کور / تازه خبرونه / پر مولانا فضل الرحمان د زړه حمله راغله

پر مولانا فضل الرحمان د زړه حمله راغله


د پاكستان د جمعيت علماء الاسلام پر مشر مولانا فضل الرحمان د زړه حمله راغله چي د علاج دپاره د اسلام آباد روغتون ته رسول سوى دئ.
مولانا فضل الرحمان چي همدا نن په يوه خبري غونډه كي د پيپلز ګوند د نائب مشر آصف علي زرداري د هغو خبرو ملاتړ وكړ، چي ويل يې د ليري كړل سوو قاضيانو تر بيرته ټاكل كېدو پاكستاني ولس ته د كور، كالي او ډوډۍ غم خوړل ضروري دي.
مولانا فضل الرحمان وايي كه د مشرف له خوا د ليري كړل سوو قاضيانو بيرته ټاكل ضرورت وي، نو بايد د نوازشريف او رفيق تارړ د بيرته ټاكلو غوښتنه هم وسي، ځكه چي هغه هم نهه كاله دمخه جنرال مشرف د يوې كودتا په ترڅ كي په غير قانوني ډول ليري كړل.
د جمعيت علماءالاسلام ګوند د زړه په ناروغۍ اخته مشر مولانا فضل الرحمان  د تيري جمعې په ورځ د قبايلو په دير سيمه كي د مظاهره چيانو له يوه بريد څخه روغ وتلى و.
نوموړى  هلته د شريعت نفاذ محمدي د ډلي مشر مولانا صوفي محمد ليدلو ته ورغلى و، چي تېره مياشت د پاكستاني حكومت له بنده خلاص سو.
دوى دواړه مشران د افغان طالبانو په ملاتړ تورن دي.