د غبرګولي ۸ مه، د مې ۲۹ کال ۲۰۱۵ !
دغه نمانځغونډه چې د پښتون خوځښت ځوانانو له لوري په کابل کې رابلل شوې وه پکښې په سلګونو مشرانو ، ځوانانو، سیاسي استازو، مدني فعالانو، لیکوالانو، شاعرانو او عامو خلکو ګډون کړی وه.
د غونډې پیل د قران کریم په څو ایتونو وشو چې د پښتون خوځښت غړي ښاغلي عبدالحق نیازي لخوا تلاوت شو،
د پیل په وینا کې د خوځښت د اجرایوي جرګه ګۍ غړي ښاغلي خیرالله شینواري وویل چې د پښتو ورځ یواځې د پښتو ژبې ورځ نده ، بلکې د پښتون، پښتو او پښتونولئ ورځ ده، لکه څرنګه چې پښتون یو ملت دی ، پښتو یوه ستره ژبه ده ، پښتو یو ستر قانون دی، پښتو یو ارزښت دی، پښتو یو تاریخ دی نو دا ورځ پدې ټولو پورې تړلې ده، هغه د دغې ورځې د لمانځې د هدف په توګه وویل چې پدې ورځ پښتانه د خپل سیاست، اقتصاد، پرمختګ، سوکالئ، ستونزو، خوشحالیو، سوکالیو په هکله خبرې اترې کوي، مجلسونه جوړوي او فکر شریکوي، د دې ترڅنګ هغوی دا یادونه وکړه چې د پښتنو مسایلو ته په کتلو سره د دغې ورځې له لارې مونږ کولای شو چې خپلې ځانګړې غوښتنې حکومت، نړیوالې ټولنې او بشري سازمانونو ته ورسوو، ښاغلي شینواري د دې ورځې په ویاړ د پښتون په کور او کلي کې د جګړې د ښکېلو غاړو وغوښتل چې نور دې سولې ته کښېني او په ځانګړي توګه يې له اوسني حکومته غوښتنه وکړه چې د جګړې اور ته دې نور پوکي نه ورکوي، ده د ناستو خلکو وغوښتل چې د جګړې ضد یو سازمان رامینځته کړي ترڅو د ښکېلو غاړو سره د خبرو اترو له لارې په افغانستان کې د نړیوال ناتار مخنیوی وشي او دا نامعلومه ظالمه جګړه نوره ودرېږي.
د لېوال بنسټ او پښتو تلویزیون مشر ښاغلي نورالرحمن لېوال د پښتنو په سیاسي او کلتوري ستونزو رڼا واچوله او د حل په لارو چارو وغږېد ، هغه وویل چې سیاست باید هېڅکله له اقتصاده جلا نشي او ځوانان باید له خپله ځانه پیل وکړي چې دوی د خپلې ټولنې لپاره څه کولای شي، ښاغلي لېوال د پښتون خوځښت د هڅو ستاینه وکړه چې داسې ورځې لمانځي او د فکري خپلواکۍ لپاره ځانګړي پروګرامونه په لار اچوي.
د غونډې دریم ویناوال لیکوال او شناند ښاغلی نظر محمد مطمئين وه چې د پښتنو په سیمه کې د جګړې او سولې په تصور وغږېد، هغه وویل چې په اوسنۍ جګړه کې په لر او بر کې یواځې پښتانه مري، په نظام کې ورسره تبعيضي چلند کېږي، د کلتور احترام یې نه کېږي او بدبختانه چې ځینو خرڅ شویو تش په نامه پښتنو دغه حالت پر مونږ روان ساتلی دی، دوی د پګواش کنفرانس ته په اشاره هیله مندي څرګنده کړه چې که داسې غونډې دوام پیدا کړي او د وسلوالو مخالفینو د ریښتینو استازو سره د خبرو لړۍ روانه شي نو خامخا به سولې ته لار هوارېږي، هغوی د بین الافغاني سولې پروسې د تقویت په موخه د ترکمنستان، ملګرو ملتونو، چین او اسلامي کنفرانس ملاتړ اړین وباله او لدوی یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان په کړکېچ کې دې د انساني همدردۍ له مخې هلې ځلې وکړي.
د کابل پوهنتون استاد او مدني فعال ښاغلي ډاکتر فیض محمد ځلاند د پښتنو په اقتصادي زیرمو وغږېد او پدې تړاو یې د غونډې برخوالو ته جامع معلومات وراندې کړل، هغوی د فخر افغان پاچا خان په مثال ورکولو سره وویل چې کسب د خدای حکم دی او پښتانه یې مسلکي کسبونو ته راوبلل، دوی د پښتنو په جغرافیه کې شته زېرمې د سیمې په کچه بې سارې وبللې ولې پدې تړاو یې د حکومت ناغېړي په کلکه وغندله او حکومت یې په کړو ژمنو کې پاتې وښود، هغه وویل چې د اوسني حکومت مشر په اقتصادي شعارونو د خلکو رایې خپلې کړې ولې نه یواځې دا چې مونږ د اقتصاد په برخه کې تر اوس هېڅ پرمختګ ندی لیدل شوی بلکې لا مو زیان لیدلی.
د خوځون علمي پرمختیایي مرکز مشر ښاغلي عبدالودود”پښتونځار” بیا له ځوانانو هیله وکړه چې لومړی باید د پښتون ستونزې په مکلمله معنی وڅېړي، په ګوتو یې کړي او بیا یې د حل په لارو چارو فکر وکړي، دوی د پښتنو سیاسي ستونزې د لومړیتوب په توګه یادې کړې او په دغه برخه کې تدریجي پرمختګ نه شتون یې یو د سترو لاملونو په ګوته کړ.
په پښتني سیمو کې د لوبو او په ځانګړې توګه د کریکټ د پرمختګ په اړه د کریکټ بورډ پخواني اجرایوي رئيس ښاغلي ډاکتر حامد شینواري په خپلو خبرو کې وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هلیري کلنټن په یوه ناسته کې وویل که چېرته څوک غواړي چټک پرمختګ وکړي نو له افغان کرکټ ملي لوبډلې دې زده کړي، هغوی وویل چې دا ځوانان ژمن وه چې باید خپل هدف ته کار وکړي او بریالي شول اوس تاسو وینئ چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې خلک په ډېر شوق او ذوق سره د کرېکټ لوبه کوي او په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان اوس په دولسم نمبر کې قرار لري.
د غونډې په اخرو شېبو کې د پښتون خوځښت د اجرایوي جرګه ګۍ بل غړي فضل من الله قاضي زي د پښتو ژبې د تاریخ په هکله او استاد داد محمد ناوک د پښتو ادب او شاعرۍ په تاریخ د رنا اچولو تر څنګ د فکري کتابونو د لیکلو او چاپولو وړاندیز هم وکړ.
غونډه چې د ماسپښین په ۳:۰۰ بجو پیل شوې وه د اختامیه دعا په کولو سره د مازدیګر په ۵:۰۰ بجو پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې دغه خوځښت د هیواد په نورو برخو کې هم دغه ورځ په یو لړ مراسمو کې ولمانځله چې پکښې د مختلفو کتابونو، لیک لوست لارښودونو او انځوريز ندارتونونه هم شامل وه.