اسلام باد دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستان پوځ وايي خيبرايجنسۍ کې “د افغانستان له خاورې بريدونو کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي”.ددې هېواد د پوځ د اطلاعاتو څانګې په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان له خاورې وسله والو د خيبر په اخوند دره کې د پاکستان پوځ پرپوسته د راکټو بريدونه کړي چې له کبله يې څلور پوځيان وژل شوي او څلورټپيان دي.په خبرپانه کې راغلي چې د پاکستان پوځ په ځوابي ډزو کې داورپکو دغه ډله له منځه وړې، خو د وژل شويو او يا ټپي شويو اورپکو د شمېرپه اړه څه نه دي ويل شوي.د دي سرتيرو د وژلو په اړه د بهرنيو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفير د سپيناوي لپاره هم ور بللی ، چې دیادې پيښې پلټنې وکړي او ژر ترژره د پاکستان حکومت ته د خپلو پلټنو لهپایلو خبر کړي. له بله خوادازادۍ راډيو په خپل خبري سروس کې څرگنده کړه چې داپېښه دمنگل باغ پرمشرۍ دلښکرالاسلام تنظم پرغاړه اخيستې ده
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه