د فرانسې جمهوررئيس نيكولاى سركوزى چي اسرائيلو ته په درې ورځني سفر تللى وايي كه اسرائيل د فلسطينيانوپر مځكو آبادۍ بندي نكړي په منځني ختيځ كي سوله امكان نه لري.
نيكولاى سركوزي دغه څرګندوني د اسرائيلو پارلمان ته د خپل سفر پر دوهمه ورځ وكړې.
نوموړي يو ځل بيا اسرائيليانو ته ډاډ وركړ چي فرانسه به هيڅكله اېران ته د اټومي وسلو د جوړولو اجازه ورنكړي.
نيكولاى سركوزي د اسرائيلو پر حكومت ږغ وكړ چي غواړي په سيمه كي امنيت ټينګ او سوله قايمه سي، نو د فلسطينيانو خاوري دي خوشي كړي او هغوى ته دي اجازه وركړي چي په خپلو مځكو كي آزادانه تګ راتګ وكړي.