ډېرو درنو لوستونکو!
تېره شنبه ( دمی ۳۰ نېټه ) چي د غبرګولي د ۹ نېټې سره سمون خوري، موږ دهالنډ هيواد د زوايندريخت په ښارکي دپښتو ژبي ورځ ولمانځل .
له هرڅه نه مخکي غواړم دهغو کسانو نه دزړه له کومي مننه وکړم، چي زموږ سره ئې ددغي ورځي په لمانځلو کي مادي او معنوي مرسته کړېده . دغه راز دهغو درنو افغانانو نه هم د زړه له کومي مننه کوم، چي په دغه غونډه کي ئې زموږ سره ګډون وکړ . دمنني ځانګړي مراتب دهغو ښاغليو نه هم کوم چي په غوڼده کي ئې دخپلو ټولنو پيغامونه ولوستل او د پښتو ژبي په اړوند ئې ډېري په زړه پوري ويناوي وکړې او دمشاعرې په برخه کي ئې په زړه پوري شعرونه ولوستل . خو زموږ دګلاليو ماشومانو نه نړۍ نړۍ مننه کوم، چي دافغانستان ملي سرود ئې حاضرينو ته واوروی .
زه غواړم ددغي خوندوري غونډي په باره کي لر او بر افغانانو ته لنډ مالومات ورکړم . په ټولنيزو رسنيو کي يوشمېر کسانو د پښتو دورځي د لمانځلو په اړوند شکونه ښکار کړي دي او آن يو شمېر کسانو خودا بېځايه کار هم بللی دی . زه نه پوهېږم چي دوی به بيا هم دخپلي خودخواهۍ دناروغۍ له مخي داسي دريځ غوره کړی وي او که به رښتيا هم دداسي غوڼدو دجوړېدو په ارزښت نه پوهېږي . خو ددغي غونډي دمنتقدينو نه ځيني کسان ئې زه پېژنم، چي دهرکار او هرچا سره مخالفت کوي . په دې نړۍ کي هيڅ داسي څوک نسته چي دوی دې ئې بد رد نه وي ويلی . خو دوی خپله دا نه سي ښودلای، چي خپلي ژبي، خپل ملت او هيواد ته ئې ډېر کوچنۍ کار هم کړی وي . خو بيا هم ددوی له نظره ټول بد دي او يوازي دوی ښه دي . ټول کوښښونه ئې يوازي خپلي ښخصي ګټو او بډايني ته کړيدي او بس .
زه به درنو لوستونکو ته ددغي غونډي يو لنډ راپور وړاندي کړم، چي پر ګټور توب ئې تاسو خپله قضاوت وکړئ .
لومړی اغلي ويدا دقران شريف څو مبارک آيتونه تلاوت کړل.
تر هغه وروسته دافغان ماشومانو لخوا ملي سرود ولوستل سو، چي دګډون والو له تود هرکلي سره مخامخ سو .
ديادولو وړ بولم چي غونډه داغلي شفيقې ساهو او ښاغلي رستم کاکړ لخوا مخ ته وړل کېدل.
غونډه د اغلي شفيقې پښتونزوی په وينا پيل سوه . اغلي شفيقې پښتونزوی راغلو ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه او وئې ويل چي پښتانه اوس را ويښ او دخپلي ژبي په ارزښت هم پوه سوي دي . اغلي پښتونزی دپښتو ژبي باره کي خپل خوندور شعر هم ګډون والو ته واوراوه .
ښاغلي الحاج حکيم خان ددغي ورځي لمانځل ګټور کار وباله او هيله ئې څرګنده کړه،چي په راتلونکي کي دغه ورځ نورهم په پراخه کچه ولمانځل سي . ده وويل چي پښتو ژبه هغه وخت وده او پرمختګ کولای سي، چي پښتو دکاروبار او دفتر ژبه سي .
وروسته د غرغښت دټولني مشر ښاغلي نوروز عظيم هم دپښتو ورځي په مناسبت دغونډي دجوړېدو نه خوښي وښوده . ده په ټوله نړۍ کي د پښتنو د موجوديت يادونه وکړه او وئې ويل چي بايد ددې فرصت نه دپښتو دودي لپاره کار واخستل سي . دغه راز ئې زياته کړه، چي موږ بايد يو مالي بنسټ هم جوړ کړو، تر څو دپښتو ژبي لپاره د خدمت کولو په لاره کي کار ترې واخلو . ښاغلي نوروز عظيم د پښتو ژبي پر لوړو امکاناتو هم ټينګار وکړ او وئې ويل چي پښتو ژبه ۴۶ حروف لري، چي نوري ژبي ددې بريا نه برخمن نه دي . ده ټينګار وکړ چي په مورنۍ ژبه زده کړي د هر انسان حق دی او پښتانه هم بايد دا حق ترلاسه کړي چي په خپله پښتو ژبه لومړنۍ او لوړي زده کړي وکړای سي . ده په راتلونکي کي دهرډول همکاری ژمنه وکړه او زياته ئې کړه، چي په راتلونکي کي به دا ورځ دټول هالنډ په کچه لمانځو .
