه اوله هيوادنه بهر فرهنگی ټولنې اوډله ايزي رسنی پر ملی او انسانی ارزښتونو اودولس د هراړخيزی پوهاوی لپاره دگډکاراوفعاليت پر چارو مفصل علمی بحث وکړي ترڅو خپلو تاريخي او انساني مسوليتونوته متوجه اودواړي غاړی دگډ کار دبهير وپيلېدوته وهڅول شي .
زموږ ټولنه پدې انسانی کارکښي دهرفرد،هرې ټولنې اوسازمان بې غرضه نظريات ،وړانديزونه اولارښونې دمننې په څرگندولوسره مني .
موږ پدې باوريوکه ډله ايزي رسنی خپل رسالت دولسونودپوهاوی اوفرهنگی ټولنې هرچيري چي وي ځان دولس دپوهاوی لپاره ژمن وبولی اودغه ملی موخی ته درسېدولپاره په گډه هڅي وشي پدې باوريم چې زموږ دافغانی ټولنې ډيري شته ناخوالی به ورکې شې .
زما له نظره داډيره اړينه وه چې ددې ملي اوفرهنگی کار اوزيار دسمون ملی او انسانی لوری دپيدا کېدوله پاره په خپلو کي سره جرگه سو .
غواړو پدې علمی کنفرانس کښي زموږ په هيواد کي دننه اوله هيوادنه بهر فرهنگی ټولنې اوډله ايزي رسنی دهيوادپر ملی،سياسی،فرهنگی،ټولنيزو اوانسانی ارزښتونو اوددوي ترمنځ په اړېکودولسونود هراړخيزی پوهاوی لپاره دگډکاراوفعاليت پر چارو مفصل علمی بحث وکړي ترڅوخپلو تاريخي اوانساني مسوليتونوته متوجه اودواړي غاړی دگډکار دبهير پيلېدوته وهڅول شي .
زه نه غواړم دخپلی پرانستونکی وينا په پلمه ستاسو ښاغلو وخت ونيسم ،پدې ډاډه يم چې تاسوبه دکنفرانس په اجنداباندي په پوهېدوسره چې ډيره پخوا ستاسو دوستانوسره شريکه سوې وه دموضوع په اړوند پوره رڼاواچوئ ،د خپلو علمی اوتحلیلی ارزښتونوپه رڼاکښي به دواړي غاړي خپل گډ ملی رسالت ته متوجه اوگډملی کارته وهڅوئ . په اخير کښي يوځل بيا ستاسو له راتگ نه يوه نړۍ مننه کوم ،پدې هيله چې دکنفرانس کارپه بری سره پايته ورسېږي اوتاسودرانه دوستان اومېلمانه زموږنه له ښوخاطروسره رخصت شی .ومن الله التوفق
……………………………..

د۲۰۱۵ ز کال اکتوبر لمړی نېټه
پیغام

د افغان ولس د پوهاوي په برخه کې د ډله ایزو رسنیو او فرهنګي ټولنو رول !
اجازه راکړئ د هغه نوښت له امله چې د محترم حبیب الله غمخور له خوا ، د افغان ولس د پوهاوي په برخه کې د ډله ایزو رسنیو او فرهنګي ټولنو رول ، تر سرلیک لاندي د یوه علمي کنفرانس د جوړیدو تابیا شوي ، د ولس غږ د خپروني او د افغانستان د خلکو د ترقۍ ملي ګوند په استازولۍ مننه او قدرداني وړاندي کړم . ستاسو په څیرموږ فکر کوو ښايي نننۍ کنفرانس په یو لړ هغه تیاره کونجونو رڼا واچوي چې لا تراوسه د هېوادوالو د پوهاوي په اړوند د یو شمېر ډله ایزو رسنېو او فرهنګي ټولنو د کار او فعالیت په برخه کې له ورایه څرګندیږي . څرنګه چې نړۍ اوس په یوه کلي اوښتي او ګران افغانستان په دغه کلي کې د افغانانو د ګډ کور حیثیت لري ، دا ناممکنه ده څو دا کلی په افغانستان او زموږ هېواد متقابلا په دي کلي اغیزه ونه لري . د افغانانو د روان ملي ناورین یوه ستره ستونزه همدا ده چې په دي کلي کې هغوي د پاکستان او ایران په څیر ګاونډیانو سره در په دیوار اوسیږي ، رسنۍ او فرهنګي ټولني یي د هغوي له ګزند څخه په امان کې پاتې نه دي. له بلي خوا دپیړیو، پیړیو غزیدلو جنګونو ، بهرنیو لاسوهنو ، اقتصادي او فرهنګي وروسته پاتیوالي افغان ولس دهغو فعالو اووطنپالونکو رسنیو او فرهنګي ټولنو د شتون څخه محروم کړی چې تل یي ورته اړتیا لرله . څه باندي یوه لسیزه وشوله چې په افغانستان کې رسنۍ او فرهنګي ټولني د کمیت او کیفیت له لحاظه زیاتي شوي او هېوادوالو ته یي فعالیت لږ محسوس شوی . که څه هم په تیر کې رسنۍ او فرهنګي ټولني په افغانستان کې وي ، اما د هغوي اغیزه د اوس په پرتله ډیره لږه وه . زموږ په نظر رسنیو او فرهنګي ټولنو د افغاني جامعي د سالم معنویت د جوړولو په برخه کې تر اندازي ښه رول لوبولی . یاني خلک یي د غفلت له خوبه راویښ کړي ، افغان وګړو ته یي د خپلو حقوقو د اخستلو لار ورښودلي ، د ټولنیزو سیاسي جنبشونو په رامنځته کولو کې یي نقش لوبولی او په ټوله کې یي د افغاني ټولني د افرادو د ټولنیز او سیاسي شعور په وده کې ونډه اخستی . یانې نننی افغان نور د شلمي پیړۍ افغان نه دی . هغه د رسنېو او فرهنګي ټولنو د نقش له امله معنوي وده کړی . د اغېزی تر څنګ په وطن کې د رسنېو او فرهنګي ټولنو په وړاندې ستونزې هم شته ، یانی تر اوسه ټول هېوادوال د رسنېو او فرهنګي ټولنو تر پوښښ لاندې نه دي راغلي ، ټولي رسنۍ او فرهنګي ټولنې په ټوله مانا وطني شوي نه دي ، د دي پرځای چې د افغانستان د خلکو د ملي یووالی د ټینګولو په برخه کې هڅه او هاند وکړي ، هېوادوال د خپل ټاټوبي ابادولو ته راوبولي او د ملت او دولت د پروسی په بشپړولو کې یې ګډون ته وهڅوي ، یو لړ رسنۍ او فرهنګي ټولني شته چې د بهرنیانو په لمسون خلک قومي ، ژبني او سمتي تمایلاتو چاغولو ته تشویقوي ، د افغانستان د شته والي او نامه اړوند ورته پوښتني پېدا کوي ، د خپل خواږه هېواد او فرهنګ په پرتله د یو شمېر ساده زړو افغانانو په زړه کې اجنبي فرهنګ ته د مینی د پېدا کولو ناوړه هڅې کوي . زموږ په باور رسنۍ او فرهنګي ټولنې حساسه دنده پر مخ بیایي ، هغوی باید هېوادنۍ وي ، خلکو ټه د مالوماتو په وړاندې کولو کې ریښتوني او وطنپالونکي وي . له دي کبله موږ د ننني کنفرانس کار ته د امېد په سترګه ګورو ، هېله لرو ګډون کوونکي د خپلی پوهې او امکان تر کچې د رسنېو او فرهنګي ټولنو د رول په اړه هغه تیاری خواوی زیاتې روښانه کړي چې د هغوی د کار اوفعالیت په بهیر کې تر سترګو کیږي . موږ هم په خپل وار ژمنه کوو چې د رسنیو او فرهنګي ټولنو د کار او فعالیت د معیاري کېدو ، د حکومت له لوري د دوي د فعالیتونو د محدودیدو د مخنیوي او په وطنپالونکي روحېه د هغوی د هڅو د سمبالتیا په لاره کې ستاسو سره د خپلي مبارزي او ځواک لاره واحده کړو . په درناوي محمد اقا کوچی د ولس غږ د خپروني او ا ، ځ ، ت ، م ، ګ استازی دافغانستان دترقی ملي ګوند استازی
………………
نويسنده .زرلښت حبيب
ارزش كار مشترك رسانه هاى جمعى و انجمنهاي فرهنگى براى بيدارى و أگاهى ملت .
متاسفانه افغانستان از دیر بدین سو شاهد بحرانهای مختلفی که بیشتر سیاسی و در کنار آن اقتصادی ، سیاسی ، مذهبی و فرهنگی بوده که دقیقآ ناشی میشود از عدم دانش و تجربه درست عده از مردم این کشور که بدون در نظر داشت به عواقب یک مسله فکر کردند ، تصمیم گرفته و با عمل شان دست بکار شدند و تاریخ معاصر شاهد است که آسیب های شدیدی بر جریان عادی زنده گی خود در بیشترین عرصه ها وارد کردند، بدون شک کم دانشی اکثریت مردم ما ریشه در عوامل مختلف دارد نظام و نصاب تعلیمی ، تاثیر گذاری های فرهنگ های مختلف ، و مسایل عقیده تی یکه در کشور از راه های مختلفی آمد و اینجا استقبال گردید ، اما رسانه های کشور نیز وسیله یا افزار خوبی برای بلند بردن یا آموختاندن مردم نبود که باز هم از دیر گاهی بدین سو یا اینکه این افزار بدست گروه خاص که بر قدرت بوده و یا هم که در حال حاضر که بیشتر بدست سکتور خصوصی است نتوانسته راه معقول و برنامه ریزی شده ی را برای آگاه ساختن مردم ، تغیر فرهنگ و دولت و ملت سازی داشته باشد
در بسیاری موارد احساس میشود که حتا دست اندرکاران رسانه های رسالت خود و تعریف درست از رسانه را ندارند ، گاهی مامورین معاش خور استند که گویا نشرات را تکمیل میکنند و گاهی هم در مسند مدافع آزادی بیان و تعمیم کننده های حقوق بشر قرار میگیرند در حالیکه رسانه ها وسیله ی استند برای خبر رسانی ، آگاهی دهی و تعلیم و تربیه که بدون شک رابطه مستقیم با فرهنگ و فرهنگیان دارند حالا چگونه این رابط تامین و تکمیل میشود
فرهنگیان با مطالب و اندیشه های شان بخشی از برنامه های رسانه ها را اکمال میکنند و رسانه این مواد را نشر میکنند ، ظاهرا این دو برای معاش و امرار معیشت اینکار را میکنند ولی هر گاه تاثیر گذاری این مواد یا مطالب برای دست اندر کاران هر دو مجموعه ( فرهنگیان و اهل رسانه ها) بگونه متعارف تفهیم گردد و اینکار شعوری صورت گیرد ، مطمینآ نتایج مطلوب و دلخواه از آن بدست میاید
اینجا نیاز مبرم در این است که تفاهم میان این دو قشر بحدی باید نزدیک و علمی باشد که وقتی میخواهند در زمینه تغیر یا اصلاح کار کنند ، نه اینکه فقط یک برنامه بدهند بلکه پلانهای طولانی و دراز مدت ساخته شود که سلسله وار و خیلی دقیق درخور مردم داده شود چون ساختن یا تغیر فرهنگ چنانچه زود و آسان نیامده بنآ تغیر و یا اصلاح آن نیز به ساده گی و با عجله ممکن نیست
فرهنگیان بدون داشتن وسایل یا افزار نمیتوانند اهداف و دیدگاه هایشانرا به مردم برسانند و رسانه ها هم نمیتوانند بدون داشتن برنامه های آموزشی به پیش بروند پس رابطه بین این دو قشتر یک نیاز است و این نیاز چقدر معقول است که تعریف شده و شعوری برآورده شود در غیر آن آنچه ما میگوییم یا نشر میکنیم به اصطلاح مشتی به هوا زدن است .
……………

اکادېميسين گلدادخان
فنلنډ
د ۲۰۱۵ کال دسپتمبر۱۵
رسنۍ د بشري ژوندانه غټې او مهمې وسیلې دي
رسنۍ هغه رښتوني مهمې وسیلې دي چې د ټولنو پرسیاسي، فرهنګي او د اقتصادي جوړونو او ړنګونو پر چارو باندې په غیرمستقیمه توګه غښتلی اغېز شیندي. په بل عبارت، رسنۍ د ټولنیز ژوندانه په ټولو اړخونو باندې مثبت او منفي رول لري. د رسنیو رول د انسانانو د ذهنیتونو د بدلولو او جوړولو له لارې، د هغوی د ټولنیز ژوندانه پر ټولو برخو باندې لویږي، له دې امله د رسنیو مبارزه (یا جګړه)، یو شمېر پوهان پسېکلوژیکه – تاریخي مبارزه یا جګړه بولي.
لکه چې ټول پوهېږو، تبلیغات (رسنۍ) دوه مخونه لري. یانې، که چېرې موږ رسنۍ د ټولنې په یوې وړې برخې کې، له چاړو سره تشبه کړو، نو چاړې که د جراحۍ د ډاکترانو په لاسونو کې وي، هغوی د انسانانو ژوند پرې ژغوري او که د جلادانو او قصابانو په لاسونو کې وي، هغوی د انسانانو او څارويو مرۍ پرې پرېکوي. غټې او زورورې رسنۍ هم د سیاستوالو او د دولتي واکمنو سیاسي دریځونه او همدا ډول ټولنیز سیستمونه جوړولی، ټینګولی او همدا راز ورانولی او تخریب کولی شي. نو ځکه دا خبره ډېره مهمه او د زیات پام وړ ده چې دا دوه مخونه لرونکي چاړې (رسنۍ)، د چا په لاسونو کې دي، یانې د چلولو واک او اختیار یې له چا سره دی او د کومو موخو او غرضونو لپاره کار ترې اخلي.
د رسنیو په ذریعې د هېواد د ننه، د دولتونو ترمنځ او په نړیوالې کچې تبلیغاتي جګړې او مبارزې هم پخوا وختونه کیدلې، هم اوس کیږي او هم به په راتلونکو وختونو کې روانې وي. د رسنیو د نړیوالو تبلیغاتي جګړو یوه ستره بېلګه، د ناتو او وارسا تړونو د غړو دولتونو ترمنځ وه، کومې ته چې د سړې جګړې نوم ورکړل شوی وه. که چېرې د سړې جګړې پر مهال، د امریکا متحدو ایالتونو او شوروي اتحاد اتومي وسلې په لاسونو کې نه وای او دواړو لورو یو د بل له ډاره (له دې ډاره چې د دوی هېواد به هم د مځکې له مخې ورک شي)، پرمقابل لوري له برید څخه ډده نه وای کړي، نو د سیاسي شنونکو په عقیدې، د هغې تبلیغاتي(سړې) جګړې له امله به، دریمه نړیواله جګړه لا وختي پر نړیوالو باندې تپل شوي وای. له دې وروستۍ خبرې څخه بیا، دا پایله راوځي چې رسنۍ د جوړونکو چارو تر څنګ، تخریبونکي او د تبلیغاتي (پسېکولوژیکو – تاریخې) جګړو وسیلې هم دي. یانې رسنۍ کولی شي چې ګرمو ( وسلوالو) جګړو ته لاره پرانیزي.
