په خيبرايجنسۍ كښې نامعلومو وسله والو دخاصه داروځواكونو له بيلابيلو پوستو څخه ۱۷ پاكستاني چارواكې تښتولى دجمرود دتحصيل داسسټنټ پوليټيكل ايجنټ رسول خان خبريالانو ته وئيلى دى چې دغه چارواكې ديكشنبې او دوشنبې ترمينځ په منځۍ شپه كښې دجمرود او لنډى كوتل ترمينځ دامنيتى پوستو څخه تښتول شوى چې تردې دمه بې دركه دى او پوليټيكل چارواكې دحكومت په مرسته غواړى چې دغه چارواكې زرترزره پيدا كړى نوموړى زياته كړه چې خاصه دار ځواكونه دحكومت رسمى ځواكونه نه دى بلكې دخلكولخوا جوړ شوى ځواكونه دى .