زه ولي مسلمان شوم؟
جناب خالدمحمودصاحب
(پخوانی نوم يې یوئیل کندن)
داد(۱۹۸۵) میلادي کال خبره ده، داهغه وخت ؤچي زه اوزمامور دکراچي په کلفټن کي دیوه مکتب دفرانسوي استاد(مورل)چي پخپله فرانسوی ؤپه دې بنګله (تعمیر)کي اوسېدی اوموږپه دې تعمیرکي دده سره کارکاوه، دافرانسوی استاددخپلې ښځې اوماشومانوسره دلته ؤ، زمامورددې استاددماشومانوساتنه اوروزنه کوله اوماپه هغه کورکي دچوکيداردنده ترسره کوله، ماددې دندې سره سره دکور نورکارونه هم کوله دبېلګې په ډول سره یوشی رانیول اوسوداکول.
لکه څرنګه چي موږداستادسره کارکاوه نوده ددې تعمیرپه لوړپوړکي ځای راکړی ؤ، سره له دې چي موږعیسایان ؤخوبیاموهم وکلیساته دتګ خوبونه ډېرلږوه اودکلیساسره مواړیکې ډېرې لږوې،خویوشی راته عادي وهغه داچي کله چي زه ویده کېدم نودعیسائیت مطابق به مي دعاکوله اوبیابه وخوب ته تلم.
په (۱۹۸۵) میلادي کال کي مي یوخوب ولیدی چي زمادژوندپاڼې يې واړولې اوهدایت شوم، هغه خوب داسی ؤچي یوډېرسخت سمندری طوفان راغی، چي زه پخپله ددې طوفان نظاره دهغه ځای څخه کوم په کوم ځای کي چي زه اوسېږم زموږکوردخاشواووښوڅخه جوړه شوې کوډل ده اوزموږپه ګاونډاوشاوخواکي چي کوم تعمیرونه اوکورونه دي داټول پاخه معلومیږي؛ دې سمندري طوفان داپاخه کورونه ټول ونړول اوزموږدخاشوداکوډله درسته اوسلامت ده، ددې کوډلې ددروازې څخه دباندی ووتلم داسمان ولورته مي وکتل اوومي ویل چي ای لویه خدایه! دخلکوپاخه کورونه دی ونړول اوزموږدخاشوکوډله دی ولي پرېښودله؟
ددې حالت څخه وروسته زه دسمندرپرڅنډه روان یم اوداسمان څخه یوغیبي اوازوشو:
ای خالده دخپل زړه څخه کفروباسه!.
حال داچي زمانوم خالدنه ؤاویوئیل کندن وواودخالدنوم وماته هغه مهال خوندراکړچي کله زه وړوکي وم، داهغه وخت وچي کله زمامور زمادپلاره څخه بېله شوه اودلاهورڅخه وکراچي ته راغله، ترټولولومړی چي زماموردکوموخلکوسره کارکاوه هغه عرب وه، چي دهغه عرب مشرځوی خالدنومېده؛ لکه څرنګه چي خالدزماډېرخوښ وونوځکه ما وخپلې مورته ویل چي وماته خالدوایي، دهمدغه مهال راهیسی دخالد نوم زماپه زړه کي ځای ونیوی؛ داهم نه وه راته جوته چي خالدڅه معنا لري؟اوکله به داهم زمادښه قسمت اوښه بخت سبب وګرځیږي
کله چي مي سهارسترګې راپرانستلې نوداټوله ورځ دپرېشانۍ په ټال کي وم، دځان سره مي فکراوسوچ واهه چي دامي نوڅنګه خوب ولیدی؛ کله چي مي دمورسره داخوب شریک کړنومورمي راته وویل چي زویه داپرېږده، څه چي دی په خوب کي لیدلی هغه هېرکړه. مګرترډېروورځوپوری داخوب زمانه هېرېده اوپرېشانه په دې وم چي په کوم دین(عیسائیت) چي زه یم یاداصحیح دین نه دی اویاهم زه نیمګړتیاوې لرم، چي زه نواوس دخیالونو، سوچونواوفکرونوپه زانګوکې زانګم.
په (۱۹۸۶) کال کي داځای پرېښودی اووډیفنس ته ولاړو،هلته مو د کرايې په سرای کي استوګنه پیل کړل، په کوم کوراوسیمه کې چي موږاوسېدوهملته دمسجدعباس په نامه یومسجدډېررانژدې وو،چي دلته تل تبلیغي جماتونه راتلل اواکثره وخت به ګڼه ګوڼه وه یوه ورځ هلته ومسجدته نژدې وم چي تبلیغي جماعت ګښت کاوه، چي کله يې پرماسترګې ولګېدې زماولورته راغلل اووماته يې وویل چي مسجدته راشه اوهلته دالله اودالله درسول خبره کيږي؛ ددې پرځای چي زه ورته ووایم چي زه عیسايي یم ماورته وویل چي زه کورته ځم اوبیاراځم، دکورپه بهانه ولاړم اوځان می ګوښه کړ، خودې دعوت زماپه زړه کي
نقش جوړ کړ.
اوس نودروژې مبارکې میاشت هم راتلونکې ده، دروژې څخه یوه ورځ مخکی مي فکروکړچي زه بایددمسلمانانوپه شان روژې ونیسم اوحال داچي په عیسائیت کي هم روژې شته؛ لکه څرنګه چي مادمسلمانانو سره ژوندتېرکړی وونودروژې دنیولواوماتولووختونه راته جوت وو، نولومړۍ روژه مي ونیوله دلومړۍ روژې نیولوڅخه وروسته مي دا هوډوکړچي نوربه نه دخولې څخه بدې خبرې باسم اونه به ناوړه اعمال ترسره کوم، سهارومکتب ته ولاړم اووهیچاته مي ونه ویل چي زه روژه یم، غرمه دمکتب څخه راغلم اودهیچاسره خبرې نه کوم، اوس مي یو بل خیال په ذهن کي راغی اوهغه داچي روژه خومي ونیول نواوس به
ښه داوي چي لمونځ هم شروع کړم، خولمونځ زماچيری زده دی؛ داځکه چي مسجدماپه سترګونه دی لیدلی، دزړه اودماغ پرېکړه مي داشوه چي زه بایدنن مسلمان شم پخپله مي کلیمه طیبه وویل اوپه همدغه ورځ می په نژدې مسجدکي په امام صاحب پسې دماپښین لمونځ په جومات وکړ، چي ددې مات اوګوډلمانځه څخه چي څومره حلاوت(خوږوالی) سکون اوآرام وماته پیداشوزه هغه په الفاظوکي نشم تعبیرولای، لکه څرنګه چي موږپه دې نژدې وختوکي ودې کلی ته راغلی وونوځکه څوک راخبرنه وه چي دوی عیسایان دي اوله همدې کبله چادشک په سترګه نه راته کتل؛ په دوهمه ورځ مي بیاروژه ونیوله اوکله چي ومکتب
ته تلم نودلمانځه لپاره می یووړوکي کتاب چي (اسان نماز) نومېده رانیوی، ترڅولمونځ ښه زده کړم، په مکتب کي مي یوګران دوست (اکبر)درلودی، چي هغه په ډېرښکلی ډول اوخاموشۍ سره لمونځ رازده کړ؛ دلوی څښتن په توفیق اورحمت سره مي ټولې روژې ونیولې اوپنځه وخته لمونځ مي هم په پوره خوښۍ اوپابندۍ سره کاوه.
زماپه مسلمانېدوسره زماموراوکوچنی ورورډېرزیات خفه وه ،زما ماماامانت مسیح چي وکراچي ته زموږدلیدنې لپاره راغلی وواووروسته وسانګړته تلی زماڅارنه کوله اوزمادمسلمانېدوخبريې انګازه کړاودابه يې ویل چي دمشری خورځوی مي مسلمان شویدی؛ ترټولو کشر ماما مي ویل چي زه داخبره ترهغونه منم ترڅومي دی پخپله نه وي لیدلی، چي ایادی مسلمان شویدی که یا؟
زمادامامازماخسرهم ووچي دده دلوراوزماکوزده په (۱۹۸۵) کال کي وشوه، دلته زه دخپلې کوزدې په هکله پرېشانۍ هم وړی یم اوداتکل می وکړچي زه بایددخپلی ښځې سره مخامخ خبرې وکړم؛ په ۱۹۸۷ کال کي موږهغه کلی پرېښوداوپه ډیفنس کي وګورنګی سړک ته نژدې زماومورته په یوه تعمیرکي دډوډې پخولودنده پیداشوه اوهغو خلکو دالطف وکړی چي داوسېدولپاره يې هم ځای راکړ، داخلک په خټه پاکستانیان وه، داځل دمورددندې سره وماته کومه دنده پیدانشوه، دمکتب سره سره دیوه درزي (خیاط) ودوکان ته تلم، ددې خیاط ماسټرحیات الله سره مامخکي هم کارکړی ؤ، کله چي دوی زما په اسلام
راوړلوخبرشول نوډېرخوښ شول مګرماسټرصاحب اودده دوست مولوي عبدالغفورصاحب راته وویل چي ستالپاره دااړینه ده چي دمسلمانېدوسند(سنداسلام) ترلاسه کړی، ماورڅخه وغوښتل چي ددې په هکله وماته کوم معلومات نشته اوتاسوهمکاری راسره وکړی ، هغه دخوښۍ ورځ راغله زه، ماسټرحیات خان صاحب او مولوي عبدالغفور صاحب دهغه ددووشاګردانوسره دبرات پر۹ د۱۴۰۸ هجري سپوږمییزکال چي دمارچ ۹ د۱۹۸۸ کال دعربیه اسلامیه نیوټاون کراچي ودارُالافتاء ته ولاړو، دیوه عالم دین اویوه مفتی صاحب پرلاس مي اسلام قبول کړ، لله الحمد؛ دنوروګواهانوڅخه علاوه ماسټرحیات خان صاحب
اومولوي عبدالغفورصاحب هم لاسلیکونه وکړل چي وروسته وماته داسلام راوړلویوسند(سنداسلام) راکول شو، ددې ورځې دخوښۍ احساس دومره لوړووچي مافکرکاوه چي د اسمان یوستوری یم څه وروسته زه دخپلې ښځې دلیدولپاره وسانګړ ته ولاړم، هلته مي په ښکاره دمسلمانې هیڅ ونکړل اونه مي څه وویل چي زه مسلمان یم، کله چي به دلمانځه وخت راغی نودیوه شی په بهانه به وختي ووتلم اویوځای به مي لمونځ اداءکړاوبیا به راغلم؛ کله چي مي دخپلې ښځې سره داسلام راوړلو خبره شریکه کړه، نوهغه حیرانه شوه اودفکرونوپه څپوکې ډوبه شوه اوداطبعي ده چي د کوزدې وروسته دزوم اوناوې
ترمینځ دمینې مزي ټینګ شي، کله چي به ماورڅخه وپوښتل نوکله به يې ځواب منفي واوکله به يې ځواب مثبت وو،خودایوه یقیني خبره ده چي ددې لپاره سمدستی پرېکړه ناشونې وه اوبل لورته ددې هره پرېکړه دمامااومامې ترزغم وتلې وه اویوه لاره وه هغه داچي کورټ میریج (Court Marriage)دمحکمې واده وکړو، په کراچي کي موکورټ میریج وکړاوزماښځه په هغه ورځ مسلمانه شول.
داهرڅه بدلونونه په ۱۹۸۸ میلادی کال کي راغلل، زمامسلمانېدل اوزماواده پراورباندی نورپطرول وشندل، زماوروراومورزمابدترین دښمنان شول نوځکه دمشکلاتوپه جال کي راګیرشوو؛ چي داهرڅه الله جل جلاله راته اسانه کړل، زمادوروراومورمخالفت په کمېدو شو او بالاخره وپایته ورسېدی، مګرنوردوستان موپخپلودښمنیوکې پاته شول دڅلورپنځه کاله مخالفت نه وروسته زماکشراخښی زموږدلیدنې لپاره وکراچي ته راغی، دانوهغه وخت دی چي ماوخپل اخښی ته وویل چي زه اوستاخورمسلمانان شوي یواوپام چي داسلام په خلاف یوه خبره ونکړی ؛ دلوی څښتن په فضل سره دوی داسلام په خلاف هیڅ
یوه خبره هم ونکړل اوپه تدریجی ډول سره زماخُسراوخواښې هم ارام شول.
زمامورچي دکومې مېرمنې سره کارکاوه هغه ډېره خُشکه اوتېزه وه چي زمامورمجبوره شول هغه دنده يې پرېښودل موږبیرته هغه کورته ولاړوچي زموږملکيت وواوپه کرسچين کالونۍ کي ووچي ټول عیسایان وه، هلته مخکي یوه خونه وه چي موربله خونه پکښې جوړه کړه، دلته یومشکل داپیداشوچي عیسایانووموږته تکلیف راکاوه اوبل لورته به يې زمامورزموږپه خلاف ډېره هڅول اخرمي مورداراته وویل چي اسلام پرېږده اوعیسائیت اختیارکه، چي ماپه سپینوټکوکي ورته وویل چي ستاسودټولووپرېښودلوته تیاریم مګرداسلام دمبارک دین وپرېښودوته تیارنه یم؛ چي ددې پایله داشوه چي په ۱۹۹۱ کال کي
مي خپله ښځه اوماشومان وقیوم آبادته راویستل اوهلته مویوسرای په ۳۰۰ روپۍ کرایه کړدالومړی ځل دی چي دخپلی موراوورورڅخه بېل شوم، یوه میاشت نه وه تېره شوې چي مورمي زارۍ وکړې اوبیرته وکرسچين کالونۍ ته ورغلم، اوس نومورراته دمذهب په هکله هیڅ هم نه راته وايي، خوکله چي ماږیره پرېښودل نودابه يې راته ویل چي ږیره ایسته که ،خوماددې وخبرې ته هیڅ ارزښت نه ورکاوه اوحال داچي په بایبل کي خپله ږیره لنډول منع شویدی اوهغه وايی چي:
دخپل دسروېښتیان په ګردی ډول سره مه لنډوی اومه هم ږیره لنډویږ(احبار، ۲۷:۱۹)
دهغوعیسايي ملګروسره چي زماناسته اوولاړه وه دهغوسره به مي تل بحث و، دوی به ماته داسلام خلاف څه ویل، سوالونه به يې کول اودصلیب اودتثلث ثبوتونه به يې راته وړاندی کول اوماهم الحمدلله داسلامي کتابومطالعه کول، چي دشیخ الاسلام محمدتقی عثمانی مدظلهم العالیه یوکتاب چي د(عیسائیت کياهے؟) چي ددې کتاب په لوستلوسره راته جوته شول چي دعیسائیت په هکله یوبل ښکلی اومعلوماتی کتاب شته چي اظهارُالحق نومیږي اوپه اُردوکي يې شرح (بایبل سے قرآن تک) په دروټوکونوکي دی اوداهوډ مي وکړچي داپیداکړم، چي داکتاب دخدای بخښلی مولانارحمت الله کيرانوي رحمة الله
علیه تصنیف دی، چي بېلګه يې ناشونې ده، کله چي مي له ځانه سره څه فکروکي نوددروټوکونورانیول راته ناشونی وو، وصدیقی ټرسټ ته ولاړم چي پرلسبیله چوک باندی ووهلته می دمناظراسلام اووعیسائیت ته ماته ورکونکي خدای بخښلی احمددیدات څه د مناظرواوڅه پرعیسائیت باندی دبحثونوکتابونه پیداکړل اوددې کتابودلاسته راوړلوڅخه وروسته مي په کرسچين کالونۍ کي وهر عیسايي ته غاښ ماتونکي ځواب ورکاوه، دفرانسوي ډاکټرموریس بوکايی کتاب(قرآن بایبل اورساینس) مي هم وموندی، چي دقرآن پرحقانیت اودعیسائیت پربُطلان باندی لیکل شویدی؛ په ۱۹۹۲ کال کي می (بایبل سے قرآن
تک) ولاسته راوړچي دعیسائیت په هکله مي ډېرژورمعلومات ولاسته راوړل په دې کتاب کي چي دعیسائیت په ردکي کوم دلایل وړاندی شوی سړی ورته حیران شی اوبل لورته په دې کتاب کي دهغوعیسايي راهبانو، بیشپانو، پاپانو، کارډینالانو او کشیشانوله لوری کوم سوالونه پراسلام شوي دهغوټولوځوابونه پکښې شته.
کله چي می په دې کتاب کي په بایبل کي ټکرونه، غلطیانې، تحریفات، پوچي خبرې،فحش خبرې اومالایعنی څیزونه ولیدل نونورمي ایمان قوي شو، ددې کتاب دمطالعې څخه وروسته زه دادعوه کولای شم چي ټوله عیسايي نړۍ رایوځای شي دیوه سوال ځواب به هم نه رانکړي، مولاناصاحب یوبل کتاب (اعجازعیسوي) هم لیکلی دی چي هرڅه پکښې شته اوداکتاب هم بې جوړې دی.
په اخرکي زه داخواهش لرم چي وماته دادُعاوکړی چي زه زماښځه اوماشومان پراسلام قائم اودائم شي اوخاتمه موپرایمان شي اودا دُعاهم راته وکي چي زمادموراوورورهم اسلام په نصیب شي.
نوربیا…