زه به د رسنیو په اړه له دغو پاس لنډو یادونو وروسته، خپلې خبرې د لږ مخکې زمانې، یانې له هغې مهاله څخه پیل کړم چې لا ټولیزو لیکلیو، غږیزو، انځوریزو،..، رسنیو دومره زیاته پراختیا نه وه موندلي او په ټولنو، خاصتأ افغاني ټولنې کې یې پراخه شتون نه درلود. موخه هغه مهال دی چې زموږ په ټولنې کې لا هم د خولې په خولې خبرونو او پېغامونو رسولو او تبلیغ خاص ځای درلود. له همغو پخوانیو وختونو څخه موږ ته دا متل راپاتې دی چې وايي: خپله خوله هم قلعه ده، هم بلا. هغه مهال دا متل په هغې محدودې سیمې کې د یو تن لپاره، په دې مانا تعبیریدلو چې سړی پخپله خوله کولی شي، د ځان لپاره ښه سالم او یا هم بد او خراب چاپېریال جوړ کړي. خو نن ورځ چې د ټولیزو رسنیو سترې او پراخې نړۍ شمولې شبکې او جالونه خواره دي او ټوله نړۍ یې د پوښښ لاندې ده، په لسګونو زره وګړي په کار پکښې بوخت او لګیا دي او د کاغذ پرمخ (اوس وخت پر کاغذ برسېره د انترنېټ له لارې) په لیکلي ډول او یا په آوازونو او انځورونو کې د نړۍ د ټولو خلکو سترګو او غوږونو ته شېبه په شېبه پېښې او خبرونه رسوي، طبعأ غټ غټ جوړونکي او همدا ډول ړنګوونکي کارونه کولی شي.
زه د افغانستان اړوند رسنیزې خبرې، له همغې ګړییز حالت څخه پیلوم. لکه چې ټولو افغانانو ته پته ده، هغه مهال چې په افغانستان کې دا اوسنۍ ټولیزې رسنۍ ( خبر پاڼي، رادیوګانې، ټلوېزیونونه، سایټونه، …،) یا بېخي نه وې او یا په نشت حساب وې، هغه وختونه به خبرې او پېغامونه د خلکو د پنډغالو، لکه عبادت ځایونو (جوماتونو)، کلیو او کوڅو (چوکونو) له لارو، خولې په خولې په ولسونو او ټولنې کې خپریدې. هغه خبرې او پېغامونه هم ځینې جوړونکي او ځینې نور یې بیا ورانوونکي وو. هغه وختونه به د ځینو مهمو خبرونو د رسولو لپاره، د کلیو، سیمو او ښارونو مشرانو په ډم باندې ډهول وهلو [ په اصطلاح، ډنډوره غږوله]، ترڅو خلک راټول کړي او مطلب ورته ووايي. زموږ د کلي خلک چې زما له زېږیدو څخه د مخه وختونه زر کوره حساب شوي وو، تر دغو نیږدې وختونو پورې هم له مهمو عامو خبرو څخه، په همدې ډول خبرول کیدل.
زه دلته د خپلو همدغو پاس خبرو په اړوند، همدا د لنډې مودې مخکې وختونو د خبرونو رسولو څو ساده او د پام وړ بېلګې، د جوړوونکو او ورانونکو مفهومونو لرلو سره، یادوم.
الف– له جوړونکو خبرونو څخه بېلګه:
کله به چې د هند په کومې سیمې او خاصتأ د پنجاب سیمې کې، کومه وژونکي ساري ناروغتیا (وبا) ګډه شوله او آوازې به یې د افغانستان کومې سیمې ته راورسیدلې، نو ملایانو به په جوماتونو کې د وبا د راتګ خبرونه اعلان کړل، تر څو ولسونه خبر او تیار اوسي. خو که هغه خبر به لومړی، د کومې سیمې هغو کسانو ته چې د پیرۍ او بزرګۍ دعوې یې لرلې ورسید، نو هغوی به د خپل شهرت او خپلو ګټو لپاره، هغه خبر داسې تبلیغ او خپور کړو چې ګواکې هغه (یا هغوی) ته هغه خبرغائبانه رسیدلی دی او یا هم په خوب کې پېغمبر «ع» او یا بل بزرګوار ورته ویلي دي. نو که ولسونو د ملایانو او بزرګانو د وبا د خبر په اړه څه تدابیر نیولی شول او یا یې نیولی نشول، خو هغه خبرونه جوړونکي بلل کیدی شول. ځکه د سیمې ولسونه به د پېښو له پېښیده د مخه خبریدل.
ب – ورانوونکي خبرونه:
زموږ د هېواد د ورانوونکو خبرونو له بېلګو څخه یوه مشهوره بېلګه، د امیر امان الله خان پرضد، د انګرېزانو تبلیغ یادولی شو. دا هغه تبلیغ دی چې لا تراوسه په افغاني ټولنې کې خوله په خوله کیږي او د هېواد تاریخ پوهان یې هم تائید او تصدیق کوي. د انګرېزانو هغه د امان الله خان ضد د کفر تبلیغ، د دوی د افغاني لاسپوڅو یانې د هغو ملایانو، پیرانو او مشرانو له خوا څخه چې د انګرېزانو تنخوا خوران وو، خوله په خوله، په افغاني ټولنې کې سازمان او خپور شو. حتا د امان الله خان د اروپا له سفر وروسته یې دا ټکی هم پرې ورزیات کړو چې هغه په لندن کې انګرېزانو بدل کړی دی او د هغه په څېرې کې یې کوم انګرېز رالېږلی دی. د هغې بد او ورانونکي تبلیغ دغه نه شونی ټکی هم د هېواد ځینو ساده خلکو ومنلو. د انګرېزانو د امان الله خان ضد تبلیغ او د هغوی د نورو ورانونکو تبلیغاتو په اړه، دا متل چې وایي د ټوپک زخم جوړيږي او د خولې زخم نه جوړیږي او همدل ډول د خان عبدالغفار خان (پاچا خان) دا خبره چې ویل یې؛ هرڅوک دې چې کافر کړي مسلمان کیدلی شې، خو که انګرېز کافر کړې، بیا هېڅکله هم نشې مسلمان کیدلی، دواړه صدق کوي.
لکه څرنګه چې د رسنیو په اړوند دغه پاس افغاني متل پرځای دی، همدا ډول د پاچا خان دغه تاریخي خبره، هم په پخوا وختونو کې پرځای وه او هم نن ورځ پرځای ده. پخوا وختونه په افغاني ټولنې کې، هرهغه شئ او سامان چې ښه کیفیت یې درلود، ویل به یې چې دا شئ انګرېزی دی. د بېلګې په توګه؛ ښه ټوپک، ښه لوښي، ښې او «محکمې» جامې، حتا ټینګې هګۍ به یې انګرېزۍ بللې. هو! هغه مهال د انګرېزانو ټول سامانونه، سیاست او تبلیغ پوخ وه. اوس وختونه نور نړیوال هم پاخه لوښي، ښه سامانونه او شیان جوړوي او لري یې، خو د انګرېزانو سیاست او تبلیغ اوس هم له نورې نړۍ څخه پوخ دی. د دې خبرې په اړوند چې د انګرېزانو سیاست اوس هم له نورو نړیوالو پوخ دی، لومړۍ به یوه ټوکه وکړم او بیا به خبرو ته دوام ورکړم. یو تن انګرېز او یو تن امریکايي داسې شړط سره تړلی وه؛ له دوی څخه چې هر یو تن پاخه درواغ وویل، هغه شړط ګټي. د دروغو ویلو لومړی وار په پچې اچولو سره، د امریکايي وخوت. امریکايي خپل دروغ په دې جملې پیل کړل چې په امریکا کې یو سیاستوال وه. انګرېز هغه نورد خبرې دوام ته پرې نښود او دستي یې غږ پرې وکړو چې خبرې بس کړه، شړط دې وګټلو. امریکايی حیران شو او ورته ویې ویل چې ما لا خبره پوره کړي نه ده. انګرېز ورته وویل؛ زه ستا د خبرو تل ته ورسیدم. زه دومره پاخه دروغ، چې په امریکا کې سیاستوال وه، نشم ویلی، نو ځکه شړط تا وګټلو. د انګرېزانو د سیاست په اړه، رښتیا دا دي چې هغوی په جرمنيانو باندې دوه ځله نړیواله جګړه پیل کړله او په دواړو وارو یې د جګړو مخ د روس پر لور وګرځوه. انګرېزانو وکړی شول چې د ناپېلیون د جګړې مخ هم، له لندن څخه د مسکو پر لور واړوي.
د ۲۰۰۳م کال د عراق په جګړې کې هم، توني بلېیر له جورج ډبلیو بوش څخه ډېر ګرم او تود وه. توني بلېیر د عراق همدا د څه مودې د مخه وخت صدراعظم نوري المالکي علوي په خپل ګورت کې درلود. علوي د عراق د استخباراتو لوړپوړی چارواکی وه. هغه په هرعلت چې وه، له صدام څخه انګلستان ته تښتیدلی وه. د بوش مخې او سترګو ته د سي ای اې پراجنټانو برسېره، توني بلېیر علوي د عراق د ډله ایزو وژنو وسلو د شتون، د شاهد په توګه وړاندې، وړاندې کولو. طبعآ علوي به د خپل رقیب صدام د نسکورولو لپاره، د انګرېز استخباراتو ته هغه دروغ، له کومو سره چې د انګرېز دولتي واکمنو هم علاقه لرله، ویلي وو.
ښه! دا څرګنده ده چې دواړه مشران په دې خبرې باندې پوهیدل؛ هغه څه چې دوی یې د رسنیو خورته ورکوي، رښتیا نه دي. خو دوی غوښتل چې د خپلو موخو لپاره، د نړیوالو ذهنیتونه د رسنیو په زور واړوي او څه نه څه یې قانع کړي. …
هغه د امان الله خان ضد او دغه د اوس وخت د عراق د ډله ایزو وژنو وسلو لرلو تبلیغونه، دواړه د رسنیو ورانوونکي تبلغونه بللی شو.
په تبلیغاتو باندې د افغانانو تعجب کوونکي باورونه:
افغانان له دې امله چې ټګۍ او برګۍ یې زده نه وې، نو د نورو په خبرو باندې به یې هم، په اصطلاح په پټو سترګو باور کولو. د دې خبرو یوه ښه بېلګه، همغه د یو شمېر ساده کسانو له خوا څخه د امان الله خان د جسماني بدلونې پروپاګنډه منل، یادولی شو. خو دغه خبرې هم، د څه تېر وخت خبرې دي. زه به د نیږدې وختونو د سترګو لیدلی حال درته ووایم. ۱۳۴۲ او یا ۱۳۴۳ هش کال وه. موږ دغه مهال د کابل پوهنتون محصلان وو او په عمومي لیلیې کې اوسیدلو. یوه ورځ د کابل په ښارکې داسې خبر خوله پرخوله خپور شو چې یوې ښځې و خپل ړانده خسر ته د ډوډۍ پرځای غایطه توکي ورکړي وو، د هغې کار له امله، پر هغې ښځې باندې لعنت شو او خره شوله. دا خبر ټکي په ټکي د کابل پوهنتون لیلیې ته هم راورسید. په هغو خبرو کې دا خبره هم ورګډه وه چې هغه ښځه اوس د پولیسو سره ده او د جمعې په ورځ یې له دمزنګ څخه د کوټسنګي او سیلو له لارې په سرخلاصي موټرکې، د نوي ښار ښځینه بڼ ته وړي. د جمعې ورځې سهار وختي په زرونو خلک، واړه، زاړه، ښځې او نران، د دمزنګ څخه نیولي د ښځینه بڼ تر دروازې پورې، د سړک دواړو غاړوته د دې لپاره راټول شوي وو چې هغه خره شوي ښځه پخپلو سترګو وګوري. هغوی ټولو کړۍ ورځ انتظار وکړو، خو داسې څه یې ونه لیدل. حال دا چې که هغوی په ساینس نه پوهیدل، د اسلام دین خو یې زده وه. دوی ته په جوماتونو کې د ملایانو له خوا، په کراتو دا خبرې ویل شوي وې چې خدای پاک خپلو بنده ګانو ته په دې نړۍ کې داسې سازا نه ورکوي چې له هغه څخه څاروی جوړ کړي. د دغو پاس خبرو (امان الله خان بدلول، ښځې خره کیدل) د منلو مانا دا راخیږي چې انسانان د پوهې د لرلو سره سره، د ناسمو تبلیغاتو تر اغیزو لاندې هم راتللی شي. دا هم د نیمې پېړۍ مخکې او د افغاني ټولنې د باورونو بېلګې وې. نننۍ متمدنې نړۍ او د پراخه رسنیز نړیوال جال د خوریده وخت ته به راشم.
ننني باورونه او د هغو په رڼا کې کړنې:
دا خبره هرچاته د منلو ده چې د رسنیو په واسطې، خلکو ته تیاره کونجونه رڼا کیږي، خو له دې ټکي هم سترګې نشو پټولی چې رسنۍ، تور سپین کولی او سپین تور کولی شي. یا په بل عبارت، د رښتیاو او حقایقو پرځای باندې دروغ داسې سینګار، نصب او کوشېر کولی شي چې خلک یې رښتیا وګڼي. بېلګې:
۱ – د کندهار د ترنک له کنډواله شوي فارم څخه د اسامه بن لادېن له لوریه، د نیویارک د نړیوالې سوداګرۍ د لوړو مانیو د ړنګولو او د پنتاګون پر ماڼۍ باندې د بریدونو د چارو رهبري کول، یادولی شو. دا خبره پرهغو ماڼیو او پنتاګون باندې له بریدونو څخه یوه ورځ وروسته، د امریکا د هغې مهال جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش وکړه او د بوش هغو خبرو ته وروسته اړوندو رسنیو ډول ډول رنګونه ورکړل او په نړیوالو باندې یې، بې له کوم ثبوت وړاندې کولو، د هغه (بوش) ادعا ومنله. د هغې خبر له مخې د امریکا – ناتو او متحدینو پوځونه د عصري جنګي الوتکو، ټانکونو،…، سره پر افغانستان وروختل او هلته یې عوبل جوړ کړو، او ترننه پورې هغه غوبل پای ته نه دی رسیدلی. هغو پوځونو افغانستان د ترورېزم په لابراتوار واړولو. هغو پوځونو افغانستان د ډول ډول مافیه ګانو، په خاصه توګه د اپیمو او هېروئینو د تولید په لومړۍ درجه هېواد بدل کړو. خو د سپټمبر میاشتې د هغې درندې او زورورې بدې پېښې په اړه، یوازې نن ځینې سیاستوال د ژبې لاندې وايي؛ چېرې اسامه، چېرې د نیوریارک د ماڼیو ړنګول.
۲ – لکه چې د مخه یادونه وشوله، د عراق د ټولنیزو وژنو د وسلو لرلو او د هغو د له منځه وړلو رسنیزه مشغولتیا هم، دغې پاس خبرې ته ورته قاضیه وه چې شاته یې توني بلېیر او بوش ولاړ وو. د هغې په اړوند هم، د امریکا او انګلستان پوځونه د هوا، سمندر او وچې له لارو، پرعراق باندې ورمارش شول او په لکونو خلک پکښې ژوبل او ووژل شول، ښارونه او آبادۍ ړنګې شولې. عراق او ټول منځیني ختیز په نا ارامیو کې ډوب شولو. خو په عراق کې هغه د ډله ایزو وژنو وسلې ونه موندل شولې. د عراق په جګړو کې هم د افغانستان د جګړو په څېر، انسانیت شرموونکي پېښې ډېرې وشولې او کیږي. په عراق کې د امریکا او انګلیس د پوځونو د شتون پر مهال، یو شمېر سالمو رسنیو هڅې کولې چې د عراق د جګړو رسوا مخونه نړیوالو ته وړاندې کړي، خو لاس رسی یې ورته نه درلود. د عراق او منځیني ختیځ هغه څپه لا تېره شوي نه وه چې له شمالي افریقا څخه بله د عربي پسرلي څپه، د رسنیو په زور پیل شوله او په چټکۍ د منځيني ختیځ هېوادونو ته ورسیدله. دغې څپې لېبیا ته همغه د افغانستان او عراق غوندې دموکراسي او لویدیځ تمدن [په خاصه توګه امریکايي تمدن]، د بمونو او راکتونو په څوکو کې وروړلو او د شمالي افریقې او ځینو عربي هېوادونو لکه سوریې په لمنو کې یې د دموکراسۍ سکروټې وروکرلې. په دغو ټولو «دموکراسیو» او په خاصه ټوګه، په وروستیو «دموکراسيو» کې د رسنیو رول ډېر برجسته وه او دی.
دا ښکاره او نه انکار کوونکي خبره ده چې رسنۍ [په خاصه توګه کورنۍ رسنۍ] د یو شمېر رښتیا دموکراتو دولتونو په چارو کې ډېر مثبت رول لري. په دغو دولتونو کې چې د ولسونو د قشرونو او طبقو د ګټو د ساتلو اړوند، مختلف ګوندونه شتون لري، رسنۍ ډېر مهم رسالتونه ترسره کوي. په دغو دولتونو کې رسنۍ د واکمنو ګوندونو او اپوزېسیون ګوندونو نظریات، ګام پر ګام او شېبه په شېبه د ولسونو غوږونو ته رسوي او خلک په جریان کې اچوي. د دغو دولتونو رسنۍ دي چې واکمن ګوندونه د غلطو او ناسمو کړنو څخه منع کوي. دا د دغو دموکراتو دولتونو رسنۍ دي چې هغه ګوندونه، کوم چې د واکمنۍ پرمهال سم کارونه ونکړل شي، ولس پرې خبروي او د هغوی د بیا انتخاب مخه ډب کوي. په بل عبارت، د دموکراتو دولتونو رسنۍ، د دې هېوادونو د سیاستوالو تخرګونه پلټي او د هغوی له تخرګونو څخه ټولنې ته هم خځلې او هم عطرونه راوباسي.
رسنۍ د جګړو او سولې، غښتلي او پیاوړي وسیلې دي. د رسنیو د غشو او توعندیو ویشتل، د هغو د سرګولولو د وړلو په ظرفیتونو پورې اړه لري. نو ځکه دا د رسنیو دنده او مسئولیت دی چې د خپلو سالمو سرګولولو په کارولو سره د جګړو مخنیوی وکړي او سوله تأمین کړي. خو دغه خبره ډېره ډېره مشکله ده چې ووایو؛ رسنۍ آزادې دي. رسنۍ په جدي ډول د دولتونو له لوریه کنترولیږي. د دې خبرې چې ډېر شمېرغټې رسنۍ د دولتونو د کنترول لاندې دي، یوه ښکاره بېلګه دا ده چې د امریکا او د هغې د نیږدې متحدو دولتونو د غټو رسنیو (د بېلګې په توګه د سي اېن اېن او بي بي سي) تبلیغات، د نړۍ د مهمو پېښو او سیاستونو په اړوند همېشه یو شانتې وي. بله بېلګه یې هم د رسنیزو فعالیتونو له امله، د اډوارډ سنوډن او جولیان اسنج، د امریکا او انګلستان دا د نړۍ د تر ټولو غټو دموکراسیو لرونکو دولتونو د استخباراتو له لوریه، د نیولو او د جزأګانو د ورکولو بربنډې هڅې دي. …
د دغو پاس خبرو ترڅنګ، دا خبره هم د منلو ده چې د رسنیو څښتنان، د رسنیو چلوونکي او لابیان هم انسانان دي. دوی هم لکه نور انسانان، د چا او څه تر اغیزو لاندې دي او لاندې کیږي. نو ځکه، هغه ډول لکه چې ټول انسانان په یوې سمې لارې نشي تللی، ټولې رسنۍ هم په یوې نېغې او سمې لارې نشي تللی.
پایـــــــــــــــــلې:
لکه چې په عنوان کې مې لیکلي دي؛ رسنۍ د انسانانو د ژوندانه پر ټولو اړخونو باندې ډېرې اغېزمنې او د انسانانو د ژوندانه یوه مهمه وسیله ده. رسنۍ چې د هرچا په لاسونو کې وي، هغوی یې د خپلو سالمو او یا خدای مکړه، د نا سالمو موخو لپاره کاروي. د افغانستان رسنۍ هم له دې عمومي قاعدې څخه نشي استثنأ کیدلی. په بل عبارت، هغه څه چې په ټوله کې د رسنیو په هکله دي، په افغانستان کې هم همغه څه دي. خو په افسوس سره باید ووایم چې د افغانستان ګڼ شمېر رسنۍ، د واردې شوي دموکراسۍ تر څنګ، د بهرنیانو له لوریه تمویلیږي او د هغوی په خذمت کې دي. د دغې غټ مشکل سره سره، بیا هم زما نظر دا دی [ځکه بله لاره نشته] چې که څوک د افغاني ټولنې په اړوند دړدیږي، نو د رسنیو مورچلونه دې خپل کړي او په هغو کې دې سالم او جوړونکي دریځونه ونیسي. که څه هم، د رسنیو د مورچلونو خپلول او په هغو کې د سالمو او سمو دریځونو نیول، لومړۍ درجه پوهې او بیا یوه اندازه زرو او زور ته اړتیا لري. هو! پوهه د ټولو چارو د سمون بنسټ جوړوي، خو په نننۍ نړۍ کې هغه د ټولو انسانانو په نصیب نشي کیدلی. زور او زر هم بې له پوهې د چا لاس ته نشي ورتللی او که احیانأ ورهم شي، ساتلی (موخه د دولتونو او نړیوالې کچې ده) یې نشي. په هر صورت، د رسنیو په لاس کې نیول او د هغو څنګونه ډکول، په نننۍ نړۍ کې د موخو د لاس ته راوړلو، ساتلو او خوندي کولو، مهم او بنسټیز شړط دی.
د افغانستان د سالمو او جوړوونکو فکرونو پوهان، لیکوالان او تاریخ پوهان، که غواړي چې افغاني ټولنه ))کومه چې بهرنیانو په دې څو دېرشو کلونو کې د پاڼ پر ژۍ درولي ده (موخه جغرافیه يي ړنګیده او وېش دی)(، سالمه وده او پرمختګ وکړي، نو د افغاني رسنیو خالي، نیمګړي او نا سالم څنګونه دې، په سالمو او جوړوونکو لیکنو او خبرو ورډک کړي. زه ټولو هغو افغانانو ته چې په دغې لارې کې هر ډول نه ستړي کیدونکي هڅې او هاندونه کوي، زیات زیات بریالیتوبونه غواړم.
……………..

نجیب منلی
رسنۍ او فرهنګي ټولنې – تړلی زنځیر
په افغانستان کې د نوو مدني ټولنو او ازادو رسنیو وده هم مهاله او په غیر طبیعي ډول را منځ ته شوه.
دا وده، پرته له دې چې د افغانستان له عیني ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي واقعیتونو او اړتیاوو سره همغږې شي د بهرنیو تمویل کوونکو کړیو د سیاسي فکر او مالي-سیاسي پانګونې نتیجه وه.
له یوې خوا په هېواد کې رسنۍ په ډېر انارشیک او نا مدیریت شوې ډول ایجاد شوې. د نوي سیاسي پړاو د پیل په څو کلونو کې د تلویزیونونو شمېر تر شلو واووښت، راډیو ګانې تر سلو زیاتې وې او چاپي رسنۍ په سلګونو شوې. طبعاً دغه ډول نامدیریت شوې – په یوه تعبیر سرطاني – پراختیا د هېواد پر فرهنګي وضعې بې اثره نه وه.
له بل لوري، بهرنیو مرستندویو کړیو چې پر افغان حکومت یې د خپلو پروژو د تطبیق له پاره هېڅ باور نه درلود، خپلې ټولې پروژې – او په دې لړ کې اکثره فرهنګي پروژې – غیر دولتي جوړښتونو ته وسپارلې. په بل عبارت د هغو پیسو د لګولو له پاره چې مرستندویو هېوادونو د افغانستان د حکومت له لارې نه لګولې باید یو ډول قانوني چوکاټ پیدا شوی وای چې د انجیوګانو بڼه یې غوره کړه. دغو چوکاټونو که دا خبره شونې کړه چې د یو بې اعتباره حکومتي نظام په شتون کې یو لړ پراختیایي پروژې پلې شي نو په مقابل کې یې د حکومت د وړتیاوو لوړولو پروسه هم مختله کړه او د دولتي فساد تر څنګه یي د غیر دولتي فساد له پاره لار هم هواره کړه. د نوي نظام په لومړیو قدمونو کې د غیر دولتي سازمانونو شمېر تر څلورو زرو واووښت. که څه هم د حکومت له خوا د دغو سازمانونو د کنټرول ځینې هڅې وشوې خو شمېر یې هېڅکله تر دوو زرو ښکته نه شو. که په تېره یوه نیمه لسیزه کې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې له خوا شوې (رسمي) مرسته له هغه څه سره پرتله کړو چې د افغانستان ولس ته یې مستقیمه ګټه رسېدلې نو تناسب به یې څلورمې برخې ته هم و نه رسېږي. په څلورو ډالرو کې درې ډالره د همدغو غیر دولتي جوړښتونو په پېچلې شبکه کې «تبخیر» شوې دي.
په نړۍوالو مرستو کې د افغانستان د فرهنګي پراختیا ونډه ډېره لږه وه (د ځینو ارقامو له مخې تقریباً ۰،۲٪) خو بیا هم تر یو حده د فرهنګي ټولنو له پاره د کار زمینه موجوده وه.
دا چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د رسنیو او د فرهنګي ټولنو کار څومره د افغانستان او افغانانو له پاره ګټور و او نړۍ والو مرستندویانو څرنګه دغه ساحه د خپلو سیاسي اهدافو له پاره وکاروله بېل بحث دی چې دلته ور ته نه تم کېږم.
لکه په مقدمه کې مې چې وویل، هم رسنیو او هم فرهنګي ټولنو د نړۍوالو مرستو د مصرف د یو میکانیزم تر چتر لاندی وده وکړه. د دواړو تر منځ اړیکي له هماغه پیله ډېر نېږدې وو. اکثره چاپي رسنۍ مستقیماً له فرهنګي ټولنو سره تړلې وې خو هم دا ټولنې او هم یې رسنۍ د تمویل د سرچینو د شتون او نه شتون تابع وې.
اوس چې د بهرنیو مرستو سرچینې په وچېدو دي، د رسنیو او فرهنګي ټولنو تر منځ همکاري د دواړو د بقا له پاره ضرور ده. د دې له پاره چې فرهنګي ټولنې وکړای شي د هېواد د فرهنګ د ودې له پاره لا اغیزمن کار وکړي رسنیو ته محتاج دي او رسنۍ هم که غواړي چې په خپله ټولنه کې ځای ولري د فرهنګي ټولنو همکاري یې په کار ده.
د مالي امکاناتو محدودېدل او د بهرني تمویل ختمېدل هم فرهنګي ټولنې او هم له رسنۍ دې ته اړباسي چې پر خپل ولس او د خپل ولس پر امکاناتو تکیه وکړي. تر څو چې وړیا پیسې په لاس کې وې، هر څه ممکن وو. ډېرو، په نامه، فرهنګي ټولنو د هغو ارزښتونو د تبلیغ وظیفه په غاړه اخیستې وه چې تمویلوونکو غوره ګڼلي وو. همداراز رسنۍ هم د داخلي بازار د اړتیاوو په فکر کې نه وې. خو اوس که رسنۍ غواړي چې ژوندۍ پاتې شي باید په ټولنه کې مینه وال ولري او دا کار هغه مهال شونی دی چې رسنۍ د ټولنې فرهنګي ارزښتونو ته درناوی وکړي. تر دې دمه زموږ په هېواد کې یو شمېر رسنیو کولای شول چې د ولس فرهنګي ارزښتونه وننګوي ځکه چې د خلکو ملاتړ ورته له مالي لحاظه اړین نه ښکارېده. همدغه راز هغه فرهنګي ټولنې چې د مدني فعالیتونو په نامه لاهم له ملي فرهنګي ارزښتونو سره دښمني پالي یوازې پر بهرنیو مرستو تکیه کوي.
هغه رسنۍ چې بهرنی تمویل و نه لري او د ټولنې له فرهنګي ارزښتونو سره په ټکر کې وي په مرګ محکومې دي. هغه فرهنګي ټولنې هم په مرګ محکومې دي چې فرهنګي فعالیت یې د ټولنې له اصیلو ارزښتونو سره په تضاد کې وي.
که فرهنګي ټولنې د هېواد د اصیلو فرهنګي ارزښتونو په چوکاټ کې خپل فعالیتونه تنظیم کړای شي په ټولنه کې به خپل دریځ لاپسې ټيګ کړي او د نوي فرهنګ په تولید کې به خپله اغیزمنتیا ثابته کړي. دا ډول فرهنګي ټولنې کولای شي چې د رسنیو په سمه لارښونه کې نقش ولوبوي او رسنیو ته ولسي ملاتړ تر لاسه کړي. رسنۍ هم که پر فرهنګي ټولنو تکیه وکړي، د ټولمنلو فرهنګي ارزښتونو سره د مواجه کېدلو خطر به په دقت سره مهار کړي او د ولس ملاتړ به ولري چې همدغه ولسي ملاتړ بیا د مالي منابعو په جلبولو کې ورسره مرسته کوي.
اوس مهال د افغانستان رسنۍ او فرهنګي ټولنې د خپل لنډکي خو غني تاریخ په یو ډېر حساس پړاو کې دي. یا به دواړه په ګډه د ولس ريښتینو اندېښنو ته توجه کوي او خپل فعالیتونه به یو دبل په مرسته د ولسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه تقویه کوي او ژوندۍ به پاتې کېږي او یا به له ملي او ولسي اندېښنو فاصله نیسي، یو پر بل به بې اعتماده کېږي او ورکېږي به.
په دې هیله چې زموږ رسنۍ او فرهنګي ټولنې دغه تاریخي حساسیت پر وخت درک کړي.
