له ډیره وخته د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ کله لکه په ژمي کي د آمو سیند غوندي پر جوش راسي او کله د ګوادر د آرام سمندر ساحلي څپه، په شور کي وي.
خو په دې وروستيو کلونه کي د ازادۍ غورځنګ له بلوچستان څخه پنجابي مهاجر داسي وتلو ته مجبور کړل لکه د ژمي د آمو سیند قهرېدلي څپې چي خس و خاشاک په مخه کړي وي او همدا ډول يې پاکستاني پولیس چي د افغانانو په ځورولو کي ماهره ګڼل کیدل، ددې تحریک د قهر او غوسې له امله په لړزیدو سول.
پاکستان چي له نوم څخه یې ډیر خلک کرکه کوي، څو کاله مخکې د خپلي شیطاني ډيپلوماسۍ له کبله د لندن حکومت مجبور کړ چي د بلوچستان د ازادۍ یو فعال او ځوان مشر “حیربیار مري” نظربند کړي او زندان ته يې واچوي خو په انګلیستان کي د مېشتو بلوڅانو د هڅو له برکته خلاص سو.
نوموړي د زندان څخه تر خلاصېدلو وروسته دا تېر څو کاله د خپلواکۍ لپاره دومره هڅي وکړې چي د پاکستان وزیر داخله چوهدری نثار یې مجبور کړ چي انګلستان ته ولاړ سي او انګریزانو ته د مشر حیربیار مري څخه د خپلو تکلیفونو شکايت وکړي.
خو چوهدري نثار باید په دې هم پوه سي چي په تاریخ کي د بلوڅو مشرانو نیول کیدو سره د آزادۍ غورځنګونه نور هم پياوړي سوي او لا نور قهریدلي دي.
د وتلي پښتون شاعر دروېش دراني دا بیت د حیربیار مري د زړه آواز ډیر ښه انځوروي:
وطنه زه یم ستا په زړه کې د ایمان په ډول
خود به غلیم راته قهرېږي د شېطان په ډول