کور / تازه خبرونه / د جماعت اسلامي ګوند لوړ پوړى سياستوال ووژل سو

د جماعت اسلامي ګوند لوړ پوړى سياستوال ووژل سو


په خيبر ايجنسي كي د پاكستان د جماعت اسلامي ګوند د فاټا شورا غړى ووژل سو.
ديني عالم او سياستوال مولانا رحيم ګل نامعلومو كسانو د جمرود مدرسې په خپل استوګنځي كي وژلى دئ.
چارواكي وايي د ۵۵ كلن مولانا رحيم ګل مړى يې لنډي كوتل ته روان كړى، چي د جنازې لمونځ به يې نن ماځيګر په خپله پلرنۍ سيمه لوى شلمان كي ادا او هلته به خاورو ته وسپارل سي.
د جماعت اسلامي ګوند مشرانو د مولانا رحيم ګل وژنه غندلې او د قاتلينو د نيولو غوښتنه يې كړې ده.