شاعر امان سيلاب
ستا د سترګو بلا واخلم بيا دي سترګي ولي سرې دي
پام چې وار دي خطا نسي ما منلي غرغړې دي
د آرزو جوپه بارېږي حوصلې وهي ترپکې
د اميد په قافله کي جوړي نوي نغارې دي
ستا د مينې د خزانه بس زما ژوند ته بها ده
ګوندي وخته ما ليدلي پخپل سر خاوري ايرې دي
نازولي ليلا راسه د مجنون ګرېوان ته ګوره
دا باران د مرغلرو که د اوښکو فوارې دي
مخ دي بلي لمبې کاندي خوله دې ګُل سي بيا غُنچه شي
ځکه ماته ډېري ګرانې د پتنګ بلبل نخرې دي
پس له ډېره شواخونه ستا د تلو نه قربانېږم
د نکريزو په جامه کې مې قربان د زړه قطرې دي
چي په ژرنده کي اوړه سوم نو ايله مې وصال بياموند
د رنجو په نوم مي کړي ستا د سترګو نندارې دي
چې ارې ته مي سر ورکړ نو اوربل ته په خندا شوم
د ږمنځ په رنګ ښکل کړي زلفې ما خورې ورې دي
مبارک دې سه ” سېلابه ” د وصال استازى راغئ
د رويبار سره يې کړي اشنا نوي مشورې دي