(( د نړۍ هنداره)) لړۍ (سلسله) د ښاغلي احسان الله ارينزي هغه كتابونه دي چې د نړۍ د هيوادونو لنډه معرفي په كې راغلې، دا لړۍ پينځه پنډ كتابونه دي چې د آسيا، افريقا، استرليا،اروپااو امريكا په نومونو د ساپي د پښتو څېړنو مركز خپاره كړي دي.
خو زه ولې پر دغې لړۍ دا كرښي كاږم؟ دا به په همدې پيل كې ځواب كړم. هغه مهال چې موږ په افغانستان كې د سيمه ييزو مطالعاتو مركز پرانيست او د سيمه پوهنې لومړي ګامونه مو په عملي بڼه پيل كړل، تر هر څه وړاندې د علمي سرچېنو له نشت سره مخامخ شو. همدا وخت مې پر خپل ذهن فشار راوړ چې په افغانستان كې كوم داسې آثار ليكل شوي چې لږ تر لږه لومړني معلومات د هيوادونو په اړه ولري، تر ټولو وړاندې راته د ښاغلي آرينزي نړۍ هنداره په ياد شوه او له درانه ليكوال څخه مې هيله وكړه چې د مركز كتابتون ته خپل كتابونه راواستوي، آرينزي صاحب سم له واره كتابونه راولېږل چې زه يې يو ځل بيا مننه كوم.
د اسيا په ټوك كې _ چې لومړى ټوك دى _ ښاغلي ليكوال يوه مفصله سريزه ليكلې ده او د كتاب د ليكلو دلايل، موخې، ځانګړتياوې او هغه ستونزې يې يادې كړي دي چې د ليكلو پر مهال ورسره مخامخ شوى دى. له دې ستونزو څخه يوه همدا ګڼل شوې چې دقيقو سرچينو ته د ليكوال په لاس رسي كې ګڼې ستونزې وې.
د كتاب د پنډېدو ويرې اړ كړى چې د هر هيواد په اړه معلومات د امكان تر حده لنډ وي او بله يې دا چې نړۍ له سياسي، اقتصادي او جغرافياوي پلوه د بدلېدو په حال كې ده او كېداى شي چې آن د ښاغلي آرينزي د كتابونو د چاپ په بهير كې يو شمېر نوي هيوادونه زېږېدلي وي او يايې اقتصادي_ ټولنيز ارقام بدل شوي وي.
دوه بيلګې يې چين او هندوستان دي چې د ښاغلي آرينزي د ثبت له مهاله تر نن پورې يې اقتصادي تول پارسنګ ځمكه او اسمان هومره بدل شوي دي . همدا راز له هغه وخته ر ا په دې خوا ختيځ تيمور د يو بېل هيواد په توګه رامنځ ته شو. كه څه هم د ښاغلي ليكوال دا اندېښنې او ستونزې د منلو وړ دي او بنده تر خپله وس پړ دى له بلې خوا په افغانستان كې خو همدا ستونزمنه هڅه په ډېرو حساب ده، د چا خبره د دوه روپو همدومره ګوړه يا خو (( در بيابان كفش كهنه نعمت است)).
خو د دواړو متلونو د ويلو پر مهال دې نړۍ هندارې ته ځكه د لوټو دېوال وي چې نه خو داد دوه روپو ګوړه ده او نه هم كفش كهنه مګر شك نشته چې په بيابان (جګړه ځپلي افغانستان كې) د سرو زرو دغه پوهنغونډ ( دايرة المعارف) په ډېر څه ارزي.
اول زموږ لپاره _ د يوه تحقيقي مركز په توګه_ له لومړۍ درجه سرچينو څخه يې شمېرل كېداى شي.
له بلې خوا په داسې يوه هيواد كې چې د معلوماتي سرچېنو د ايجاد لپاره پيسې، امكانات، كتابتونونه او حكومتي ملاتړ خو لا څه كوي چې هغه تش شاباسى او مننه هم نشته داسې لوى كار ته زړه ښه كول قرباني غواړي.
ما په خپل مركز كې يوه همكار ته وويل چې د ۳۸۰۰ مخه (د ټولې نړۍ هندارې د مخونو شمېر په ډېر لږ تفاوت چې كيداى شي زياتې هم وي) كتاب تاليف،تدوين بيا كتنه او اصلاح خو لا څه كوې چې زموږ لپاره يې حتى بياليكل د يوه ژوند خبره ده او ښاغلي آرينزي په پوره مېړانه او حوصله دا كار كړى او بيا دې د امام الدين ساپي او د الازهر خپرندويه ټولنې د همكارانو كورونه ودان وي چې دغه درانه بار ته يې د چاپ اوږه وركړېده، همكار مې راته وويل:
(( هو، خو نه پوهېږم ولې هغه ډول چې لازمه وه د دغه كتاب لمانځنه او يادونه ونه شوه)) ما ورته وويل ځكه د ځينو لويو شخصيتونو يا لويو آثارو بدمرغي په دې كې وي چې د تاريخ په بده مرحله كې زېږي او ټوليز توپان يې ځلېدو ته نه پرېږدي، مګر موږ ډاډه يو چې د وخت په تېرېدو، كله چې د تاريخ د توپان دوړې كيني دغه خزانې راوځي او ځلېږي.
هيله من يم نړۍ هنداره نه يوازې ولمانځل شي بلكې د يوه داسې جغرافيايي دايرة المعارف بنسټ شي چې كه هر كال نه وي لږ تر لږه په هرو پينځو كلونو كې له نويومعلوماتو، زياتونو او اصلاحاتو سره بيا _بيا خپور شي. دغه بيا_بيا چاپ به له تفصيلاتو سره مل وي چې يو مهال د پوهنغونډ د ټوكونو شمېر لسګونو لا سلګونو ته ور لوړ شي.
په هيواد كې د بدمرغۍ بله خبره دا ده چې داسې كارونه معمولا د تحقيقي _اكاډميكو موسسو وي نه داشخاصو، خو لكه چې زموږ ملي موسسات د داسې درنو بارونو د اوچتولو وس نه لري، چار نا چار بايد يو شمېر افراد خپلې اوږې ورته اړم كړي. د ټولې ژبرغاونې، ژبساتنې، ژبپالنې او ژبپوهنې چارې مو ډاكټر زيار ته ورپرېښي او د هيوادونو د پېژندنې هغه ښاغلي احسان الله آرينزي ته.
په هر صورت راځو د دغې كتابي لړۍ شكل او محتوا ته، كتاب د صورت او شكل له مخې يو څه خوار دى او هغه بيا هم د ټول هيواد د خوارۍ له لاسه ځكه داسې دايرة المعارفونه رنګه او پرمختللو نقشو سره مل ښايي چاپ شي، خو نه په خوار افغانستان كې.
د كتاب ژبه معياري پښتو ده، جملې يې لنډې دي او د تحقيق يو شمېر اصول په كې مراعت شوي دي. مولف هڅه كړې ارقام د جدولونو په مرسته وښيي چې دا كار يې له لوستونكي سره په ژر پوهاوي كې مرسته كوي، خو په پښتو متن كې د لاتيني ارقامو كارول يو څه ستونزه پېښوي. د فيصديو، عشاريو، بېلتون او پيوستون نښې او مخففات ډېرې ځيرتيا ته اړتيا پېښوي. د اخځليكونو په ښوولو كې ليكوال د كتاب نومونه په اوله كې راوړي او بيا يې د ليكوالانو او چاپځايونو ذكر كړى خو مخونه يې نه دي ښوولي.
همدا راز د كتاب په پاى كې د ماخذونو ټوليزه يادونه شوې ده، دا كار د لنډون لپاره شوى خو د ډېر دقت او ځيرتيا لپاره د هرې ماخذ اخيستنې ذكرول پر ارقامو، احصائيو او نور معلوماتو ډاډ زياتولاى شي.
