کور / تازه خبرونه / د تکوندو لوبغاړي په سیالیو کې د ګډون په موخه پنجشیر ته ولاړل

د تکوندو لوبغاړي په سیالیو کې د ګډون په موخه پنجشیر ته ولاړل

په پنجشیر ولایت کې د ۱۴ ولایتونو ترمنځ د وږې په ۱۱مه نیټه د تکوندو سیالیو پیل کیږي،چې په دغه سیالیو کې د ګډون په موخه د میدان وردګو ولایت د تکوندو ۱۰ لوبغاړي دغه ولایت ته ولاړل .
دغه لوبغاړو ته د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات وویل چې ښې لوبې ترسره کړي او پخپل وزنونو کې دې د لومړي مقامونو تر لاسه کولو کوښښ وکړي او که په دغه مقامونو تر لاسه کولو دوی بریالي شي نو ځانګړي جایزې به ورته ورکړي.
لوبغاړو ته د ولایت مقام له لورې د سفر په موخه یوه اندازه سهولتونه هم برابر او د ښو لاسته راوړنو په موخه نن له غرمې مخکې یاد ولایت ته ولیږدول شول .