د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات وایي په دغه ولایت کې به د بېلابېلو قومونو د یوالې په موخه د قومونو د همغږۍ مرکز جوړ کړي،چې په ترڅ کې به د دغه ولایت ټولو قومونه سره یو ځای او لا به هم نږدې والی سره پیدا کړي .
ده چې د وردګو ټولنیزې شورا غړو سره یې نن ( چهارشنبه) د ولایت په مقام کې غونډه درلوده،وویل چې موږ یو میدان وردګ غواړو،داسې ولایت چې له هر ډول تعصب څخه په کې مخنیوی شوی وي .
ده زیاته کړه،د همغږۍ د همدغه مرکز له لارې به موږ د بېلابېلو شورا ګانو سره غونډې ولرو او په ترڅ کې به امنیتي،پرمختیایي،سوله،ثبات، او نورو برخو کې د دوی نظریات او وړاندیزونو ته ځوابونه ووایو.
د میدان وردګو والي په وینا د مشرانو او مسؤلینو په همکارۍ به وکولای شو،چې خپلو ټولو لومړنیو موخو ته د درې میاشتو په موده کې ورسیږو او د همغږۍ مرکز له لارې به یې اولسونو ته معلومات هم ورکړو .
د وردګو ټولنیزې شورا مشر ډاکټرضیاالدین کمال د میدان وردګو والي څخه مننه وکړه،چې د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې د قومونو د یوالې په موخه داسې ستر ګام اخیستل کیږي .
ده زیاته کړه،د دوی شورا او ټول اولسونه د نوموړی سره په هره برخه کې همکار دی او هڅه به وکړي،چې په ټولو برخو کې له حپل خکومت سره اوږه په اوږه چارې ترسره کړو
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه