په کابل کي په عادي ډول ژوند کول له هر ډول سختیو، کړاوونو او ننګونو څخه ډک دی، خو دې سختیو د کابل خلک هر ډول سخت کار ته مجبور کړی دي.
په تیرو څو کلونو کښي چا چور وکړ، څوک چور سوه، څوک مړه سوه او چا بیا د مړو په مال او دارايي باندي د ځان او کورنۍ له پاره څو منزله جګ جګ تعمیرونه جوړ کړه او د ژوند مانا يې بیخي ور بدله کړه؛ ځکه خپل ژوند يې د افراط او تفریط سره و تړئ او د ژوند پر پرده يې دوې متضادي، خندوونکي او ژړوونکي پيښي رسم کړې، چي په لیدلو او اورېدلو يې د انسان انساني عواطف رابیداره او دردیږي.
دغه ژړ وونکې پېښه څو ورځي وړاندي یو ځل بیا زموږ د څو نااهله کسانو د لاسه بیا تکرار سوه او ګل کابل يې د خپلو بچیو و جنازې ته د اوږې ورکولو له پاره مجبوره کړ او په وینو يې ولمباوه. دا خو لومړی ځل نه دی، چي له ګل کابل څخه جنازې وزي؛ ځکه دلته خو د څو سیاسي سوداګرو او د پردیو د غلامانو له خوا هره ورځ د سرونو سودا وي کیږي.
دلته هره ورځ د مرګ ملکه په چکر راځي او دلته هره ورځ یوه- نه یوه ټکه راپرېوزي.
خو دا ځل بیا د کابل بېچاره، سولي ته اومیدوار او ناخبره ښاریانو قرباني ورکړه، که څه هم تیرو څو پرله پسې پيښو او غمونو پر ملا کړوپ کړي وه، او سمه ساه يې لا نه وه اخیستې، چي یو ځل بیا د مرګ او بم خوراک سوه.
اې زما یرغمل سوې او بیده اولسه!
تر څو به بیده او د پردیو په پښو کي خپل ورور د پسه غوندي قرباني کوې!
د خدای له پاره! ځان پوه که!
زلمی توریال
د کندهار عالي دارالمعلمین رئيس