د امريكا د سمندري پوځ درې هغه پوځيان چي په عراق كي د قتل عام په تور نيول سوي دي، محاكمې ته راكشېږي.
دوى د ۲۰۰۴ كال په نومبر مياشت كي د فلوجې په ښار كي تر يوې پېښي وروسته پر عامو خلګو ټكان كړي وه، چي له امله يې درنه مرګ ژوبله اووښتې وه.
د امريكا د پوځي څارنوال وياند ټام مرزيك وايي درې سره پوځيان به د جولاى پر اتمه نېټه پوځي څارنوالۍ ته د پوښتنو دپاره حاضر كړل سي، چي وروسته به يې دوسيې د سزا اورولو دپاره محكمې ته ولېږل سي.