بسم الله الرحمن الرحیم
په قرانکریم کی روژه:
ای مومنانو! پرتاسې (داسی) روژه فرض کړی شوې ده لکه پرهغه کسانوچي فرض کړی شوې وه چي ترتاسوپخوا(مخکی) وو، ښایی چي تاسې ځان ساتونکی شئ۔ (البقره 183)
بل ځای په قران کریم کی راځي:
دروژې میاشت هغه (میاشت) ده چي قران پکښې نازل شوی دی، چي دخلکولپاره هدایت دی اودهدایت لپاره روښانه دلایل او(دحق اوباطل) ترمینځ بېلوونکی دی، نوستاسی څخه هرڅوک چي میاشت ووینی نوروژه دی ونیسي اوکه څوک ناروغ یامسافروی (اوروژه ئې خوړلې وې) نوله ورپسې ورځوڅخه دی دخوړل شویوورځو په شمېر (روژې ونېسي) الله پرتاسې داسانۍ اراده لری اوپرتاسې دسختۍ اراده نه لری اوددې لپاره چي دروژې شمېرپوره کړئ اوله دې له امله چي الله تاسې ته هدایت درکړی دی(نو) هغه په لویۍ سره یادکړی ښایی چي شکراوباسئ (البقره 185)
بل ځای په قرانکریم کی راځی:
دروژې په شپوکښې ستاسې لپاره ستاسې دښځوسره (جنسی) یوځای والی حلال شوی دی دوی ستاسې لپاره جامې دې اوتاسې ددوی لپاره جامې یاست۔ الله پوهېده چي تاسې په خپلوځانونوخیانت کوئ خوستاسې توبه ئې قبوله کړه اوتاسی ئې وبخښلاست نواوس ددوی سره (جنسی) یوځای والی کولای شئ، اوهغه څه چي الله ستاسې لپاره مقررکړیدی وئې غواړئ، اوخورئ ئې اوڅښئ څوچي ستاسې لپاره سپین تار(سپېدې، صبح صادق) له تورتاره (شپې) څخه ښکاره شی بیاخپله روژه ترشپې پوری پوره کړئ۔۔۔ (البقره 187)
دروژې ومیاشتي ته ولی رمضان وایی؟
دروژې ومیاشتې ته (رمضان) په قرانکریم کی استعمال شوی دی، اوداتوری په قران عزیزکی یوځلی دسورت بقرې په (185) ایات په سرکی (شهررمضان الذی۔۔۔) راغلی دی، اوس زه غواړم چي ولی دکایناتوپنځونکی لوی الله جل جلاله ودې میاشتې ته درمضان میاشت وویل؟
رمضان د(رمض) له توری څخه اخیستل شوی دی، چي معنی ئې ده (په ګرمۍ سوځل)، یارمض وهغوشګوته ویل کیږی چي داسی ګرمې اوتودې وې چي پښې سوځی چي دادټولودعربی ژبې دلغت پوهانوپه نظراتفاقی ده، دعربی ژبې په یوه کتاب المنجد کی ددې توری وضاحت داسی شویدی:
رمض النهار(ورځې ډېرګرمېدل)
رمض الشمس (په شګواونورڅېزونولمرپرېوتل)
رمض رجلهُ( په ګرمه ځمکه باندی دپښې سوځېدل)
رمض الغنم (څاروی په ډېرګرم ځای کی څرول)
رمض اللامر (دغصې اوقهرنه داورلمبه کېدل)
اوس به درته جوته شوې وې چي دروژې ومیاشتې ته په دې رمضان وایی چي داګناهونه سوځوې اوداتوری دجاهلیت په وخت کی هم ورته استعمالېدی۔
په حدیث شریف کي ددې ثبوت:
دحضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي دروژې ومیاشتې ته ځکه (رمضان) وایی چي داګناهونه سوځوې اوختموې ئې۔
(تحفه رمضان بحواله الجامع الصغیر، تفسری مظهری)
دهمدې حدیث شریف په تائیدباندی شیخ بن حسن طبری اوشیخ عبدالقادرجیلانی رحمة الله علیهما وایی چي دروژې ومیاشتې ته ځکه رمضان وایی چي په دې میاشت کی دمسلمانو شریفانانوګناهونه سوځې اوله مینځه ځی۔
(تحفه رمضان، بحواله مجمع البیان فی تفسیرالقران)
وروژې نیولوته ولی صوم وایی؟
وروژې نیولوته په قران عزیز کی (صوم) توری راغلی دی داتوری په قرانکریم کی په مختلفوصیغوسره (13) ځلی راغلی دی چي (صوم) دعربی ژبې دلغت پوهانو(دمنجداولسان العرب) لیکوالانوپه اند چي وامساک، منع اوبندېدوته وایی اودشرعی په اصطلاح کی (صوم) دسپېدوڅخه ترلمرلوېدوپوری دخوراک، څښاک، جماع اونوروهغولاروڅخه چي دانسان وبدن ته شی داخلیږی، ددې ټولوڅخه ځان منع کولواوامساک ته (صوم) وایی۔
روژه له هجرت نه اتلس مياشتې وروسته د شعبان(برات) په مياشت کې فرض شوه، چي ایات شریف ئې پورته ذکرشو، اوروژه دهجری سپوږمیزکال نهمه میاشت ده
روژه تراسلام مخکي:
روژه تراسلام مخکی هم په مختلفودورواومختلفوبڼوسره فرض وه، دبېلګې په ډول سره پرځینوامتودهرې میاشتې ایام البیض یادروښانوشپو(دیارلسم، څوارلسم اوپنځلسم) روژې فرض وې، یهودواونصاراوودمحرم دلسم ورځ په ځانګړی ډول سره روژه نیول اودقران عزیزپه دې حکم سره چي روژه درمضان په میاشت کی فرض ده، مخکنې ټول حکمونه ختم شول، فرضیت ئې ولاړی اودهغوروژونیولو حکم پرسنتیت باندی پاته شو؛ داځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به دمحرم اوروښانه شپوروژې نېولې
روژه په احادیثوکی:
1: له حضرت ابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي کله دروژې میاشت داخله شی نوداسمان دروازې( اوپه یوه روایت کی دجنت دروازې اوپه بل روایت کی درحمت دروازې ) پرانستل شی اودجهنم دروازې بندې کړل شی اوشیطانان په ځنځیرونووتړل شی۔
(مسلم شریف، بخاری شریف، مشکوة شریف شریف)
2: حضرت سعدرضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي دجنت اته دروازې دې چي په هغوکې یوه دروازه دریان په نامه سری ده چي پرهغې دروازې به یواځی روژه نیونکې داخلیږی۔
(بخاری شریف شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف، شعب الایمان للبیهقی)
3: له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم کس چي دایمان اوثواب غوښتلوپه نیت روژه ونیسی دهغه تیرشوی ګناهونه به وبخښل شی اوکوم کس چي دایمان اواخلاص سره په روژه کی عبادت کوی دهغه مخکنی ګناهونه به معاف کړل شی، همدغه ډول کوم څوک چي دشب قدرپه شپه کې په ایمان اواخلاص سره په عبادت بوخت وی دهغه به تېرشوې ګناهونه معاف کړل شی۔ (بخاری شریف شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)
نوربیا۔۔۔
ستاسوددعامحتاج
په اسلامی پاکه مینه ستاسوورور
عبدالغفارجُبیر