…………
ولي شاه طبیب له کندهار
دفرهنګي ټولنو اوډلیزو رسنیوگډ رسالتترنامه لاندي کنفرانس ته زموږ لنډ پیغام
ترهرڅه وړاندي خپل دزړه له کومي سلامونه او احترامات د ارغنداب دانارو دیاقوتي دانو په شمیر دمالمو وټولو افغانو وروڼو اوخویندو ته وړاندي کوم اوډیر خوښ اوممنون یم چه دی درني غونډی ته بلنه راکړه سویده . کاشکی مي کولای سوای چه ستاسو په څنګ کي کښینستلۍ وای . کله چه دمالمو نوم واورم یا ولولم نو تاسي ټول غښتلي بیدار اوپه وطن مین دوستان می سترګو ته ودریږي ، دمالمو دافغانانو دراټولیدو او یوځای کیدو نه همیشه خبریږم ، همدا یی ځای دی چه دښاغلي غمخوراودده په رنګ دټولو تنظیمونکو اوغمخورانو یادوونه او تشکر ځني وکړم .
زه په جاري کال کی صرف د۱۵ ورځو لپاره وظیفتا‌ نیویارک ته ولاړم اوهلته می په ایسټ براډوی کی هوټل ونیو ، داد نیویارک هغه برخه ده چه چینایان ډیر اوسیږی اوبلکه چینا ټاون بلل کیږی ، په دي ساحه کی ټولي لوحي په چینایی ژبه لیکل سوي وي اوټول رستورانونه دچینایانو وه اوچینایی غذاوی يي ورکولي ، جالبه خو لاداوه چه دیوه چوک په منځ کي یی دخپل کوم مذهبي مشر مجسمه هم درولي وه . دامي ددي لپاره یادونه وکړه چه هرملت خپل کلتور اوارزښتونه ژوندی ساتي .
واقعا ددی اړتیا سته چه افغان ولس که په داخل کی دی اوکه په بهر کی باید چه رابیداره سي سره نژدی اویو موټی سي ،دزده کړي اوعلم په ارزښتونو پوه سي اودخپل کلتوراوعنعناتو ښه اړخونوته وده ورکړی ، اوداکار د ډلیزو رسنیو اوفرهنګي ټولنو دهلوځلو په مټ ممکن دی . په ننۍ نړی کی دافهام اوتفهیم لپاره وسایل دومره ډیر اوپرمخ تللي دی چه دسترګو په رپ کی به خبره ترهرچا ورسیږي ، نن ترهروخت زمینه ډیره مساعده ده چه اذهان سره راجمع سي اودټولنیزي بیدارۍ اوپوهي دلا زیاتوالي لپاره په څو کلیکونو سره ددنیا وهرګوټ ته درڼا پلوشي ورسوي .
ګران افغانستان دډیرو حساسو اوخطرنه ډکو پړاونو څخه تیریږي ، فرهنګي ټولني اوډلیزي رسنۍ باید فعاله اومثبت رول ولوبوی چه دافغان ولس دراټولیدو سبب وګرزي اوپری نه ږدي چه په صفونو کی یي دنفاق اوتعصب تخمونه وښندل سي . نن موږ ټول افغانان یواوبل ته دنژدی کیدو اړتیا احساسو. زموږ په ګاونډ کي دښمنان انتظارباسي چه دالوی افغانستان راولویږي اودبیګانو ترتسلط اوحمایی لاندي راسي . خودا احساس اوجذبه دافغانستان دهربچي په مغروکی نغښتي ده چه شکیلاک او تسلط نه منو اودایی په عمل کی هم ثابته کړه چه سر ورکوم خو وطن نه ورکوم ،دیواوبل دزغم اړتیا ترهروخت ډیره ده . خبره راڅخه اوږده سوه بیرته به ډلیزورسنیواوفرهنګي ټولنو ته راسم ، دټولني پوهاوی اوبیداري داسمانه نه رالویږي اونه په داڅو ویب سایټونو سره کیږي بلکه عمیق ټولنیز کارغواړي ، په افغانستان کی اوس هم ۶۵٪ نفوس بي سواده دی ، په لیرو کلیو اوبانډو کی ساده ژوند مخ ته بیایی ،دژوندانه ډیر اساسي خدمات ورته مهیا نه دي . هلته عام ولس نه انترنیت پیژني اونه فیس بوک او ددغسي ولس بیدارۍ اوپوهاوی ته سخته اړتیا سته البته چه داکار ډیرستونزمن اومشکل دی خوشونۍ دی .
فرهنګي ټولنیزي شبکي اوډلیزي رسني اړتیا لری چه داوطلب اودخپلي خوښي رضاکاران راپیدا کړی ، هغوی ته اندیشه ورکړي اوهغوی ته دپوهاوی مهارتونه ورزده کړي اودهغو پرمټ په ټولنه کی لاره پیدا او کاروکړي .
دټولني مشران ، داحساس لرونکو بانفوذه مشرانو ، ښوونکو ،ملاامامانو اونورو اهل خبره کسانو دموجودیت څخه ګټه پورته کړی اودوی دټولني په پوهاوی اویوموټي کولو کی راشکیل کړي .
ډلیزي رسنی یوله بله لیري دي اوپه منځ کی هم اهنګي په پراخه پیمانه نلري . درسنیو انسجام ته اړتیا ډیره ده ، اوس موږ په بيړني حالت کی قرارلرو او دحالاتو په نظرکی نیولو سره باید لومړيتوبونه وټاکو داسي ډیر لومړیتوبونه سته چه هغه اوس لازم نه دي چه رابرسیره سي هغه باید دثبات اواستحکام په وخت کی مدنظرونیول سي . اواوس ولس دمحوه کیدو څخه وژغورو اودکلتوري یرغل مخه دخپل کلتور درسالت په لوړولو ونیسو.په درناوی
…………………………….
د۲۰۱۵ ز کال داکتوبر ۳
واشنگتن
اکبر ایازی
د امریکا غږ د جنوبی او مرکزی اسیا د سیمو د خپرونو ریس
په افغانستان کی د مدنی ټولنی په جوړولو او د قانون په حاکمیت کی د بین المللی مطبوعاتو او په بهر کی پرتو افغانانو رول
که دیموکراسی د یو لړ افتصادی، سیاسی، ټولنیزو او کلتور مفاهیمو مجموعه وگڼونو بیله شکه چه ازاد مطبوعات د دیموکراسی یو اساسی رکن دی.
افغانستان ته د بین المللی ټولنی د راتګ سره سم افغانان چه د یوه عادی ژوند د ټولو نعمتونو نه محروم شوی وو د ژونددنوواقتصادی، سیاسی اواجتماعی چیلنجونو سره مخامخ شول. د افغانستان خلک هم لکه د دې نړۍ د نورو مدنی ټولنو د خلکو په شان ددې مستحق دی چه په داسی یوه ټولنه که چه قانون حاکمیت پکی ولری د یوه آزاد انسان په توگه ژوند وکړی. داسی يو ژوند چه دبیری، گواښ، تعصب، تشنج، تشدد او جگړې څخه خالی وی. داسی يو ژوند چه د دې خاکی نړۍ هر تبعه یې مستحق دی.
دې هدف ته د رسیدو لپاره یو اساس شرط دادی چه ټولنه ازاد مطبوعات ولری
د دیموکراسی د بقا او سلامتۍ دپاره ازادو مطبوعاتو ته لاس لرنه لازمی او حتمی ده. په خاصه توگه د افغانستان په شان ځوانه دیموکراسی جه غټ اکثریت پکی لیک لوست هم نه شی کولی. د ازادو مطبوعاتو د ضرورت دپاره کم له کمه دوه مهم دلایل راوړلای شو. یو خو دا چه ازاد مطبوعات خلکو ته دا توان ورکوی چه د خپل ژوند د ورځنیو مسایلو په برخه کی مسؤلانه تصمیم ونیسی. بل داچه ازاد مطبوعات د څارنی او نطارت کار وکوی. ازاد مطبوعات دا یقینی کوی چه د خلکو منتخب نماینده گان خپل مسؤلیتونه د هغو خلکو په مقابل که چه دوی یې انتخاب کړی دی تر سره کړی. ازاد مطبوعات د دولت او د مدنی ټولنی د نورو مؤسسو تر منځ د مینځگړی رول هم لوبوی .
سره له دې چه د افغانستان خلک د اداری فسد تر څنګ په بیره اووهم کی د جگړه مارانو او د نشه یې موادو د قاچاقبرانو په تهدید او د افراطیانو به ورځنیو حملو او تشدد کی ژوند کوی، له نیکه مرغه ازادو مطبوعاتو ته لاس لرنه اسانه اوبهتره ده.
د چاپی اوغیر چاپی رسنیو لکه رادیو او تلویزیون شمیر مخ په زیاتیدو دی. کافی رقابت موجود دی. خلک د رسانیو د انتخاب حق لری. د شخصی تلویزیونونواو رادیو ګانو شمیر لسګونو ته رسیدلی دی. خبر داده چه دا ټول څومره دخلکو په گټه دی او د خلکو سره د هغوی د ژوند په ورځنیو مسایلو کی د مسؤلانه تصمیم په نیولو کی څومره مرسته کوی. خلک څومره دقیق، عادلانه او بی طرف معلومات تر لاسه کوی. ایا دا ټولی رسنۍ د خلکو سره د داسی یوې مدنی ټولنی په جوړولو کی چه په هغې کی قانون حاکم وی مرسته کوی او که نه. زیاتره دغه تلویزیونونه، رادیوگانی او نور په سیاسی گوندونو، جنگ سالارانو، پخوانیو جهادی قومندانانو او د نشه یی موادو په قاچاقبرانواوحتی په حکومت کی په برحاله مشرانو پوری اړه لری. او زیاتره د خارجی ملکونود اهدافو د تر سره کولو دپاره د هغوی په مالی مرسته چلیږی. دهغو خبرونه، معلومات، او خپرونی پر قومی، ژبنیو، سیمه ایزو او سیاسی اختلافوبنا دی. دا ډول مطبوعات نه یوازی په ټولنه کی د قانون په ټینگولو اود مدنی ټولنی په جوړولو که مرسته نه کوی بلکه د هغې پروسه نوره هم زیانمنه کوی.
په يوه ټولنه کی چه اکثریت لوست او لیک نه شی کولی چاپی رسنۍ څه مهم رول نه شی لوبولی. مگر نوری رسنۍ په تیره بیا رادیو پوخ تاثیر درلودلای شی. احصایی ښی چه د افغانستان په سلو کی اته اتیا کورونه رادیو او نژدې پنځوس فیصده تلویزیون لری.
نړیوالی خپرونی لکه د امریکا غږ، ازادی رادیو، بی بی سی او نور چه د عامه خپرونو حیثیت هم لری د یوې داسی ټولنی په جوړولو کی چه هلته قانون حاکمیت ولری مهم رول لوبولوی شی. دا ډول رسنۍ مخکښی دی، ځکه هغوی د ټولنی اکثریت ته رسیدلی شی. د حکومت د نفوذ نه بهر دی. هغه رسنۍ چه په گوندونو، ډلو، جهادی قومندانانو او قاچاپبرانو پوری اړه لری، مختلف نطریات، او بې طرفه معلومات نه ورکوی او د دیموکراسۍ پروسه له خطر سره مخامخ کوی.
د يوې دیموکراسۍ قوت د قانون په حاکمیت ،د سیاسی گوندونو او ازادو مطبوعاتوپه موجودیت کی دی. خو هغه څه چه گوندونو په تیروتقریبا څلویښتو کلنو کی پر خلکو باندی راوستی شاید نسلونه وخت ونیسی چه خلک یو وار بیا د افغانستان په پر سیاسی گوندونو باندی اعتماد وکړی. خلک یوازی پر داسی مطبوعاتو باندی چه بې طرف، عادلانه او متوازن وی او د هغوی د فکر او غوښتونو نماینده گی وکړی باور کوی. همدارنگه یوازی همدا مطبوعات دی چه جگړه ماران، قاچاقبران او مامورین چه په اداری فساد ککړ دی ور څخه ډاریږی.
خلکو ددرو لسیزو بې عدالتیو او بې قانونیو په نتیجه که خپل اعتماد د لاسه ورکړی دی. مګر دغو رسنیو یو وار بیا د خلکو اعتماد او اعتبار را جلب کړی دی. دغو رسنیو په خلکو کی د زغم، حوصلې، تفاهم، د فکرونو د تبادلې او ملی یووالی کلتور یو وار بیاجاری کړی دی. بین المللی خپرونی نه یوازی خلکو ته بې طرفه خبرونه او معلومات ورکوی، بلکه د خلکو سره مرسته کوی چه د هغوی پر ورځنی ژوند باندی د همدې خبرونو د مستقیم تاثیر په نتیجه کی مسولانه تصمیم ونیسی.
خو دې ټکی ته هم باید پام وکړو چه ازاد او مسؤل مطبوعات د یوې داسی مدنی ټولنی په جوړولو کی چه هلته قانون حاکم وی یوازنی رکن نه دې. بلکه په حقیقت کی د مدنی ټولنی نور ارګانونه باید دازادو مطبوعاتو سره اوږه په اوږه کار وکړی.
په اروپا، امریکا اونورو هیوادونو کی د مهاجرو افغانانو دوهم نسل را پورته شوی دی. دا نسل چه اکثریت یی ښې زده کړی کړیدی باید دا هیره نه کړی چه دوی په افغانستان کی د دیمکراسۍ په ټیګښت او پیاوړی کولو کی لوی مسولیت لری. دوی ته په کارده چه د بین اللمی رسنیو او نورو مدنی موسسو ترڅنګ خپل دارسالت ترسره کړی.د دیموکراسۍ یو لوی اصل دادی چه خلک یی با خبره او پوه وی. د دی اصل د عملی کولو دپاره باید.
• بین المللی مطبوعات او د ملک دباندی افغانان د یموکراتیکو ارزښتونو او موسسو په معرفی او تقویه کی د رښتینو او موثقو معلوماتو او نظریاتو په خپرولوکی کار وکړی.
• بین المللی رسنۍ باید موٍق، بیطرفه او متوازن خبرونه او معلومات او تحلیلونه خپاره کړی. اوپر کورنیو او بین المللی مسایلو داسی بحثونه مطرح کړی چه د دیموکراسۍ په کامیابۍ او پوخوالی کی مرسته وکړی.
• ټولنی ته د دیموکرایتکو ارزښتونوپهد ور پیزندلو کی مدنی ټولنه تقویه کړی.
• د قومی او مذهبی د مخالفتونو سره په ګډه مبارزه کړی او په خلکو کی د خلکو تر منځ تفاهم او په ټولنه کی ګډ او مشترک ژوند کول تقویه کړی.
• باید د ازادو او محلی مطبوعاتو دپاره یوه نمونه وی. هغوی ته روزنه ورکړی او مسلکی کار ور زده کړی. د هغو اورګانونو سره چه د مدنی ټولنی او د قانون د حاکمیت په راوستو کی کار کوی ملګری شی.
• د افغانستان د ولس او د نورو پرمختللو هیوادونو او پخو دیموکراسیو ترمنخ د یوه پله رول ولوبوی او یو بل ته ارتباط ورکړی.
• په افغاسنتان کی ځوانانو ته فیلوشیپ ورکړی، سیمه ایز سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ کړی.
• د افغانستان د خوانانو سره د یوې پرمختللی ټولنی د جوړولو تجربې شریکی کړی.‌
• د افغانستان د پوهنتونونو په برمختګ او درسی نصاب په تقویه او پرمختګ ګی مرسته وکړی.
• د هغوی سره د ټولنیزورسنیولکه فیسبوک اودیجیتل میدیا له لاری ویدیوی کنفرانسونه جوړ ګړی.
