لر او بر ويبپاڼي ته رارسېدلى خبر وايي، د كابل او كندهار پر لويه لار د ناټو ځواكونو پر اكمالاتي كاروان د طالب وسله والو په بريد اته افغان پوليس وژل سوي او د كاروان ۷۸ موټران سوځېدلي دي.
عيني شاهدان وايي په سپكو او درنو وسلو سمبالو طالبانو نن د سې شنبې په ورځ د وردګ ولايت په سيد آباد ولسوالي كي د ناټو ځواكونو اكمالاتي كاروان تر بريد لاندي ونيو، چي له امله يې په زيات شمېر موټران وسوځېدل .
د سيد آباد ولسوال فضل كريم مسلم اسوشيټيډ پريس آژانس تر ۴۸ موټرو د سوځېدو، يوه تن د مرګ او درو نورو د ټپي كېدو پخلى كړى دئ.
خو د سيمي اوسېدونكي وايي چي د بريد له امله د اوښتي مالي او ځاني تاوان كچه د چارواكو تر هغې ډېره لوړه ده.
په سوځل سوي كاروان كي چي ساتنه يې د يوه شخصي امنيتي شركت پر غاړه وه، د ناټو پوځيانو خوراكي توكي او د سونګ مواد بار وه.
ميدان وردګ ولايت چي پلازمېني كابل ته څرمه پروت دئ، په دې وروستيو كي يې امنيتي حالت ورځ تر بلي خرابېدونكى دئ.
دا ولايت كه څه هم په تيرو څو كلونو كي په بېساري ډول آرام ګڼل كېدئ، خو كه پر اوسني بد حال پاته سي، د كارپوهانو په وينا شك نسته چي خراب امنيتي حالت به يې د كابل پر وضعيت هم بد تاثير وكړي.