د معارف رياست د پوهنيز بهير د کيفيت لوړولو او اصلاح په موخه خپلواکه او رضاکارانه مشورتي جرګه ګۍ جوړه سوه.
دا يوولس کسيزه جرګه ګۍ د کندهار والي په نوښت جوړه سوه چي نن ماځيګر يې دوهمه غونډه په ولايت مقام کي وسوه. د پوهنتون استادان او د رسنيو و مدني فعالانو استازي په دې جرګه ګۍ کي غړيتوب لري.
دغه رضاکارانه او خپلواکه جرګه ګۍ به د پوهني رياست چاري څاري او د هغو ستونزو لپاره به چي په دغه رياست کي موجودي دي، حللاري لټوي. جرګه ګۍ د خپلو صلاحيتونو او مسووليتونو لپاره خاصه لايحه جوړه کړې او په هرو ۱۵ ورځو کي به يو ځلي غونډه کوي.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د جرګه ګۍ له غړو څخه مننه وکړه چي د معارف رياست د چارو د سمون او ظرفيت د لوړولو لپاره بېله کوم امتيازه کار کوي. نوموړي له دوی سره ژمنه وکړه چي تر وسه به د دوی مشورو ته غوږ نيسي او مثبت ځواب به ورته وايي.
ښاغلي عزيزي د پوهني رئيس ته سپارښته وکړه چي د دې جرګه ګۍ له غړو سره همکار پاته سي او په ګډه د هغو خنډونو مخه ونيسي چي دامهال معارف رياست ورسره لاس و ګرېوان دی. هغه زياته کړه چي د دې جرګه ګۍ او د خلکو په مرسته به په پوهني رياست کي د لاسوهنو مخه هم ډب کړي.
کندهاروالي د پوهني رئيس ته جدي لارښوونه وکړه چي له قانوني مراجعو پرته د هيچا پروا ونه ساتي او هغه کسان چي په دغه برخه کي ستونزي جوړوي، ولايت مقام ته په ګوته کړي. کندهار والي همداراز وويل د جرګه ګۍ غړي کولای سي چي د پوهني رياست دننه او د ښار په ښوونځيو کي هغه کسان چي علمي کچه يې ټيټه وي پوهني رياست ته په نښه کړي، څو رياست يې په اړه لازم اقدامات وکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه