د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالي پوليس وايي د موټر بم چاودني چي په غالب ګومان ځانمرګى بريد و، پنځه تنه ووژل او تر شلو ډېر يې ټپيان كړل.
د راپورونو له مخي دغه بريد د شينډنډ په ښار كي د بهرنيو ځواكونو پر يوه كاروان سوى دئ.
عيني شاهدان وايي پېښه هغه وخت رامنځته سوه چي بريد كوونكي خپل موټر د ځواكونو پر كاروان ور وځغلاوه او وروسته هغوى ډزي پر وكړې، چي له امله يې موټر هوا ته والوتئ او يوه درنه چاودنه رامنځته سوه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه