اسلام اباد دبي بي سي دخبرله مخې د پاکستان پارلمان کې د قبایلو استازو خپلې سیمې له خیبر پښتونخوا سره د یوځای کولو یا بېل ایالت جوړولو په موخه پارلمان ته د یوه وړانديز سپارلو پرېکړه کړې.دا پرېکړه د قبایلي سیمو د استازو په ګډه غونډه کې شوې. په غونډه کې د مشرانو او ولسي جرګې غړو ګډون درلود.د قبایلي سیمو یوه استازي ساجد حسین وویل د دوی سیمې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د وسله والو پر ضد جګړه کې ښکېلې دي او تر ټولو ډېره قرباني هم د همدوی خلکو ورکړې خو د سیمې بنسټیزې اسانتیاوې یې د نشت په حساب دي.نوموړي وویل پاکستان په قبایلي سیمو کې د وسله والو پر ضد د جګړې په نامه مرستې لاسته راوړې خو دغه سیمې اوس هم تر ټولو وروسته پاتې دي.ساجد حسین زیاته کړه لا هم د دوی سیمې له خپلو قانوني حقونو برخمنې شوې نه دي.ده وویل چې یا دې له دغو سیمو یو جلا ایالت جوړ کړای شي او یا دې هم له خیبر پښتونخوا ایالت سره یوځای کړای شي.ښاغلي حسین دغه راز وویل که حکومت یې غوښتنې نه شي منلی نو لږترلږه دې د ګلګت بلتستان په څېر د دوی په سیمو کې یوه اجرایوي شورا جوړه کړي.د پاکستان په پارلمان کې د قبایلو یو بل استازی غازي ګلاب جمال وايي د قبایلي سیمو خلک داسې احساس لري چې د غږ اورېدو ته یې څوک چمتو نه دي.نوموړي وویل په قبایلي سیمو کې د اجرایوي شورا د جوړولو په اړه له امنیتي ځواکونو سره هم خبرې شوې او دوی په دې تړاو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.ده زیاته کړه قبایلی سیمې باید دیموکراتیکې وبلل شي، سملاسي دې په کې اجرایوي شورا رامنځ ته شي او له دغو سیمو ټاکل شوي استازي دې د شورا غړيتوب لپاره وټاکل شي.ښاغلي جمال وویل د قبایلي سیمو خلک هم همدا غواړي چې د دوی ستونزې دې په سیمه ییزه کچه حل شي ځکه د کوچنیو ستونزو د حل لپاره هم دوی اړ وي مرکز ته مراجعه وکړي.