کور / اسلامي / د غسل مسنون یا سنت طریقه

د غسل مسنون یا سنت طریقه

د غسل مسنون یا سنت طریقه

استاد نورالله خان احمدزی
غسل که فرض وي یا سنت اویا مستحب په هر صورت کې مسنونه لاره یې دا ده چې اول دواړه لاسونه تر مړوندو پورې درې ځلې ومینځل شي ـ بیا د بدن څخه نجاست لرې کړل شي هغه هم درې ځل ـ بیا وړوکې او لویه استنجا تر سره شي، د اړتیا مطابق به استنجا کوي، بیا په مسنون ډول اودس کول دي کچیرې د مینځلو اوبه له پښو سره راټولیږي نو له دغه ځایه لرې په بل ځای به یې مینځې اوکچیرې کومه څوکۍ، یا تیږه یا داسې ځای غسل کوې چې هلته اوبه نه راټولیږي نو دغه صورت کې پښې ځای په ځای مینځل باک نلري ـ اول په ښي خوا اوږې باندې اوبه اچول دي بیا ګسه اوږې باندې خو دومره اوبه چې له سر څخه تر پایه ورسي بیا ټول بدن په لاسونو مښل دي ـ دا یوځل هم بس دي بیا همداسې اوبه اچول کیږي چې اول په سر بیا په ښي اوږې بیا ګسه اوږه باندې اوبه اچول او کوم ځای چې وچ پاتې شي هغه به مښل کیږي او هلته به اوبه هم رسول کیږي بیا همداسې دریم ځل له سر څخه تر پښو اوبه تویول او مینځل دي. (درمختار).
په غسل کې درې شیان فرض دي:
اول: مضمضه ( دخولې مینځل یعنې غرغړه کول) چې ټولې خولې ته اوبه ورسي. درې ځلې

دوهم : استنشاق ( د پوزې مينځل ). ترکومه چې د پوزې نرم ځای وي ترهغو اوبه رسول دي. درې ځلې

دریم: په ټول بدن یوځل اوبه اچول (هدایه).

الله تعالى (ج) فرمايي: [ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُواْ ] ژباړه: او كه تاسو د جنابت په حال كې ياست، نو په ښه ډول طهارت او پاكي وكړئ.
دا امر د ټول بدن د پاكي لپاره دى چې په ټول بدن اوبه واچوئ او په ښه ډول يې ومينځئ او تر كوم ځاى چې د اوبو رسېدل ورته ممكن وي هغو ځايونو ته دې اوبه ورسوي او پاكي دې وكړي، د خولې او پوزې مينځل د بدن له مينځلو سره تعلق لري په غسل كې يې مينځل فرض دي، پكار دي چې دواړه په ښه توګه پاك شي.
دارنګه حدیث شریف دی: ( عن ابى الدرداء قال تحت كل شعرة جنابة) بیهقي
ژباړه: له حضرت ابودرداء (رض) څخه نقل شوي دي چې هغه وفرمايل: تر هر ویښته لاندې جنابت دى.
په غسل کې څلور شیان واجب دي:
۱: غر غړه کول. ۲: پوزه کې اوبه اچول. ۳: نارینه وو لپاره خپل کوڅة ویښتان خلاصول او هغه مینځل. ۴: پوزه کې چې کوم ګندګي وي هغه مینځل یاکوم مواد چې پورته نښني وي له هغه ځایه لاندې برخه مینځل دي. (علم الفقه).
دغسل سنتونه :
د الله تعالی د ر ضا لپاره د پاکيدو نيت کول ۲- دواړه لاسونه تر مړوندو پورې مينځل ۳- د ټول بدن درې ځله مينځل ۴- اودس کول ۵- په بدن يا جامه که څه پلیتي پرته وي د هغې لرې کول ۶- په تشناب کې لامبل اوهلته د جامو اغوستل .
دغسل آداب :
۱- په ناستې سره غسل کول ۲- ډيرې اوبه نه کارول ۳- د بدن ښه موښل ۴- پداسې ځای کې غسل کول چې د نامحرم نظر ور باندې ونه لګي .
( عن عائشة رضى الله تعالى عنها قالت كان رسول الله (ص) اذا اغتسل من الجنابة يبدا فيغسل يديه ثم يفرغ بيمينه على شماله ، فيغسل فرجه ، ثم يتوضاء ثم ياخذ الماء فيدخل اصابعه فى اصول الشعر ، ثم حفن على راسه ثلاث حفنات ثم افاض الماء على سائرجسده ثم غسل رجليه) متفق علیه
ژباړه:”د حضرت عايشې رضى الله عنه نه روايت دى دا وايې چې كله به چې رسول الله (ص) د جناب نه غسل کولو نو اول به يې لاسونه پرې مینځل بيا به يې د ښي لاس نه په ګس لاس باندې اوبه ور واچولې او استنجا به يې وكړه بيا به يې اودس وكړ او بيا به يې اوبه راواخستلې او خپلې ګوتې به يې داخلې كړې په بيخو د ویښتانو كې بيا به يې په لپه اوبه په خپل سر توى كړې درې لپې بيا به يې اوبه تېرې كړې په ټول بدن یا جسد باندې او بيا به يې پښې پرې مينځلي” .

