ژورنالیزم هغه سپیڅلې او مقدسه وظیفه ده که په ایماندارۍ وجدان او پاک ضمیر ترسره سی د خپلی ټولني او اولس لپاره ډیر څه کولای سي په داسی یو هیواد کي چی ستونزي او مشکلات تهدیدونه ،انسان وژنه عامه وی هلته بیا د ژورنالیزم په ډګرکي کارکول هم ستونزمن وي ، د بیان ازادي پروړاندی په لومړي ځل ظالم او جابرچارواکي د ژورنالست پرستوني پښه ایږدي ترڅو ټولنه په ګمراهی ،بې عدالتي کي پاته سي ، مطلب مي د(شهیدعبدالصمدروحاني) یاد دی له نن څخه اوه کاله پخوا (۱۳۸۷ دغبرګولي ۲۴) روحاني په ډیر بې رحمانه ډول شهید سو روحاني ریښتنی ژورنالست وو روحاني پروطن مین ژورنالست و ، روحاني به د خپلي ټولني دردونه داسي بیانول چي کله کله به سړي اوښکي هم ورته راتللی ، روحاني سره مي هغه وخت شناخت سوو ، چي زه په جنوبي پښتونخوا کي وم هلته مي د افغان مهاجرو ادبي ټولني له لوري شمله مجله چلوله او دی په هلمندکی د بست فرهنګي ټولني غړی وو ، د نړیوالي رسنۍ (بي بي سي راډیو) سره ژورنالیستیکو فعالیتونو ترڅنګ یې (بګړی) مجلې کي هم کار کاوه. زه مهاجرت کي وم کله ناکله به مو راسره اړیکه نیول او د تلیفون له لاري مو خبري کولې ښه مي یاد دي چي یو وخت د هلمند سیند مشاعري په اړه یې راته تلیفون وکړ چې : ډیره ښایسته مشاعره مو جوړه کړې ده ، ډیر درانه میلمانه مو له مرکزه هم راغوښتي او ته هم راسه . متاسفانه زه پدې ونه توانیدم چي په مشاعره کي ګډون وکړم د مشاعرې څخه شاوخوا دوې میاشتي وروسته هلمند ته راغلم ما لومړی د بست فرهنګي ټولني دفتر ته ورغلم بست فرهنګي ټولنه کي زموږمشر لیکوال الحاج محمداسماعیل شریعت یار ناست و او روحاني صاحب سباوون راډیو ته تللی و ، احوال یې ورته ورلیږه چي راسه همدرد له پاکستانه راغلي ویل : چي زه راځم ، شاوخوا ۴۵ دقیقی وروسته شهید روحانی دبست فرهنګی ټولني دفتر ته راغی دا زما او دده لومړی ملاقات و ، په غیږکي يې ونیولم او په ډیره مینه او پېرزوینه یی راسره خبری کولې او دایی ویل : خدای دی راوله وروسته ما ورته دشملی مجلی نوی چاپ سوی ګڼه ورکړه او ده راته د بګړۍ مجلې نوې ګڼه راکړه او بیا یې وخندل او راته وه یې ویل چی (شمله او بګړۍ) ورور او خور دی ماورته په خنداکی وویل چی شمله یی ورور ده که خور ده وخندل او وه یی ویل چی ستاڅنګه خوښه ده بیا یی په جنوبي پښتونخوا کي زموږ د ادبی هلو ځلو په اړه خبري وکړې او راته وه یې ویل بس دی نور خپل هیواد ته راسئ داهیواد هم کارغواړئ او باید پخپل هیوادکي نور کاروکړو روحاني په هلمند کي د فرهنګي هڅو په اړه راسره ډیري خبري وکړې د مشاعرو ،سیمینارونو، او دهلمند دراتلونکي لپاره یې چي هلمند په فرهنګي ډګر کي ښکلي وه اوسي باید کاروکړو زیاته يې کړه ، چي یو تعداد خلګ موږ هلمندیان بې فرهنګه بولې مګرموږ خو نه یوو د پښتو ادب بنسټونه زما او ستاله سیمي پیل سوی دی او بیا یې راته داکبرزمینداوري د غزل د هاشم سروانی د ژباړي او نثر دشیخ اسعد سوري د قصیدې د ،زرغون خان نورزي دساقي نامې او نورو هغو بنسټ ګرو نومونه واخیستل چي د پښتو ادب دهلمند په لمنه کي غوړیدلي ول ، زه په جرئت سره وایم چی روحاني د خپلي خاوري او وطن او حق ویلو هغه ژورنالست وو چي هیڅکله به چا دخپل سپیڅلي مسیرڅخه نه وایي اړولې محافظه کارنه وو ،دی معامله ګرنه وو ،دی دخپل ژورنالیزم او خپلی خاوري ته داسی ژمن انسان وو چي خپل سریې پدې لاره کي قربان کړ زما ګرانو ژورنالستانو ته داپیغام ورکوم چي دشهیدروحاني پرسپیڅلي لارباندي خپل قدم کښیښږدي چي سبامو تاریخ هیرنکړي ژورنالستان دي له تبعیضي ، سلیقوي کړنو څخه ځان پاک کړي او ترټولو د ژورنالیزم لپاره اړینه ده چي یو ژورنالیست د تبعیضه خلاص وي او حقایقو ته غاړه کښیږدي او که خدای مکړه ، د دغه مقدس ډګر څخه ناوړه استفاده وسي بیا نو د ټولني لپاره ژورنالست نه بلکي زهر دی نه به دخلګو د په زړونوکي ځای ولري او نه به يې کړني د تاریخ برخه وګرځي کله کله دافکرکوم چي دهلمندمدني ټولني ملګرو دمبارزې کړنو ته ګورم چي دوی یوه سمه لاره غوره کړي ده او زړه مي دا وایي چي کاشکي روحاني ژوندی وای نن به زموږددغه کاروان ترټولو ارزښتونو ته ژمن ملګری همدی وای ځکه چي هغه د حق ملګری و.