د هیواد په علمي او ادبي ساحه کي د لوی شخصیت استاد عبدالباري جهاني د وزیر کېدلو سره تر اندازه ډېري هیلي، ارماني هیلي او حتا احساساتي هیلي راوټوکېدې. ماته چي په حکومتي چوکاټونوکي کار او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت حال رامعلوم وو؛ له پیله بیم راسره وو؛ چي دا هیلي او دا امکانات…! د احساساتو قربانیانو ته به څه وایو..؟
جهاني صاحب د نورو وزیرانو د مهالوېشونو خلاف؛ سهار پر اته بجې دفتر ته تشریف راوړي، تر شپږو، اوو بجو بوخت وي، د پنجشنبې او جمعې ورځي یې هم پر کاري مسایلو مصرفېږي، په وزارت کي یې د کارونو د سمولو او قانوني کولو پروسه په چټکۍ روانه کړې ده.
ښاغلی جهاني د پاپیولیسټو سیاستوالو او کاذب شهرت د لارویانو په څېر حرکات او تحرُکات نه خوښوي، د ملي مسایلو ملاتړ یې هم پخوا کړی، هم یې اوس کوي او هم به یې په راتلونکي کوي. د وزارت علاقمند نه؛ د خدمت علاقمند دی، تر نیمه پېړۍ زیات عمرعلمي او ادبي خدمت یې شخصیت ثابت کړی او څرګند کړی دی چي هیوادپال او لکه اوښکه پاک انسان دی. هر وخت وايي چي وزارت ته نه یم راغلی، خدمت ته راغلی یم.
د هیواد د یوه لوړپوړي مقام په توګه ځیني محدودیتونه او تشریفاتي مسایل سته چي باید درک سي، کنې جهاني هغه جهاني او د ټولو جهاني دی.
ځینو فېسبوک کاروونکو تېره ورځ په خپلو کومینټونو او پوسټونو کي دغه لوی شخصیت ته بد رد الفاظ کار کړي ول، کله چي مي جریان ورسره شېریک کړ؛ په خپګان یې راته وویل چي ( زما د ځان په ښکنځل کېدلو خوا نه ده بده، د دغو ځوانانو په کلتوري سویه او اخلاقو مي خوا بده ده، زه چي د دوی د پلار یا ممکن د نیکه همزولی به یم، دوی څنګه زما په وړاندي داسي الفاظ کارولای سي؟)
ښاغلي جهاني چي تر نیمه پېړي زیات عُمر شعر، نثر، ژورنالیزم او له همدغو لارو؛ ټولني ته وفادار پاته سوی دی، دا څه موده به هم خپله پخه وفاداري ثابتوي، د عمرونو ګټلی نوم یې تر وزارت لوړ دی او هیڅکله یې نه زیانمنوي نو!
پلانونو، طرحو او هڅو ته چي یې ګورو؛ ان شاالله هیلي مو په مراد رسېږي. خو حوصله او وخت غواړي، روم په یوه شپه کي نه دی جوړ سوی.