کور / تازه خبرونه / پاكستاني ملېشو د طالبانو ځايي قومندان وواژه

پاكستاني ملېشو د طالبانو ځايي قومندان وواژه


له سوات څخه وركړل سوي خبرونه وايي چي وسله والو طالبانو د مټه په سيمه كي پر پاكستاني امنيتي ځواكونو بريد وكړ، چي د پاكستاني ملېشو په جوابي بريد كي د خان آغا په نوم يو طالب مشر ووژل سو او څلور لارويان ټپيان سول.
ويل كېږي د پيښي له كبله پاكستاني ملېشو تر نامعلومه وخته په سيمه كي پر تګ راتګ بنديز لګولى او د طالبانو پر ضد يې عمليات پيل كړي دي.