غسل په څلور قسمه دى فرض، واجب، سنت او مستحب:

فرض غسل: له جنابت، حيض او نفاس څخه وروسته غسل فرض دى.

واجب غسل: په دوه ډوله ده.

الف: مړي ته غسل وركو ل په ژوندي باندې واجب دی.

ب : كه كافر د جنابت په حال كې مسلمان شي په هغه باندې غسل واجب دى

سنت غسل:

1- د جمعې د لمانځه د اداء كولو لپاره غسل كول سنت دی.

2- د اخترونو د لمانځه د اداء كولو لپاره غسل سنت دی.

3- د عرفات په ورځ د درېدو لپاره له زوال څخه وروسته غسل كول سنت دى.

4- د احرام د تړلو لپاره غسل سنت دى كه هغه د حج لپاره تړل وي او يا د عمرې لپاره.

مستحب غسل:

1- بالغ كافر چې مسلمان شي او جنب نه وي، نو غسل كو ل ورته مستحب دي.

2- مكې مكرمې ته د دخو ل لپاره غسل كول مستحب دي.

3 – كه څوك له لیونتوب او بې سدۍ څخه وروسته جوړ شي غسل ورته مستحب دى.

4- مړي ته له غسل وركولو څخه وروسته پخپله غسل وركوونكي ته هم دځينې علماو په نظرغسل كول مستحب دي.

مسائل:
په غسل كې بايد د پوزې نتكۍ، په لاس کړې ګوتې، او د غوږونو لښتۍ وښورول شي.
د نوكانو رنګ بايد په غسل او اوداسه كې لرې او پاك شي كه لرې نه شي اكثر علماء وايي اودس اوغسل يې نه كيږي.
له غسل څخه مخکې چې کله اودس وشي، بیا له غسل څخه وروسته اودس خلاف د سنت دي.
کوم ځای چې اوبه را غونډیږي یعنې بهر نه وځي نو پښې باید په آخر کې بیا ځلې ومینځل شي.
د غسل په ځای كې بايد بولې ونشي، په يوه حديث كې راغلي چې ابو داؤد او ترمذي روايت كړى دى رسول الله (ص) فرمايي: تاسو د غسل ځای کې بولې مكوئ ځكه لدې څخه وسواس پيداكيږي.
د اوداسه او غسل اذكار او دعاوې د هغوى په پيل او پاى كې پكار دي چې وویل شي.
كه د وېښتانو بیخوته اوبه رسېدلى شوي وي، نو په ښځو باندې دكوڅيو خلاصول ضروري ندي، اوكه نارينه كوڅة ولري دا ضروري ده چې كوڅة خلاصې كړي او ويې مينځي .
په روژه کې د پيشلمې کولو وروسته غسل کولو باندې روژې ته څه نقصان نه رسيږي ( ردالمختار باب ما يفسد الصوم و ما لا يفسد الصوم ج ۲ ص ۱۳۸ ) .
په روژه کې په اوداسه او غسل دواړو کې د خولې يريول روژې ته نقصان نه رسوي، په روژه کې به په اوداسه او غسل کې د خولې او پوزې په مينځلو کې زياته مبالغه کول مکروه دي . ځکه په مبالغه سره ددې ويره شته چې اوبه د حلق څخه لاړې یا تیرې شي . فإذا استنشقت فأبلغ، إلا أن تكون صائما (رواه أصحاب السنن) من فقه السنه .
د غسل ځنډول د لمانځه تر وخته پورې څه شرعي ممانعت نلري، همدارنګه په روژه کې غسل کول، لامبو وهل او په سخته ګرمۍ کې د جامو لمدول روژې ته هيڅ نقصان نلري .