• د هغوی سره نوې تکنالوجی شریکه کړی.

زه د افغاننستان نه دباندی ځوانانو او یا د مهاجرو د دوهم نسل څخه غواړم چه د ټولنزیو رسنیو لکه فیسبوک څخه پوره مثبته ګټه واخلی او په افغانستان کی دخپلو وروڼو او خویندو سره خپلی ټولی تجربې شریکی کړی. ترڅو د افغانستان بیوزله ولس هم د بل هر ولس په شان په دې خاکی نړۍ کی د عزت، ارامۍ، خوشالۍ او انسانی ژوند وکړی. په مینه
………………
له لندن څخه پيرمحمد باوري
په خلکو د رسنیو او فرهنګي ټولنو اغیزه څه ده
اجازه راکړئ د محترم غمخور صاحب څخه په دي مناسبت مننه وکړم چې د نننې سیمینار د رابللو له پاره یي زمینه برابره کړي ده . زه باور لرم دا سیمینار به د هېواد د ننه او بهر افغانانو له پاره د رسنیو او فرهنګي ټولنو اهمیت او زموږ په هېوادوالو د هغې اغیزه لا ښه بیان کړي او دا حقیقت به لا نور هم روښانه کړي ، که رسنۍ او فرهنګي ټولني په وطنپالونکي توګه فعالیت وکړي د یوه ملت په جوړولو او بیدارۍ کې ستر رول لوبولی شي . په داسې حال کې چې د خمکي ستوری اوس د یوه کلي حیثیت لري او په دي کلي کې زموږ هېواد د یوه کور په توګه ودانیږي ، دا نړیوال کلی زموږ په کور او برعکس زموږ کور بیا په دي نړیوال کلي یوه پر بل متقابل تاثیر لري . د دغه تاثیر په زیاتولو او لږولو کې رسنۍ او فرهنګي ټولني کلیدي رول خپلوي . یاني که د نړیوال کلي او کور ښه شناخت وشي او د هغوي د تاثیر په بیلابیلو اړخونو بلدتیا حاصله شي ، زما په نظر ښایي زیاتي ستونزي حل شي . زموږ هېواد افغانستان ولي په دومره ستونزه کې پروت دی ؟ دا ځکه چې دا رابطه تر اوسه په هغه اندازه نه ده تامین شوي ، څومره چې افغانان او نړۍ ورته اړتیا لري . تر ډیره پوري افغانستان له نړۍ لیري ؤ او همدارنګه نړۍ افغانستان ته بیګانه ښکاریده . له دي کبله افغانستان په تیارو کې پاتي شو او د هغې د بدي اغیزي له امله دادی زموږ هېواد د جګړو او بربادیو ډګر دی . هغه هېوادونه چې ځانونه یي نړۍ ته ورپیژندلي د نړۍ د زیاتو بریالیو تجربو څخه مزه اخلي ، په ځان متکي دولتي نظام لري ، په سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي برخو کې یي د لیدو وړ کامیابۍ ګتلي . له مکتب ویلو خوند اخلي او د خپلو دیني چارو د اجرا په سبب خپل روح پاکوي . دلته رسنۍ او فرهنګي ټولني خپلي دندي د وطنپالني په روحیه مخته بیایي ، یاني هم د ډموکراسۍ اصول مراعاتوي او هم د خپلو خلکو اواز رسا ساتي . څرنګه چې زموږ په هېواد کې د ډموکراسۍ تجربه ځوانه ده ، په هماغه اندازه رسنۍ او فرهنګي ټولني ځواني دي . تر اوسه د افغانستان رسنۍ او فرهنګي ټولني دومره پخي شوي نه دي چې د اوسنۍ سختي جګړي په شرایطو کې د هېواد ګټي هغه شانته منعکسي کړي چې ورته اړتیا شته . د کندز د ښار اویو شمیر ولسوالیو د سقوط په مهال د هېوادوالو د خبرتیا او د امنیتي ارګانونو د عملیاتي تیاریو آړوند رپوټونو د خپرولو په هکله یو شمیر رسنیو او کلتوري فرهنګي نهادونو ښه چلند ونه کړ. له یوي خوا یي د خپلو تبلیغاتو په وجه د خلکو اندیښنه زیاته کړه ، یو لړ خلک یي په لوي لاس د دوښمن سره د همکارۍ په ذهنیت برابر کړل ، په عمومي توګه د خلکو مورال کمزوری شو . له بلي خوا رسنیو ته داسي کسانو لاره وموندله چې د ملی یووالي د حکومت په مشرانو زیاته ملامتي ورواچوي او ان داچې په هغو ملنډي ووهي . ښایي یو شمیر رسنۍ داسي ووایي چې دوي خلکو ته د ریښتیا ویلو دنده لري له دي امله هغوي ټولي هغه څرګندوني ځپرولي چې د خلکو له خوا د لوړپوړو چارواکو په ادرس ویل کیدلي . زما په نظر د یو لړ رسنیو او کلتوري فرهنګي ټولنو دا ډول چلند مسلکي چلند نه دی . هر هېواد په تیره بیا افغانستان ملي ګټي لري ، رسنۍ او فرهنګي نهادونه تر بل هر چا باید دا ګټی ژوري درک کړي او د هغي مطابق خپل رسنیز او فرهنګی فعالیتونه منظم کړي . څرنګه چې زموږ په هېواد کې جګړه روانه ده ، د افغاني ټولني مهم بنیادونه درزیدلي دي ، د خلکو ملي یووالي ته تاوان رسیدلی دی ، د وطن د دوښمنانو تحریکاتو خلک ډیر حساس کړي ، په ډیره کوچنۍ خبره هېوادوال لویو بحثونو ته هڅول کیږي ، رسنۍ او فرهنګي نهادونه د عملکرد په جریان کې اړتیا لري ، د وطنوالو د احساساتو د پارولو څخه په ډډي کولو د روغ نیتۍ په روحیه خلکو ته د حقایقو په رسولو کې اقدام وکړي . تاسي وګورئ د ټاکنو بهیر د رسنیو د ناکافي مالوماتو له وجي څومره پیچلی شو . د الکترونیکي تذکرو د ویش او په هغي کې د افغانیت او اسلامیت د توکو د زیاتولو موضوع ته څومره بد کږلیچی ورکړل شو. زه دا نه وایم چې رسنیو او فرهنګي نهادونو په افغانستان کې مثبت رول نه دی لوبولی . نه ، رسنیو او فرهنګي نهادونو د معنوي فعالیتونو په ساحه کې د ارزښت وړ کار کړی دی . دا رسنۍ او فرهنګي ټولني دي چې د خلکو د ټولنیز شعور په لوړولو کې یي تر اوسه مهم رول لوبولی او ښایي خپل دغه رول لوبولو ته په راتلونکي کې هم ادامه ورکړي . اوس چې زموږ خلک په ازاد ډول خپل چارواکي او حکومت انقادوي او یا د خپل هېواد د معنوي پانګي د غنا په لور ګامونه اخلي د رسنیو او فرهنګي ټولنو د مثبت رول پایله ده . په درناوي

………..
دروسې فدراتيف جهوريت – مسکو
د۲۰۱۵ ز کال دسپتمبر ۲۵
په فدراتیفه روسیه کې دافغانانو دسراسري ټولنې دکاري مرکز اوپه دغه هیوادکې د مهاجرینو دنړیوال کانګرس پېغام !
ګران ، منلی غمخور صاحب او د دغه لوړ علمی کنفرانس درنو جوړوونکو!
تر هر څه د مخه له مسکو څخه په فدراتیفه روسیه کې د افغانانو دسراسري ټولنې د کاري مرکز او په دغه هیواد کې د مهاجرینو دنړیوال کانګرس د مشرتابه هیاتونو سلامونه او نېکې هیلې درته وړاندې کوم او بیا په دې اهم کنفرانس که د صمیمانه او دوستانه بلنې څخه مود زړه له کومې مننه کوم.
زه په داسې حال کې د کنفرانس په مناسب تاسو درنو دوستانو ته دمبارکئ او نیکو هیلو پیغام استوم چې تازه له افغانستان څخه مسکو ته ستون شوی یم او ما هلته د سر په سترګو د مطبوعاتي او رسنیز تاو تریخوالیو او د ژورنالیزم د نورمونو د نه رعایت روښانې بېلګې لیدلي،ځکه خو نو ستاسو دغه کنفرانس ته د ډېر اهمیت او د قدر په سترګه ګورم.
هغه موضوعات او سرلیکونه چې ښاغلي غمخور صاحب ماته را لېږلی وو په غور سره وکوت اوسخت ډاډه شوم چې درسنیزو ناخوالو د له مینځه وړلو د پاره دادی شکر له هیواده بهر هم پر هیواد مین او زړه سواند فرهنګیان شته چې فکر کوی او د حل لارې ورته لټوي.
درنو دوستانو!
مطبوعات او په عامه توګه رسنۍ د هر ارګان د پاره د سترګې او امسا حیثیت لري .چیرته چې یوګوند، یوسازمان،یوه اداره او ارګان تللای نشي .رسنۍ یې هلته ځي او د هغه پيغام روسوي. له دې امله د رسنیو اهمیت او ارزښټ په ټولنه کې خورا زیاد دی.او ورسره د رسنیو مسوولیت هم دادی چی صداقت،ایمانداری او دانسانی کرامتونو د ساتلو مسایلوته پوره پام وساتي.
نن تاسو د هغه ناخوالو په اړه غږېږي چې په رسنیو کې ورته یا دچا پام ندی شوی او یا هم د مسلک د ادابو دنه رعایت له امله له پامه غورځول شويدي . غواړئ چې د هیواد په دې غمیز حالت کې رسنئ د څلورم ځواک په توګه باید داسې آراسته او پیراسته وي چې په ټوله متانت سره د مثبت پیغام په لېږلو سره ټولنه د بدلون او سمون لارې ته رهنمایي کړي . زه دا لوړه هیله او ستر ارمان ، ددغه لوړ علمي کنفرانس په وجود کې کتلای شم.
اجازه را کړئ چې د کنفرانس د جوړولو کمېټي او تاسو ټولو ګډونوالو ته د هغه په کار کې دلویو بریالیتوبونو هیله وکړم او د لوی خدای له درباره وغواړم چی د فرهنګ ډیوه دې تل بله ساتي څو زموږ دا ډول فرهنګیان تل د خپل هیواد او ملت د هشیارئ او ویښتوب دپاره همداسې هڅاند او تاند کارونه او اقدامات تر سره کړي.
بریالی دی وې د کنفرانس کار او ژوندي دې وي ددغه علمي کنفرانس ټول ګډون کوونکي.
په ګران افغانستان کې د یوه با رسالته او ژومن ژورنالیزم په هیله چې و کولای شي د هیواد مسایل ،په صادقانه توګه منعکس کړی. والسلام
غلام محمد جلال په فدراتیفه روسیه کې د افغانانو دسراسري ټولنې د کاري مرکز او په دغه هیواد کې د مهاجرینو دنړیوال کانګرسرییس
……………………..
هدايت الله هدايت
اسټرليا

غربي ډله يزي رسنۍ؛ پټ او ښکاره هدفونه

انسان د خپل تاريخ په اوږدو کي هميشه د خپل همنوعه سره د اړيکو د نيولو په حالت کي وو اوددې اړيکو د پراختيا او و نورو ته د خپلو افکارو د لېږلو د پاره يې د زیاتو لارو څخه استفاده کړېده چي دغه لاري د هماغه وخته راهيسي بيا تر اوسه پوري خپل تکاملي بهير وهلی دئ .په دې تکاملي بهير او خاصتاًْ په دې اوسني عصر کي څوک په قطعي اويقيني توګه دا ویلای سي چي نن پر بشري ټولنه باندي د رسنيو څخه بغير د اثر ښندني بله داسي قدرتمنده وسيله نسته .
ډله ايزي رسنۍ د ټولو هغه ځانګړتياوو سره چي لري يې؛ د پيغام رسول يې لومړنۍ ځانګړتيا ده . رسنۍ په هر رازي تعريف کي يا پخپله پيغام دئ اويا داچي و پراخو پرګنو ته د يوه چا، د يوه ګوند، د يوه دولت، د يوه سياسي مکتب ، د يوه دين يا يوه مذهب ،ديوه تجارتي شرکت او يا د يوې ډلي د پيغام ، د هغوی د عقايدو او نظريو ، د هغوی د اهدافو او غوښتنو د خپرولو اورسولو د انعکاس وسيله ده او بس د همدې دپاره مينځته راغلي دي .ډله ايزي رسنۍ د خپل رسالت او ماموريت په خاطر چي ځانته يې ټاکلی دئ، پرګنې د خپل پيغام د متن و منلو او عمل ته را بولي ، او څرنګه چي مخاطبين يې پراخي پرګنې تشکيلوي نو د جهاني کېدو يا ګلوبلاېزیشن استعداد لري .
څو لسيزي کيږي چي دټولنيزو علومو پوهانو په انسانانو کي د نظر د تغییر يا د هغوی په کړو وړو کي د بدلون ومطالعې ته خاصه پاملرنه درلودلې ده . دغه کارپوهان د تبليغاتي مؤسیسو ، د سياسي سازمانو او د لويو تجارتي شرکتو لخوا ودې ته هڅول سوي وه چي هغوی ويوې داسي اساسي پوښتني ته ځواب ولټوي چي څرنګه وکولای سي د خپلي خوښي مفاهيم په نورو ومني او خلک د خپل نظر و بدلېدو ته را کښېباسي ؟
د پخوا راهيسي داطلاعاتو او د پرګنو سره د اړيکو د ټينګېدو شېوه تل دحاکمو قدرتو د تسلط يو عمده محور ګڼل کېدئ او اوس هم ګڼل کيږي . د خلکو پر افکارو باندي تسلط هميشه يوه مرکزي مسئله وه چي خاصتأٌ حاکم استعماري دولتونو او تجارتي لويو شرکتونو تل دا کوښښ کاوه او اوس يې هم کوي چي د پرګنو پرکاراو عمل باندي ځان برلاسی کړي او هغوی د ځان په ګټه را واړوي . د هغوی و عمل ته شکل ورکړي او په دې توګه پر ټولنو او ولسونو باندي د خپل قدرت سلطه ثابته او هغه دوامداره وساتي . درسنيو يا د ميډيا د جهاني کېدو پروسه بس د همدغه بنسټيز فکري او نظري لوري څخه سر را پورته کړی دی او د شلمي پېړۍ په نوي يمه لسيزه کي يې د لوېديځ په علمي، سياسي، اقتصادي او فرهنګي کړيو کي لاره پرانيستې ده . په دې عرصه کي خاصتاً دامريکا د سرمايه داري سيسټم په متن کي چي د ټولي نړۍ و سلطې ته يې نينګلي دي نو و هغه ته يې خاصه پاملرنه کړېده . په دې لړ کي پخپله جهاني کېدل يا ګلوبلاېزېشن هم چي په نړۍ واله سطحه ټولنيزي اړيکي او دانسانانو راشه درشه يو د بل سره پېيي ، داسي يوه پروسه را شروع کړېده چي په هغه کي ټول جغرافيايي قيد و بندونه، ټولنيز ، فرهنګي او کولتوري رسم او رواجونه، او عنعنوي کردارونه پردا بله خوا را اړوي او هغه ته په دې خاطر بدلون ورکوي تر څو هغه د نړۍ وال حاکم مالي او اقتصادي سيسټم په خدمت کي را ولي او د ولسونو او هيوادونو ﻻس او پښې د خپلو غوښتنو او طرحو په کړيو کي ور بندي کړي . دغه کردار په حقيقت کي هغه څه دی چي امريکا و هغه ته غربي ارزشونه وايې او غواړي د همدې رسنيو په ګمارلو او کارولو سره هغه پر ټوله نړۍ باندي ومني او جهاني يې کړي .
و دې هدف ته د رسېدو دپاره د ډله ايزه رسنيو څخه لکه، ټلوېزون ، راډيو، ورځپاڼي، مجلې،کتابونه،سينمايي فلمونه ،ويډيويي کليپونه، سټلاېټ، اينټرنيټ، او داسي نورو څخه د اصلي وسيلو په توګه کار اخيستل کيږي اود همدغو وسيلو په ذريعه ټوله هغه څه چي زموږ په ماحول کي پيښيږي نو موږ ته يې د همدې ميډيا يا رسنيو په ذريعه را انځوروي . د هيوادو پر ذهني او فکري ماحول باندي تهاجم کوي او دهغوی ملي او فرهنګي هويتونه او ارزشونه لومړی لړزانه کوي او وروسته يې له مينځه وړي او پر ځای ئې خپل په اصطلاح غربي ارزشونه خپروي . په حقيقت کي دا رسنۍ دي چي د خپل مخاطب په ښکار پسې چي همدا پراخي پرګنې دي را اخيستې ده او په خپل هنري او حرفوي مهارت سره د هغوی سره ارتباط نيسي ، هم خپله خبره ورته رسوي او هم يې په فکري ماحول کي کار ور باندي کوي . د دغه رسنيو مرکزونه چي په موډرنه وسايلو مجهزه دي د يوې خوا پر خپلواکه ملتو او دولتو باندي د لو يو قدرتو د رواني عملياتو وسیله ګرځي او دبلي خوا په ټوله نړۍ کي د ځوانانو دکنټرول، د هغوی د ضعیفه کولو، او د خپلي خوښي د اهدافو پر لوري رهي کوي .
ډله ايزي رسنۍ په بېلابېلو عرصو کي خپروني لري چي په بېلابيلو شېوو سره هغه پر مخ بيايي او تر موږ پوري يې را رسوي . ځيني يې د خبرو رسولو دنده لري ځيني يې بيا د تفريح او ساعت تيری لوری نيولی دئ، ځيني يې مستقيماً د خپلو مخاطبينو عقل او فکر ته متوجه دي او په هغه کي کار کوي او ځيني يې بيا انساني عواطف او احساسات تر خپل تير ﻻندي را وستي دي او خپل هدف ورباندي تپي . ځيني پر مختللي وسايل بيا د سوداګرۍ د تبليغ او ترويج عرصه نيولې ده او وچه ګټه يې مدنظر وي، ځيني يې بيا نور . ددې خبري مانا داده چي په ننۍ نړۍ کي درسنيو نقش خورا زيات د پام وړدی . ددې رسنيو اداره او واک که دداسي کسانو او سازمانو په لاس کي ولوېږي چي په انسانانو کي د متقابل احترام، سولي، عدالت، وطن دوستۍ، يو موټيتوب او بشر پالني روحيه ټينګه او دخپرونو معيار يې پر اخلاقي فضيلتو، برابري ، احترام او پر واقعي انساني مفاهيمو باندي بينا وي نو مسلماً بشري ټولنه او ټول ولسونه به دهغه نه ګټه پورته کوي . دغه رسنۍ به د انسانانو د ژوند په ښه والي کي ګټور ګامونه اخلي، په نړۍ کي به د سولي او امن په تأمين او پراختيا کي به لوی لاس لري ، د انسانانو او د راتلونکي نسلو ترمينځ به د عالي تفکر، اخلاقو او فکري وړتيا ممثل ګرځي اوو به کولای سي چي انساني ټولنه د نيکمرغۍ او سالمي عادلانه ټولني په جوړېدو کي و عالي مدارجو ته رهي کړي .
خو کله چي د دغه رسنيو مهار او اداره لکه همدا اوس چي د نړۍ د حريصو ثروتمندانو ، د اقتصادي لويو شبکو او د وسلو د جوړولو د عظيمو کمپنيو په ولکه کي راغلې وي ، نو د هغوی څخه به دګټي او د خپلو توليداتو د خرڅلاو د پاره کار ا خيستل کيږي ، د نړۍ وال مارکيټ او د بازار عمده ښارګونه به يې په خپل لاس کي را ايساروي او د همدې هدف دپاره به د نړۍ و هر کونج ته د استعماري جګړو مزي غزوي او د هغوی و حقانيت ته به دروا غجني شجرې جوړوي . دغه رسنۍ اوس د داسي شبکو په واک کي کښېوتي دي ، چي انساني ټولنه يې يرغمل نيولې او راتلونکې يې د خپلو ناپايه ګټو پر خوا رهي کړېده او هر څه چي غواړي نو بس د خپلو اهدافو په خدمت کي يې راولي .
د رسنيو چارو کارپوهان په دې باور دي چي نن تر دې بل لوی قدرت نسته چي يو څوک يا يوه شبکه دي د عمومي افکارو واک په خپل لاس کي ولري او هغه ته دي بيا دخپل مرام او هدف سره سم لوری ورکړي . هيڅ يو پاچا، يا يو جمهور رئيس، هيڅ يو صدراعظم يا يو حاکم جنرال او ګوندي او مذهبي مشر که هرڅومره د قدرت خاوند او يا دهغه و ساتني ته لېواله وي، نسي کولای چي د هغي يوې کوچنۍ خو هستمني ډلي د قدرت سره ځان برابر کړي کوم چي نن يې د ډله ائزه رسنيو کنټرول په لاس کي نيولی دئ . ددې کسانو قدرت په نړۍ کي هومره زيات دی چي کولا سي و هري کورنۍ ته هم ځان او هم خپل پيغام ورسوي او هم پر هغوی باندي اثر وښندي . دا داسي يو قدرت دی چي د هر ښاري ،د هر کليوال، د هر ځوان ، د هر بوډا، د هر بډای او د هر فقير او د هر اومي او د هر متخصص و فکر او ذهن ته ﻻره پيدا کوي او کولای سي هغوی ته د خپلي مرزې سره سم شکل ورکړي . د رسنيو او اړيکو په چارو کي ځيني کارپوهانو باور څرګند وي چي د نړۍ د خبري رسنيود مراکزو مالکان د داسي يوه قدرت خاوندان دي چي د تاريخ هيڅ يوه نظامي سردار هيڅکله هم داسي يو قدرت نه وو درلودلی . دا ځکه چي د نړۍ د ډله ايزه رسنيو مالکان پوځي لښکر نلري خو د پېچلو لارو چارو نه د خلکو په سياسي او ټولنيزو پريکړو او تصاميمو کي بې درکه تأثير پريږدي او عملاً د نړۍ والي ټولني په مختلفو عرصو کي بېلابېلي پرمختياوي رهبري کوي .
دغربي رسنيو تلاښ دادئ چي و لويو پرګنو ته ووايې څرنګه ددې يا هغي موضوع په هکله فکر وکړي . نن ټوله هغه څه چې موږ يې د پيښو او انځورونو د رويه دلته يا هلته وينو يا يې اورو يا يې وايو دا ټوله داسي څه دي چي زموږ په شاوو خوا کي په مختلفو اشکالو پېښيږي ، دا ټوله موږ يا د ورځپاڼو دلاري، يا د راډيوګانو د ﻻري او يا د ټلوېزيونو يا د مجلو، انټرنيټ او فلمو او دې ته ورته نورو رسنيزو وسايلو دﻻري تر لاسه کوو.
دغه رسنی د خبرو او اطلاعاتو په ښه تنظيم کي او هم په هغه پروګرامو کي چي د خلګو د سرګرمۍ باعث ګرځي په ډېر دقت او مهارت سره عمل کوي . هغوی د مختلفو او دقيقو اروا پېژندني د ميتوډونو، تاکتيکونو او لارښونو څخه په کار اخيستو او د همدغه موډرنه وسيلو په وسيله يې تر خلکو رسوي او خپل اهداف پکښې تعقيبوي .
پر رسنيو باندي د سرمايې واکمني رسنۍ د ځان په ګټه غلاموي
د پخوا څخه په امريکا او غربي نړۍ کي د ورځپاڼو او نورو رسنيو مالکانو په دې خاطر چي رسنۍ د سوداګرۍ ، ګټي او شهرت د لاسته راوړلو د پاره يوه ګټندويه او مؤثره وسيله وه نو د همدې هدف د پاره يې استعمالوله . په همدې لحاظه وو چي په هغه وخت کي رسنيو خپل سياسي او ټولنيز اهميت دلاسه ورکړی وو. په امريکاکي خاصتن د نولسمي پېړۍ په ورستيو کي يعني د هغه راهيسي چي ددې هيواد صنعتي کېدل شروع سوه ، ورځپاڼو او خبرو ته هميشه د يوې تجارتي متاع په حيث کتل کېده او ډېر لږ يې د هغه و ټولنيز ارزښت ته ارزښت ورکاوه . د غټو کارټلانو جوړښت او د مطبوعاتو د توذيع او تکثير د مصارفو لوړ ېدل ددې باعث سوه چي د مطبوعاتو سوداګري او د هغه څخه د نفعي او ګټي لاسته راوړل هم و سوداګرانو ته تر هر څه زيات اولويت پيداکړي . د ورځپاڼو د مرګ او ژوند سرنوشت هم د بازار د تقاضا پر بنياد او د داسي مناسبو خبرود خپرېدو په متن کي ټاکل کېدی . يوازي هغه ورځپاڼي او رسنۍ به ژوندۍ پاتي کېدلې چي بس تر ټولو زياتي ګټي به يې در لودلی !
په را وروسته کي غربي هيوادونه او بيا د ټولو په سرکي د امريکا متحده ايالات چي نن و ځانته د يوې برتري ټولني ادعا کوي ، و خپلو استعماري اهدافو ته د رسېدو دپاره چي هماغه د نورو ملتو او هيوادو د مادي او معنوي هستيو او شتمنيو چپاول دی، د خپلو طرحو و تطبيق ته او پر ټوله نړۍ باندي دخپلو ليبرالي ايډيالونو و تحقق ته يې څه ناڅه لنډه زمانه مد نظر نيولې وه، څو و کولای سي د ټولي نړۍ پر هستيو باندي لاس تېر او ځان د يوې برتري ټولني په حيث پر ټولي نړۍباندي واکمن کړي . دغه اهدافو ته رسېدل سربېره پر دې چي و يوه قوي جنګي ماشين ته يې اړتيادرلودله و يوې قوي تبليغاتي رسنيزه شبکې ته يې هم حياتي ضرورت درلود . همدغه اړتيا وه چي نن دغه دواړه اهرمونه يعني هم جنګي ماشين او هم درسنيو غولپيکره او موډرنه شبکې چي ښارګونه يې د سرمايې د لويو کارټلانو، دلويو تجارتي او عظيمو کمپنيو او د وسلو د جوړېدو د لويو کارخانو په لاس کي راغلی دي او يوازي د همدغه څوسوه ميليارډ ډالريزه رسانه يې شبکو په مرسته تلاښ کوي د نړۍ د هيوادو پر بازار او ذهني ماحول باندي خپل حاکميت او تسلط وساتي .
نن دغه څه په امريکا کي «د بهرنيو اړيکو شورا » پوري چي د امريکا د تصميم نيولو تر ټولو لوړ غير رسمي ار ګان دی، اړه لري . دغي شورا ته يې لا د پخوا څخه د کارټلانو او لويو سرمايه دارانو د فکر او اندېشې د شورا نوم ورکړی وو . ډير کارپوهان په دې باور دي چي دغه د « بهرنيو اړيکو شورا »، په نړۍ کي د ډله ايزه رسنيو او عمده خبري آژانسو د سازمان ورکونکي او سمبالونکې اصلي مرجع ده . په واقعيت کي ټوله هغه څه چي په همدې شورا کي تر سره کيږي هغه داسي تلاښ دی چي د پټو خارجي لاسو په ذريعه او د هغوی د نامريي تصويري او ږغي امواجو په مرسته خپل ځان د ملتو په ذهن کي ځايوي او ځان و هر ځای ته ورسوي .
کله چي خلک د ټلوېزوني چينلو ننداره کوي، يا په سينما کي کوم فلم ګوري، او يا و راډيو ګانو ته يې غوږ نيسي، يا يو ثبت سوې موسيقي اوري او يا کومه ورځپاڼه، مجله ياکتاب وايي، نو ډېر يې و دغه څه ته نه متوجه کيږي چي ددې ټولو معلوماتو او خبرو تر شا ، د همدې شورا دسازماندهۍ لخوا د رسنيو لوی شرکتونه ولاړ دي او دا هغوی دي چي هم دغه اطلاعات او برنامې جوړوي ، هم يې خپروي او هم يې په خپله ګټه تر هر ځايه رسوي تر څو د انسانانو ذهني او فکري ماحول په خپل کنټرول کي ولري . په واقعيت کې همدا موډرنه رسنۍ دي چې د دولتو او هيوادو پرځای پخپله وميدان ته راوزي اود خلکو ذهنيتونه او د بازارو کنټرول په لاس کې نيسي ، د خلکو د سليقو سره سم د پېښو او بازار سمت د خپلو ګټو پر لوري رهي کوي او هغه د خپل مقصد پر خوا را اړوي . د رسنيو اهميت په دې خاطر بيخي زیات دئ چي دمخاطب پر افکارو او احساساتو اثر ښندي .
په دې بهير کي د نړۍ عمده خبري آژانسونه لکه « آسوشيټد پريس » ، «يونايټدپريس »، ‹‹ رويټرز » ، ‹‹ فرانس پريس » او همدارنګه ټلوېزوني وتلي او موډرنه شبکې د غرب د تبليغاتو اصلي اهرمونه دي چي پر ملتو باندي خپل اطلاعاتي او فرهنګي تهاجم ترسره کوي او هغه ته نوې او سيسټماټيکه بڼه ور کوي .
د پورتنيو مباديو په روښنايي کي اوس اصلي پوښتنه داده چي د نړۍ ددغه عمده او قدرتمنده ډله ايزه رسنيو مالکان چي د ټولي نړۍ کوچنۍ او غټو رسنيو ته خبر جوړوي او مواد ورکوي څوک دي ؟ په يوه سر سري او لنډه څېړنه کي دا نتيجه لاسته راځي چي د نړۍ بېلابيلي انحصاري ډله ايزي رسنۍ د ټلوېزیون، راډيواو سینما څخه رانيولې بیا تر موسیقۍ اوچاپي مطبوعاتو پوري لکه ورځپاڼي، مجلې، کتابونه او داسي نور په دغه نړۍ وال سیسټم کي د څو عمدتاً يهودي سرمايه دارانو په انحصوار او ولکې کي راغلي دي .