له بلې خوا يو شمېر اخځونه زاړه دي، البته چې د اخځونو قدامت په دې پورې اړوند وي چې څه ډول معلومات ورڅخه اخيستل كېږي، مثلاً كه تاسو د يوه هيواد جغرافيايي حدود_چې نه وي بدل شوي_ له يوه زاړه اخځ څخه اخلئ نو د منلو وړ وي خو كه د يوه هيواد اوسنى اقتصادي وضعيت معلوموي يا يې نفوس ښيئ اړتيا ده چې د امكان تر حده نوي اخځونه ولرئ، ځكه اقتصادي وضعيت يا د نفوسو شمېر په اوسنۍ نړۍ كې ژر_ژر بدليږي. د همدې لپاره هم په متن كې د هر معلوماتي پاړكي د اخځونو ښوول او نومره ايښوونه له لوستونكي سره مرسته كوي تر څو پوه شي چې كوم معلومات له نوي او كوم له زاړه ماخذ څخه اخيستل شوي.
د بيلګې په توګه ليكوال د فريبرز خوارز مشاهيان د نړۍ له هغې جغرافيا څخه معلومات اخيستي چې ۳۵ كاله وړاندې په ۱۳۵۱ ل كې چاپ شوى دى او په متن كې هم دا نه ده ښوول شوې چې ښاغلى ليكوال له دغه كتاب څخه كوم معلومات اخيستي دي او لوستونكي بايد څومره باور پرې وكړي چې دغه معلومات به په دغو ۳۵ كلونو كې نه وي بدل شوي؟ زه دغه كرښې د دې لپاره ليكم چې كه دا لړۍ بشپړېده، بيا خپرېده او تفصيل وركول كېده پر نويو اخځونو دې اتكا وشي او كه زلميان غواړي داسې ستر كار ته اوږه وركړي ښايي دغه اصل ته پاملرنه وكړي_ البته دا به بيا هم په دې پورې اړه ولري چې په دې هيواد كې نويو اخځونو ته څومره لاس رسى شته؟!.
له دې هر څه سره_سره كه ووايم چې د ښاغلي آرينزي د دغه ستر كار د مننې لپاره موږ لا هم تش لاس يو زياتى به نه وي. اوس چې نړۍ په كوچني كلي بدليږي او د Globalization يا نړيوال كېدو لپاره چټك ګامونه پورته كېږي، د يوه ملت لپاره شرم دى چې د دغه كوچني كلي كور او كوڅې ونه پېژني او كه يوه دولسم لوستي څخه يې پوښتنه وكړې چې مثلاً ګابون څه شى دى نو پوه نشي چې دا په افريقا كې يو هيواد دى، ښايي درته وواي چې په فلاني هندي فلم كې د يوه كركټر نوم دى!!!
دا د يوه هيواد لپاره لويه نيمګړتيا ده چې نړيوال كېدو چټك بهير په سر اخيستى وي خو لا هم په كې د بهرنيو چارو وزارت يو ديپلومات پوه نشي چې دومينيكن يوازې د كاكاو چاكلېټو نوم نه بلكې په لاتينه امريكا كې د يوه هيواد نوم هم دى.
په هر صورت داسې شرمونه او نيمګړتياوې په ډېرو مواردو كې زموږ په برخه دي، ژر به يې كوم يو ژاړو.
د دې ټولو پوهنو پر ځاى موږ د وژنو، لوټوونو او جګړو ښه ډېر قهرمانان لرو او د مخدره موادو په توليد كې له ټولې نړۍ څخه مخكې يو.
دروند آرينزى صاحب دې ډاډه وي چې دغه ستر او ارزښتمن كار يې داسې يو پوخ تاداو دى چې د راتلونكې نړۍ پوهنې د بهير ماڼۍ به پرې ودانېږي او په افغانستان كې به د نړۍ پوهنې له بنسټ اېښودونكو څخه شمارل كېږي.