د زابل په مرکز کلات کي د سړک دغاړي په ماين په چاودنه کي يوتن وژل سوی او ۸ تنه نور ټپيان سوي .
د پېښي قربانيان ټول ماين پاکان او د افغانستان د بېلا بېلو ولايتونو اوسيدونکي دي .
پېښه دقيقآ د د کلات ښار په شمالي څنډه ( جارلا ) سيمه کي د کلات – مېزاني پر لويه لار د ملي اودو د دوهمي لوا له قرار ګاه سره نږدې رامنځ ته سوې .
د زابل د پوليسو وياند فواد عسکري وايي چي ماين تازه ځای پر ځای سوي وو او ماين پاکان سيمي ته د کار لپاره روان وو چي د سپرلۍ پر موټر يې چاودنه سوې . دغه ماين پاکان د زابل د نوي هوايي ډګر د جوړېدو له سيمي څخه د تيرو جګړو د مهال ماينونه لمنځه وړل.
د زابل د عامي روغتيا ريس ډاکتر لعل محمد توخي وايي چي له پېښي څخه دوی ته د يوه وژل سوي کس جسد او ۸ تنه ټپيان ور وړل سوي.
دی زياته وي چي د ټپيانو درملنه روانه او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.
په زابل کي ياد ماين پاکان پداسي حال کي د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري تر هدف لاندي راځي چي تر دې مخکي په هلمند د ماين پاکۍ د يوې ادارې ۱۴ تنه کارکونکي په يوه وسله وال بريد کي ووژل سول او د پکتيا او ځينو نورو ولايتونو په شمول يو شمېر نور يرغمل سوي هم دي .