بل وينا وال د احمد شاه بابا دټولني مشر ښاغلی ننګيالۍ بڅرکۍ وه . ده دپښتو ژبي پر قدامت او تاريخي شاليد په تفصيل خبري وکړې او ټينګار ئې وکړ چي پښتو ژبه د اريايي ژبو له ډلي نه ده، چي داسلام نه ډېر مخکي ويل کېده .
په هالنډ کي د افغانانو دکلتوري ټولني مشر ښاغلي عبدالله احسان يادونه وکړه چي ټول پښتانه مشران بايد پښتو ژبه هم خپله زده کړي هم يي د ودي او پرمختګ لپاره کاروکړي او خپله هم په پښتو ژبه خبري وکړي .
ښاغلي ولي نورزي هم په خپله مقاله کي په بېلابېلو پړاوونو کي دپښتو ژبي پرحالت په تفصيل سره رڼا واچول .
ليکوال ښاغلي اقبال وزيري په خپله تفصيلي ليکنه کي دپښتو ژبي پرتاريخ، دبېلابېلو واکمنانو په وختونو کي دپښتو ژبي پرمختګ او زوال په باره کي ډېري ګټوري خبري وکړې او هغو ګواښونو او ننګونو ته ئې ايشاره وکړه، چي دپښتو ژبي په وړاندي پراته دي . ديادوني وړبولم، چي ښاغلي وزيري د( پښتو دتاريخ په بهير کي ) تر سره ليک لاندي يوډېر ګټور کتاب هم ليکلی دی، چي په نژدې وختونو کي به له چاپه راووزي . زه ئې مخکي له مخکي ټولو مينه والو ته مبارکي وايم او هيله من يم، چي ښاغلی اقبال وزيري به په راتلونکي کي هم نور ډېر ارزښتناک آثار وپنځوي .
ډاکټر صبور عابد په خپله لنډه خودمحتوی نه ډکه وينا کي دپښتو ژبي او پښتنو پرسيکالوژيکي اړخ خبري وکړې او دغونډي ګډون والو ته ئې خبر ورکړ چي په دې اړوند ئې يوه علمي څېړنه هم کړېده، چي په نژدې وختونو کي به بشپړه او خپره سي . ده وويل چي پښتانه دپاړسي ژبو سره دمخامخ کېدو په وخت کي ډارېږي، چي په پښتو ژبه خبري وکړي او دا بېره ئې ددې خاطره وي، چي پاړسي ژبي ورته متعاصب ونه وايي . حال دا چي په خپله ژبه خبري کول تعصب نه بلکي دهر انسان طبعي حق دی .
انجنير زکريا پوپل په پيل کي د بي بي سي راډيو دپښتو برخي د پياوړي وياند ښاغلي سپين تڼي پيغام غونډي ته ولوست او وروسته ئې دغونډي دګډون والو نه مننه وکړه، چي په غونډه کي ګډون کړی وه او زياته ئې کړه، چي په راتلونکو غونډو کي به دټولو ويناوالو خبري په نظر کي نيسي تر څو وکړای سو د ټول هالنډ په کچه غونډي جوړي کړو . ده په خپله وينا کي وويل چي دهري ژبي دودي او پرمختګ لپاره درې خبري ډېري مهمي دي :
۱-يوه ژبه بايدد ژوند په ټولو برخو کي دومره علمي آثار او کتابونه ولري، چي ددغي ژبي د ويونکو ټولي اړتياوي پوره کړای سي، چي له بده مرغه پښتو ژبه په دې برخه کي ډېره وروسته پاته ده . داکار هغه وخت شونی دی، چي په پښتنو کي دکتاب لوستلو، کتاب پېرلو او کتاب ډالۍ کولو دود را مېنځ ته سي .
۲-پښتانه بايد ددې جرئت ولري چي دافغانستان دټولو خلګو سره په خپله ژبه خبري وکړي، په هر ځای کي په پښتو ژبه وليکي ( په دولتي او غير دولتي ادارو کي هم ) او پښتو واوري ( راډيو او ټلويزيون ) . يعني دغه شعار په بشپړه توګه عملي کړي : « پښتو وايم، پښتو ليکم ، پښتو اورم » .
۳- روښان فکران بايدپرحکومتي چارواکو ډېر ټينګ فشار راوړي، چي د دولت په ټولو ارګانونو او ادارو کي د پښتو ژبي د رښتيني تعميم لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، ترڅو پښتو ژبه په عمل کي د رسمياتو ژبه سي . دغه راز حکومت اړ کړل سي، دپښتو ژبي دپياوړتيا لپاره نه يوازي په مرکز، بلکي په ولايتونو کي هم ځانګړي ادارې جوړي کړي، ترڅو دغه ادارې د پښتو ژبي دبډايني او معياري کېدو لپاره کار وکړي .
په همدې سره دمقالو برخه پای ته ورسېده . ګډون والو تر ډوډی خوړلو او لمونځ ادا کولو وروسته دمشاعرې برخه پيل کړه . دمشاعرې په برخه کي دغه لاندي شاعرانو د پښتو ژبي په باره کي خپل ښکلي شعرونه واورول : اغلې کامله طاهر، ښاغلی نقيب الله خوګياڼۍ، ښاغلی مختار احسان، ښاغلی اکبر لمر، اغلې شفيقه پښتونزوی .
غونډه د شپې پر ۱۱ بجو پای ته ورسېده .
دغونډي سمبالونکې ډله
په مينه او درناوي