تېره ورځ د روزګان د دهراود ولسوالۍ په مزار کلي کي د ملکي کسانو پر يوه کوره د هاوان مرمۍ لګېدلې او ۱۲ تنه پکښي ټپيان سوي دي.
د روزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، چي وسله والو مخالفينو غوښتل پر افغان امنتي ځواکونو بريدو وکړي.
د هغه په خبره مخالفينو له ليري څخه د هاوان ډزي کولې، چي پر مهال يې ياده پېښه رامنځ ته سول.
ناياب وايي، چي ټپيان ټول د يوې کورنۍ دي، چي ښځي او ماشومان هم پکښي شامل دي.
دا په داسي حال کي د ه چي تېره شپه لس بجې د چورې ولسوالۍ د پوهني مدير په يوه هدفي بريد کي وژل هم وژل سوی دی.
تر اوسه ددې پيښو په اړه کومي وسله والي ډلي څه ندي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه