موږ د مځکي د مخ عجایب انسانان یوو، د نړۍ تر نیمايي ډیر خلک زموږ کړنو او کردار ته هک-پک او ګوته په غاښ پاته دي.
ځانونه په لوی لاس اورته اچو، یو د بل پښې کاږو، کرکي ته وده ورکوو او خپل نوی نسل په لوی لاس په تشددي معافیت اخته کو!
روژه مخ پر تمامېدو ده او اختر په مکېز-مکېز زموږ عجایبو انسانانو پر طرف زړه نا زړه ګام ایږدي، زړه نا زړه ځکه، موږ خو په اختر کي هم د غم پر ټغر ناست یوو او دا غم مو له خپله لاسه ځان ته پېښ کړئ وي.
راځم اصلي هدف ته: د افغانستان د ستراتیژیک جنګ یوه اجنډا د نوي نسل ذهني تشدد دئ، افغان دښمنه ډلګۍ هڅه کوي چي زموږ کوشنیان د توپک، توپنچې، ټکان، سُر-سُرانکي… نورو سره عادت کړي.
هر اختر وینم چي څو ماشومان یو او بل ته سره خزه وي او د اصلي جنګ د تمرین عادتونه کوي، پلاستکي توپکان او توپنچې په لاس او یو پر بل ټکان سره کوي! د یوې خوا مو د هندي او امریکايي جنګي فلمونو بد پیغام ځوانان را ګمراهان کړل او له بلي خوا بیا د پاکستاني او ایراني پلاستکي وسلو رانیولو مو کوشنیان ذهني متشدد کړل. (افسوس)
زموږ وطن چي د خپلو سړیو په وینو لژند دی، عُمده علت یې زموږ د همسایه هیوادونو د مهربانۍ؟ډالۍ؟(وسلې) او زموږ د مشرانو سرټمبګي و غفلت دی. ددې وطن تش په نوم مشرانو همېشه د نوي نسل ژوند اور ته اچولئ او امکان لري چي پر موږ به هم همداسي د حقایقو مُهر یو وخت راروان نسل ووهي( خو که همداسي خاموش پاته وو).
تاسو به لیدلي وي چي چاقوګان یې د قلم په شکل کي راته لیږلي وي؟ ایا ددې قلم شکله چاقو د بدو پایلو په اړه مو یوه ذره فکر کړئ؟ نه!
حکومت خو خپل رول منفي ثابت کړئ چي دداسي کړنو په اړه چوپ پاته وي او هیڅ ډول اقدام نه کوي، که پلاستکي وسلې راځي او که تر وخت تېرخوراکي مواد، دوئ پر خولو پلستران اچولي.
دلته دوهمه ګیله له تجارانو ده، که حکومت څه نه وايي او همسایګان مو نوی نسل راخرابوي(هغه هم ستاسو په واسطه) ایا تاسو ضمیر او وجدان لرئ؟ ایا دا وطن او ددې وطن ځوان د ځان نه بولئ؟ ایا ستاسو لپاره پیسې پیدا کول که له هري لاري وي هغه درته ضرور دي؟
تاسو به ډیر اروېدلي وي چي د پاکستان او هند پولیس زیات رشوتخواره دي، مګر فکر مو اوسه که یې یوه فیصد په یو کار کښي د وطن او ملي ارزښتونو تاوان وي، چي پولیس یې په سرو زرو کي وپوښئ؛ بیا به هم وطن ضده اقدام ونکړي! زموږ تجاران په ادویاتو کي هغه بې کیفیته دوا را واردوي ځکه د یو دوو افغانیو لپاره.
په درېیم قدم کي چي د هیڅ د معافېدو ندي، هغه د کورنیو هغه مشران دي چي یو ګللو اولادونه یې په زېږولي وي، مګر د اصلاح او روزني اوبه یې تر سر اوښتي یي.
د کورنیو مشران په رډو سترګو ویني چي د اولاد او کشر په لاس کي یې د جنګ د تمرین وسله ده او یو پر بل ټکان سره کوي، مګر بیا هم ورته ګوري! کله چي خپلو اولادونو ته پیسې ورکوئ؛ نو د هغه د پیسو د مصرف مراقبت درباندي اړین دئ چي دا کشران پیسې په کومه لاس مصرفوي. مسوولیت یوازي دا ندئ چي د کورنیو غړو ته پیسې ورکړل سي د هغه پوښتنه هم ضرور ده.
زموږ کور هغه وخت خراب سو، چي د نصاب یوه لو برخه مو په ټ-ټوپک او ت-توره پیل سوه، د اول صنف زده کونکي ته به د سیټ تعریف په بمانو، ګرینټانو او کلاشینکوفونو کېدئ، لاندي به یې شرحه هم ورکړې وه چي استاد باید وپوښتني له شاګردانو چي دا پورتني توکي د څه لپاره استعمالیږي!!!! افسوس
فکري تشدد تدریجي دئ او تدریجي افراط په اوږ مهال له منځه وړل کیږي، داچي وطن او پرګنو ته یې څومره زیان رسیږي، موږ یې د نړۍ تر هر انسان ښه درک کولایسو.
په افغانستان کي یو مشکل دا دئ چي پر مرګ ډیر بحثونه کیږي، پلاني ښه ورځ یوړل، ارمان دي نه کوي چي تر جنازه یې دوه کسه لاندي ول، ښه د عزت مرګ خو یې په نصیب سو… نور، دلته خلک فکر کوي چي موږ یوازي د مرګ لپاره پیدا یو، هغه خلک چي په ذهني لحاظ ځان د مرګ لپاره پیدا بولي؛ هغوئ به څنګه د ژوند په اهمیت پوه سي؟؟ دلته له کوره نیولې تر پوهنتونه په شکل د اشکالو تشدد او افراط ته لمن وهل کیږي، نتیجه یې دا ده چي یو کس مو په اصطلاح فارغ التحصله سي مګر د ملي ارزښتونو په تعریف دوه فیصده نه پوهیږي!!
کع غواړئ چي د ملي ارمان لوړو اهدافو ته ورسیږئ؛ نو د وطن انسان او ځوان نسل ته د ژوند د ښېګڼو پیغامونه ورسوئ، هغوئ ته ووایاست چي ژوند ضرور دئ او باید په ښکلي او ښه ډول شپه سبا سي.
د ودان افغانستان په هیله