په نړۍ کي د نورو ټلويزوني شبکو تر څنګ په مجموع کي شپږ تر ټولو لويي ټلوېزوني شبکې يعني (سي بي ايس (C.B.S) ، ان بي سي (N.B.C) ، اي بي سي (E.B.C) ، سي اين اين (C.N.N) ، بي بي سي (B.B.C) او سي بي ايس (C.B.S) موجودي دي چي څه کم يو مليارډ انسانان يې تر خپل خپرنيزو فريکانسيو ﻻندي راوستي دي . دبلي خوا همدا اوس سوني SONY د جاپان مشهوره الکټرونيکي کمپنۍ، د سي بي ايس ريکارډز ( C.B.S) او کولمبيا پيکچرز (C.P) مالکه سوېده . د امريکا د ABC د ټلوېزيون ماهواره اي سراسري شبکه، والټ ډيزني رانيولې ده . د والټ ديزني د رسنيو د مجتمع مشرتوب هم د يهودانو په لاس کي دی چي يوازي په ۱۹۹۷ کال کي يې ۱۳ ميليارډه ډالره عايد درلود . د ډيزني امپراطوري چي عظيمي راډيويي او ټلوېزوني شبکې يې په ولکه کي دي تر ۱۰۰ ميليونه زيات غړي لري چي يوازي په امريکا کي يې د رسنيو مجموعه و ۲۲۵ دستګاوو ته رسيږي او په اروپا کي هم څو ټلويزيوني شرکتونه په همدې مجتمع پوري تړلي دي .
همدا اوس د موسيقي د ثبت شپږ عمده کمپنۍ د ټولي نړۍ په سلو کي ۷۵د موسيقي د محصولاتو انحصار په خپل لاس کي لري . په امريکا کي د فيلم جوړولو اوه عمده کمپنۍ د ټولي نړۍ د سينمايي فيلمو د توليد کنټرول او دهغوی د توذيع انحصار په ﻻس کي نيولی دئ . امريکن آن ﻻين (American On Line) چي د امريکا د انټرنيټي خبرو د عرضې تر ټولو لويه شبکه ده په ۲۰۰۰ م کال کي د ټايم وارنر شرکت Time Warner لخوا په ۱۶۰ ميليارډه ډالرو را نيول سوه او په خپل دې شراکت سره يې د نړۍ تر ټولو لويه رسانه اي شبکه جوړ کړه . را وروسته دا يهودان وه چي د AOL کامل اختيار يې په لاس کي ونياوه . د غي عظيمي کمپنۍ د فيلم جوړولو اصلي بازار هم په لاس کي نيولی دئ، د (CNN) ټلوېزوني شبکې هم د انټرنيټ لوی ښارګونه او عمده چاپي رسنۍ يې په خپله قبضه کي راوستي دي چي دنړۍ تر ټولو لويه در سنيو شبکه يې و ځان ته منحصره کړېده . د وارنر برادرز (Warner Brothers WB) د فیلم جوړولو کمپنۍ د لاري ده چي امريکا خپل فرهنګ او باورونه و ټولي نړۍ ته خپروي .
ددې څو مثالو په را وړلو سره ليدل کيږي چي دا څو محدوده امريکايي کمپنۍ او شرکتونه دي چي د ټولي نړۍ د رسنيو اصلي ښارګونه يې په ﻻس کي نيولي د ي او هغوی ته د خپلي خوښي مواد ورکوي . دغه خبري آژانسونه د نړۍ د حوادثو او پيښو سره هدفمنده چلند کوي ، لومړی هغوی د معينو فيلټرو او داسي نورو لارو نه تيرکړي وروسته يې د خپلو ا هدافو او معيارونو سره سم دنړۍ و عامه ذهنيت ته ور ننه باسي .
کله چي پر رسنيو باندي دغه شاني غير طبيعي انحصار موجود وي طبعاً پرګنې حق لري ددې رسنيو پر خبري سالميت او اطلاعاتي شفافيت باندي شک ولري . ژوندی مثال يې هماغه درواغجن دلايل و ه چي پر بنا يې امريکا پر عراق باندي يرغل وکړ او ترټولو زيات امريکايي او غربي رسنيو و هغه ته ډنډورې ووهلې ترڅو دغه هيواد يې د خاورو خاکه او هستي يې ور تالا کړه .
په معاصره نړۍ کي تر هغه چي د رسنيو د دغه مهمي وسيلې نه سمه او شفافه استفاده نه وي سوې هيڅوک دا تمه نسي لرلای چي د امريکا غوندي سلطه غوښتونکي او متجاوزه هيوادونه به په خپله خوښه پريږدي خپلواکه هيوادونه پخپله خپله لاره د متقابل احترام او درناوی په روحيه و وهي . په دې بهير کي د دريمي نړۍ او د پرمختګ په لور روان هيوادونه د رسنيو د روان بهير سره مقاومت کوي او تر دې دمه په دې توانيدلي دي چي د داشاني استعمارګرو هيوادو اطلاعاتي اهداف خنثی او هغه د خپلو مطبوعاتو څخه ايسته وغورځوي . دغه هيوادونه اجازه نه ورکوي چي د رسنيو پټ او نامريي لاسونه دي د هغوی د ولس پر ملي او ولسي سياستونو باندي سايه وغوړوي .
په اوسني شرایطو کي د افغانستان غوندي جنګ ځپلي هيواد چي د پاکستان اوايران غوندي بدنيته ګاونډیانو هم احاطه کړی دئ، د رسنيو په دې رنګارنګه بازار کي د ملي او متعهده رسنيو تر ټولو مهم رسالت او ماموریت ايجابوي چي افغاني ټولني ته واقعیتونه بربنډ او زموږ د هيواد د وحدت او يو موټی توب اولویت په پام کي ولري او د داسي مسايلو د شاربلو څخه ډډه وکړي چي د وطن ملي ګټي او يو والی ته خطره پېښوي او زموږ د ښمنانو ته د لا زیاتو مداخلو زمینه برابروي .
……………..

افغانستان هلمند/
دروان ۲۰۱۵ ز کال دسپتمبر ۲۳
ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې مشر ښاغلي حبيب الله غمخور!
دسويډن دمالمو ښارکي ددوستۍ فرهنگی ټولنې په نوښت ((دډله ايزورسنيو او فرهنگی ټولنوگډرسالت )) ترنامه لاندي علمي کنفرانس درني غونډي ته دهلمند ولایت دښوونکودروزني (عالي دارالمعلمین) اداري رهبري هیئت ، استادانو، محصلانو اوټولو کارمندانودمبارکی پيغام :
اغلواوښاغلو،گرانووطنوالواودنننی غونډی درنوحاضرینو زموږ ګرم سلامونه او نیکی هیلی ومنی !
اجازه راکړۍ ترهرڅه وړاندي په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرګي (په خاص ډول دیادي ټولني مشرښاغلی حبیب الله غمخورصاحب اوټولوهغو دوستانوڅخه چي په خپلوهراړخيزه مرستواوملاتړئې ((دډله ایزورسنیواوفرهنګي ټولنوگډرسالت ))ترنامه لاندي کنفرانس دجوړېدواوچوپړ زمينه برابره کړې،په ځانگړې توگه له ټولوهغونه چې دکنفرانس دکار د سمبالښت په برخه کښي يي نه ستړي کېدونکی زيارايستلی دزړه له کومي مبارکي اوشاباس ووایو .
موږ تاسوته پدې کلتوري اوعلمی هڅوکښي دلازياتوبرياووهيله کوو،اميد چي ددې ښکلی غونډي کارموهم په بری اودخوښيوپه فضا کښي پايته ورسېږي اوله دې کنفرانس نه هغه څه اوپایلي ترلاسه کړی دکوم لپاره چي سره راټول سوی ياست .
دوستانو! زموږ لپاره دزياتی خوښې او وياړځاي دی چې دټولوورځنيو مصروفيتونوسره پدې درنه غونډه اوعلمی کنفرانس کښي له مختلفو هیوادونو زموږ دهيواد پيژندل سوی پوهان ، ژورنالستان ، ليکوال ، شاعران اوفرهنگي څیري حضوراوبرخه لري ، موږدټولوهغوډله ایزورسنیواوفرهنګي ټولنوکاراوزیار ستایوچي دخپلوخلکوداذهانوپه روښانه کولوکي يي فعاله ونډه لرلي ده موږپه دي ستونزمنه لاره کي ددوی د زیار ، زحمت اوهڅوستاینه اودرناوی کوو اوپه یادبهیر کي ددوی دهڅو اوزیارپه ټینګه ملاتړي یو.
په پای کي دنن ورځي دعلمي کنفرانس ټولودرنوبرخه والوته دزړه له تله دپوره روغتيا، ښېرازه اوهوساژوند ددوام هليه کوم . زه ستاسو هريولپاره دخپل گران هيواد افغانستان دزورېدلی اوکړېدلی ولس اوپه ځانگړې توگه ځوان نسل ته دعلمی چوپړپه لارکښي تل برياليتوب اوسرلوړي غواړم . دمننې په څرگندولوسره په هيوادکي دتلپاتي سولي اوثبات راستنېدواوملي يووالي دټينگېدو په هیله په درنښت .
ښوونمل محمداسمعیل «مهربان»دهلمندولایت دښوونکو روزني ریاست مشر.
…………….
له ډنمارک نه دښاغلی دستگير روشنيالی ليکنه :
گرانو دوستانو سلامونه.
د سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې او دښاغلی حبيب الله غمخور دا ډول هڅي او ابتکارونه د پراخي ستايني وړ دي او زه يي هم ستاينه او هم ملاتړ کوم.
دا کنفرانس په داسي حال کي را بلل شوی چي اروپاي هومانيزم د مهاجرينو د توفان له امله له ازمايښ سره مخامخ شوی دی. نن په نړۍ کي د سياسي ـــ ټولنيزو ستونزو او بحرانونو په ايجاد او حل کي ډير لاملونه او ډير فکتورونه، ملي، منطقوي، نژادي، قومي، مذهبي، اقتصادي … عمل کوي، خو د حرکت لوري د انساني لامل پوسيله ټاکل کيږي. همدا نن اروپا له دوهمي عمومي جگړي وروسته د مهاجرت له تر ټولو لوی او جدی بحران سره مخامخ دی. دا بحران د هر بل بحران په شان د حل معيارونو او ارزښتونه غواړي. دا بحران په ملي، منطقوي، قومي، نژادي، مذهبي … معيارونه نه يوازي حل کيږي نه، بلکي َد فاجعي په لور به ددي بحران لارښوونه وکړي. دا بحران يوازي او يوازي په انساني معيارونو او انساني ارزښتونو حل کيداي شي. ددي مسلي په حل کولو کي معيار او ارزښت انسانيت دی. بل هيڅ ډول الترناتيف نشته دی. ددي لسگونو زرو اړو او بدمرغه انسانانو غوښتنو ته عسويت، اسلاميت، یهوديت ځواب نه دی. ځواب يو دی “انسانيت”.
د بشر د حقونو د نړيوالې اعلاميی په اوله ماده کي ويل کيږي:((ټول انسانان ازاد خلق شوي او په کرامت او حقوقو کي سره برابر دي.. ..))
د همدي اعلاميي په شپږمه ماده کي ويل کيږي:((هر څوک په هر ځای کي د قانون په مقابل کي د يوه شخص په حيث د پيږندل کيدو حق لري .))
دوستانو! د ټولو ناخوالو، جگړو، يرغلونو، وژنو، مهاجرتو… سره سره يوويشتمه پيړۍ د انسانانو د بيداري پيړۍ دی. هيڅکله انسانان د نن په اندازه د خپلو حقونو او آزاديو اواز نه وو اوچت کړی. هيڅکله انسانانو د نن په شان لاس ته راوړنې نه درلودي. هيڅکله د نن په شان د انسانانو غوښتنې اوچتي او پراخي نه وي. هيڅکله انسانانانو د نن په شان د خپلي خپلواکي او د خپلي انديښني د خپلواکي له پاره دومره هڅه نه کوله. همدارنگه انسانانانو هيڅکله د نن په شان د فرديت او خپلواک شخصيت د درلودلو غوښتنه نه درلوده. د انسانانو بيداري د ما په بيداري کي دی. زه بايد فرد شم او زه بايد شخصيت شم. څوک نه غواړي چي خپلواک شخصيت او خپلواکه اراده و نه لري. په افغانستان کي اساسی ستونزي د خپلواک شخصيت او خپلواکي ارادي نشتوالی دی.نن انسان په مرکز کي دی او نن هر څه له انسان پيل کيږي او په انسان ختم کيږي. نن هر څه، سياست، فرهنگ، اقتصاد، امنيت، صحت، پرمختگ… د انسان په شاوخوا اهميت پيدا کوي.
د بيداري معني دادي چي ټولنه د بي تفاوتي، انتظار او پاسيف حالته راووزي. د افغانستان تر ټولو لويه بدمرغي د ټولني بی تفاوتي ده. د افغانستان د اشيل پونده همدا د ټولني بي تفاوتي او ناکامي دی او دي ټولڼی موجود حالت د قسمت، نصیب او برخليک په توگه منلی دی.
((په هغه ټولنه کي چي استبداد د برخليک په توگه منل شوی وي، مستبدين هم د خطر احساس نه کوي. دا خطر هغه وخت احساس کيږی چي خلک ددي فهم پيدا کړي چي استبداد د دوي برخليک نه دی)) هگل
کله چي د انسانانو دبيداري په هکله خبري کوو مطلب مو ځوانان او د ځوانانو بيداري دی. د ځوانانو بيداري په ځواني، زور او انرژي کي نه دی. په طبعيت کي پريمانه زور او انرژی شته دی. زلزلې غرونه، هیوادونه… ښورولې شي. د ځوانانو بيداري د انديښنو او فکرونو په خپلواکي دي. د ځوانانو بيداري د پرون له زندان د هغوي په ژغورول کي دی. د پرون له زندانه د ژغورلو معني دادی چي نن بله ورځ دی او هره ورځ يوه نوې ورځ دی. د پرون له زندانه د ژغورلو معني دادی چي ژوند او زمانه هره ورځ نوې غوښتنې او نوې پوښتنې مطرح کوي او دا دواړه نوي ځوابونه غواړي، کوم چي په پرون کي نشته دي.د پرون له زندانه د ځان ژغورولو معنی دا نه دی چي پرون او پروني هير شي او يا د پرون په هکله غفلت وشي. د پرون هيرول د سبا بي اهميته کول دی. مطلب په نن او سبا واکمني دی او دا کار هغه وخت کيداي شی چي په پرون غلبه وشي.
د پرون له زندانه د ځان ژغورولو معني دادی چي ځوان نسل نه بايد په بي خبري او بي تجربگي کي د پرونيو او د موږ پيروي وکړي. په پيروي کولو او تقليد کي نه د شک کولو او نه هم د انتقاد کولوځای شته دی. شک کول د دواړو عقل او علم بنياد دی او ددی دو کار په شک کولو سره پيل کيږي. شک او انتقاد کول هميشه د سنجش ډاډ من معيارونه دي.
له بده مرغه په افغانستان کي پرون ځکه اهميت لري چي ټولنه او په ځانگړي توگه ځوانان په نن واکمن نه دي. که ځوان نسل په نن ډاډه او په سبا باور و نه ولري. پرون اهميت پيدا کوي او په طبعي توگه خپله نيکمرغي په پرون کي لټوي او دا شا ته گرزيدل دي. همدا نن په رزگونو زره ځوانان د ټولني د په شا گرزولو له پاره جگړه کوي او ځانونه وژني.
د موږ موجود ځوان نسل د څوگونو تضادونو،جگړو، انقلابونو، بلواگانو، شخړو اوبي شماره ستونزو سره لوی شوی نسل دی. دي حالت دا نسل په مادي او ذهني برخوکي په کلکه متاثیر، ستړی او مايوسه کړی دی. هره ورځ په زرگونو ځوانان د مرگ په منلو سره له افغانستان مهاجرت کوي. دا بي له شکه له ستونزو ډکه چاره ده. دا نه يوازي د نن، نه يوازي د سبا، بلکي د اوږدي راتلونکي ستونزه دی. دا حالت له دواړو ډليزو رسنيو، مدني ټولنو او فرهنگي ټولنو پراخ کارغواړي چي ځوان نسل د منفي فکرونو، ناهيليو، عقدو، کينو، احساساتو، رواني فشارونو… له اسارت وژغوري. د افغانستان بری له تعصب او بي هيلي د ځوانانو په ژغورلو کي دی. تعصب او بي هيلي هم بالفعل او هم بالقوه يو لوی ړنگونکی خطر دی.
ځوان نسل د خلاقيت او ابتکار کولو نسل دی. دا د فرديت اواستقلاليت نسل دی. دا د ايديولوژي په ځای د پراگماتيزم نسل دی او دا د خيالونو او آرمانونو په ځای د عقلی ليد او د تجربوي چلند نسل دی.
ځوان نسل د تکنولوژيکي چټکو اړيکو د پراختيا او پرمختگ نسل دی. همداپرمختگونو دي چي ټولنيز، کورنۍ او فردي ژوند بدلوي او ځوان نسل ته يي ددي پراخ امکانات ورکړي چي خپله پوهه زياته او په ټولنيز او سياسي ژوند کي خپله ونډه پياوړي کړي. دنيا هره ورځ بدليږي او په هميشنی تحول کي دی که ځوان نسل په دي بدلونونو کي د گډون په ځای يوازي د هغوي تماشا کونکی وي بي له شکه به راتلونکي وبايلي. نن ځوانان د پرون کليوالی، قبيلوي، قومي، محلي … ذهنيت په خلاف په نړيوال ذهنيت کي ژوند کوي. ځوانه، د پرون په تکرار له خوبه مه راپورته کيږه ، نن بله ورځ ده.
ځوان نسل د نن او راتلونکي ځواک دی او دا خپلواک او مثبت فکر دی چي په ځوانانو کي د راتلونکي په هکله هيلي او اميدونه ايجاد وي. هيلې او اميدونه د راتلونکي له پاره دي او همدا هيلې او اميدونه دي چي ځوانانو ته ځواک ورکوي او ځوانان د همدي هيلو او اميدونو په اساس خپلې راتلونکي جوړوي. هيلې او اميدونه په ځوانانو کي د خلاقيت پياوړي انگيزي پيدا کوي اوانگيزي د هدفونو په لور د هغوي لارښوونه کوي. يوويشتمه پيړۍ د چټکو او بي ساري بدلونونو پيړۍ ده او په دي بدلونونو کي داوړه ډله يزي رسنې او فرهنگ ځانگړی رول لري.
د ډله يزو رسنيو ځانگړتيا په مسؤليت او خپلواکي دی.
په ډله ايزو رسنيو کي تر ټولو مهمه مسله د بيان ازادي دی او د بيان ازادي يو انساني حق دی. خو د بيان ازادي يوازي د ازادی تمرين او د ازادي زده کړه نه دی د بيان ازادي تر هر څه د مخه د مسؤليت تمرين او د مسوليت زده کړه هم دی. په ډله يزو رسنيو کي بي له مسؤليته ازادي د حقايقو تحريف کول، د افسانو پخش کول او د وگړو توهين کول دي.
د ټولنيزو رسنيو په کار او فعاليت کي په ازادي او مسؤليت برسيره خپلواکي مهم او ټاکونکي ځای لری. ځيني ډليزي رسنې د خپل واقعيت او کيفيت خلاف د بي طرفې دعوه کوي. بي طرفې په عمل کي يوه پوچه او بي معني دعوه دی. بي طرفې د خپل ماهيت د پټولو هڅه ده. د موږ په دي ويشلې دنيا او په ځانگړي توگه د افغانستان په ويشلې ټولنه کي چي په سياسي بي ثباتي برسيره په ټولنيزه بي ثباتي هم مشخصه کيږي بې طرفې يو بي معني مفهوم دی. هيڅوک بيطرفې نه دي. دجگړي او سولې، د عدالت اوبي عدالتي. .. په منځ کي د بي طرفې معنی څه دی؟ د يوې ډليزې رسنۍ بری د هغه په بي طرفې که نه، بلکي د هغي په خپلواکي دی.
له بده مرغه نن همدا ډله يزي رسنې دی چي دا او هغه په لاس جوړ شوي افسانه خپروي، دروغ وايي، حقايق تحريف کوي او بد لوری د ميليونونو انسانانو ذهنونه متاثير کوي. خو له دي ناخوالو او نيمگړتياو سره سره بي له شکه ډليزي رسنې يو نړيوال ځواک او نړيوال انقلاب دی او يا دا د انقلابونو انقلاب دی.. دي انقلاب ډيري پردي و څيرلې، ډيري څيري يي بر بنډي کړي، د پاندورا بي شميره بکسونه يي خلاص کړل او انسانان يي له سختو، ترخو او دردونکو واقعيتونو سره مخامخ کړ. همدارنگه ډليزو رسنيو انقلاب د انسان د بيداری او د هوشيار کولو پراخ امکانات را منځ ته کړي دي د دي رسنيو لاس هغو خونو ته هم ور رسيدلی دی چي هلته د لمر د ور ننوتلو اجازه نشته دی. دا انقلاب د يوويشتمي پيړي تر ټولو لويه او وده کونکي لاس ته راوړنه دی.
فرهنگي ټولني له فرهنگ سره نه بايد د يوه نه بدليدونکي او هميشه ثابتي پروسي په توگه چلند و کړي. هغه فرهنگ چي نه بدليږي انسان او حقونه يي په يرغمل نيسي. د فرهنگي ټولو تر ټولو لوی رسالت د فرهنگ وده، د فرهنگ د انساني او مثبتو لورو پياوړي کول او د فرهنگ د هغو لورو چي انسان او د انسان ازادي او حقونه يي يرغمل کړي دي بي تاثيره کول دی.دډليزو رسنيو په شان فرهنگ هم د ولاړو اوبو ډنډ او د نه بدليدونکو حکمونو او ارزښتونه مجموعه نه دی.
الماني فيلسوف هايدر Herder فرهنگ د معنوي، ادبي، هنري ارزښتونو د مجموعي په توگه پيږني.
فرهنگ، هغه څه چي د انسان دچلند او کړنو لارښوونه کوي او يا هغوي ته لوری ورکوي. هر څوک او هر انسان د باورونو، ارزښتونواو اخلاقو لرونکی دی او دا دري د فرهنگ مهمي معنوي جوړونکي برخي دي. فرهنگونه له يو بل د ښه او بد په معيارونو نه جلا کيږي. “ ښه فرهنگ” “ بد فرهنگ” نه توجيه کيدونکي مفهومونه دي او فرهنگونه د چين د دیوال پوسيله له يو بله نه جلا کيږي. “ بي فرهنگي” يو سپکونکي مفهوم دی او دا د يوه قوم او يوه ټولنيز گروپ توهين او تحقير کول دي.
هر څوک او هرانسان په يوه فرهنگ کي لويږي او هيڅوک بي فرهنگه نه دي. فرهنگونه د زماني د غوښتنو او د انساني ارزښونو په معيارونو سنجول کيږي او هغه فرهنگ او يا د فرهنگ هغه برخي چي د زماني او د انسان غوښتنو ته ځواب نشی ورکولاي بدلون او يا هم لغوه کولو ته ضرورت لري او د نه بدلون په صورت کي د پرمختگ په وړاندي په يو خنډ بدليږي او پيروانو ته يي د وخت او تاريخ بايلونکي ويل کيږي.
نن بدلونونه او په ځانگړي توگه د ټولنيز بدلون د پرون په شان په پيړيو نه اندازه کيږي . نن دا کار په لسيزو او حتي په کلنو اندازه کيداي شي او کله کله بدلونونه د يوه کال په موده کي د لسيزو او کله هم د پيړيولاره وهي. اوس د فرهنگونو په منځ کی هم هغه پروني د جدایی پنډ ديوالونه په ړنگيدو دی او په نړۍ کي يو نړيوال فرهنگ چي په انساني ارزښتونو تکيه کوي په غوړيدو دی چي نړيوالو او انساني غوښتنو ته ځواب ووايي. همدارنگه يو نړيوال نسل وده کوي چي ځانونه ددي او هغه هيواد په ځای د دنيا اوسيدونکي بولې. دوي يو بل ته نږدي کيږي او يو کيږي تر څو نړۍ په يوه ښه ځای بدله شي.
په دي ډول حالت کي په طبيعي توگه فرهنگ هم په چټکي سره قومي او ملي ځانگړتياوی له لاسه ورکوي او د نړيوال کيدلو په لور حرکت کوي. نن موږ عملآ وينو چي هيڅ ډول قومي او ملي سرحدونه د فرهنگي تفاوتونو د تيريدلو مخه نشي نيولاي. له بحرونو، هيوادونو، غرونو او ځنگلونو د سلگونو زرو مهاجرينو تيريدل د فرهنگ او فرهنگي تفاوتونو تيريدل هم دي.
انسانان په دو مادي او معنوي دنياو کي ژوند کوي. په بل عبارت انسان ددي دو دنياو ترکيب دی او فرهنگ هم د يوه ژوندي موجود په شان دواړه مادي او معنوي برخي لري چي هميشه په حرکت او بدلون کي دي.
فرهنگ په خلا کي نه جوړيږي د فرهنگ د جوړولو ځای ټولنه ده او ټولنه د فرهنگ دا او هغه برخه په ټولنيز چلند او رفتار بدلوي. فرهنگ په هميشنۍ توگه د انسانانو له ورځنی ژوند سره په اړيکو کي دی او ددي اړيکو بدلون، وده او پرمختگ فرهنگ ته هم بدليدونکي ځانگړتيا ورکوي. ټولنه له انسانانو جوړه ده او جوړول، بدلول او پرمختگ يي هم د فرهنگي نه بدليدونکو اصولو په ځای د انسانانو چاره ده. همدارنگه فرهنگ او فرهنگي فعاليتونه د انسان په شاوخو اهميت پيداکوي، خو په افغانستان همدا اوس اوس فرهنگ دودونو، رواجونو انسانان او په ځانگړي توگه ښځې په ېرغمل نيولې په سپو، اوښانو، کلاشينکوفونواو ټوپکو بدليږي او په اساني سره د رواج او نوم قرباني کيږي
افغانی ټولنه له زور او له خشونته خالې فرهنگ ته ضرورت لري، ټولنه هغه فرهنگ غواړي چي له رياکاري، دروغو، تيرايستونو خالې وي او کوم چي د زور او جبر او ډار پوسيله نه وي ايجاد شوی، بدلون منونکی وي، د نويو استعدادونو په وړاندي انعطاف ولري، له انتقاد کولو ويره و نه لري، له تيروتنو او شک کولو و نه ډار شي، له تعصب او جهالت خلاص وي او د انديښني او ارادي د خپلواکي درناوی وکړي. ټولنه يوه فرهنگ ته ضرورت لري چي په انساني ارزښتونو ډډه لگوي او د انسان د حقونو او ازاديو او په ځانگړي توگه ښځه د انسان په توگه وپيږني او د هغې د انساني ارزښتونو اوکرامتونو ساتنه، رعايت او درناوی وکړي. ټولنه يوه فرهنگ ته ضرورت لري چي د خپلواکو شخصيتونو د روزني او پالني په کار کي مرسته وکړي، هر يو نارينه او هره يوه ښځه بايد شخصيت شي. د شخصيتونو خپلواکي د هغوي د ارادو او انديښنو په خپلواکي دی.

……………..
دښاغلی نيک هدايت پيغام
دمالموپه ښارکې دافغانانوکلتورې ټولنې دمشرتابه هيات غړيو،ښاغلو،ميرمنوته سلامونه اودره ناوئ.
په ډيرې خواشينۍ سره بايدعرض وکړم چه دهغې بوختيآاودسويدن څخه دباندې دسفرله وجې مي ونه کړائ شول چه په ڼڼنۍ پرتمينه ،علمي اوډيره اړينه غونډه کي ګډون وکړم۰نودفرصت څخه په ګټې اخيستوسره غواړم چه خپل نظرپه هيوادکې درسنيودرول په اړوند په لنډه توګه بيان کړم.
درنو،دوستانو،ليکوالانودنظرخاوندانواوحاضرينو! – رسنۍ دنړۍ په ټولوهيوادونوکې ډيراساسي ،رغنده ،مثبت اومنفي رول لرلئ شي.زمونژهيوادکې په خاصه توګه د۲۰۰۱کال راپه دي خواترنڼ پورې ډيرپرمختګ شويدئ.دبيلګې په توګه د۵۰څخه ډيرمحلي اونړيوال تلويزيونونه ،د۱۲۰څخه ډيري راديوګانې د۳۵۰څخه ډيراخبارونه ،مجلې اوپه سلګونوبرښناېي پاڼي فعاليت اونشرات کوي.خومتاسفانه ډيرې داسي رسنۍ شته چه دهغوئ مالي سرچينې دهمسايه ووهيوادونواونوروهيوادونوڅخه تمويليژي دهغوئ دګټودپاره خپرونې کوي۰ادبي، کلتوري اومذهبي يرغل کوي۰همدارنګه يوشميرتصويري رسنۍ شته چه ديوشميرجنګسالارانوپورې تړاولري.چه دژورناليزم دمکتب ،حدفونوضيد،دهيواډملي ګټواوملي يووالي ضيدنشرات کوي دخلکوزهنيتونه خرابوي چه داعمل دوولسواکۍ دبيان ازادي څخه ناوړه ګټه اخيستل دي.نوزماهيله ديوافغان اودرسنيودکورنۍ ديوغړي په توګه داطلاعاتواوکلتوروزارت ،دعلومواکادمۍ اودولت څخه دادئ چه درسنيوقانون تصويب اوعملي کړي .رسنۍ بايد دهيوادپه دې اساسو شرايطو کي دهيوادملي ګټواوملي وحدت ته په پام کې نيولوسره بې پرې ،پوره، حقيقت اوملي ګټې په نظرکې ونيسي او خپرونې وکړي.داثابته شويدئ چه درسنيوپه ملګرتيا که خپل ملي ، مسلکي اوهيواددوست اوټولو مختلفوقومونو، وولسونو،مفکورواوعقايدوته داحترام په چوکاټ کې نشرات اوخپروني وکړي بي له شکه به په ټولنه کې رغنده اومثبت بدلون راولي .په دي اړوند دمالموپه ښارکې دافغانانودکلتوري ټولنې کاردټولوغړيوپه خاصه توګه دژبي اوقلم خاوند،هڅاند غمخورصاحب کړنې دقدروړبولم. په خورادره نښت نيک هدايت دسويدن راديونړيوالې خپرونې پخوانئ ژورناليست ايکوال.