د نوي عصر یوه نوې فتنه ((کاپي (Copy) او پیسټ (Paste) که د شخصیت او علم وژنه))!!
لیکوال او څیړونکی: استاد انجینر نورالله خان احمدزی
یو له علم سره کرکه او نفرت کول دي او بل له عالم سره ـ دا دواړه اعمال او کړنې ناروا او په اسلام کې د دغو سخته منع راغلې. اسلامي امت باید له علم او د علم له پلویانو سره هیڅ مخالفت ونه ښیي او دارنګه د علم زده کوونکو او دین پوهانو په خدمت کې شپه او ورځ ولګوي. په دې سره به هم له تاسو څخه خپل رب راضي او هم به علم ترلاسه کړئ ځکه علم په خدمت، اخلاص، عاجزي او احترام سره ترلاسه کیږي.
هو د علم ترلاسه کولو کې له بل سره سیالي کوه ځان څخه د دین او علماوو خادم جوړ کړه د هغوی مرسته کوه او وخت ورسره تیروه خو نفرت او کرکه ورسره مکوه. علم یو ستر نعمت دی او د علماوو په ناستو کې کښیناستل یو ستر نعمت دی خو دغه نعمت هر چاته نه ملاویږي، بلکه: د دغه ستر نعمت لپاره الله تعالی ځانګړي خلک غوره کړي او د حدیث له مخې د نعمت ترلاسه کوونکو سره د خلکو حسد او بغض هم ډیر وي لکه چې فرمایي: کل ذي نعمةٍ محسود. ژباړه: هر نعمت لرونکی سړی د کينه کوونکو د کينې ښکار وي.
پخوا به چې یو کس څه لیکل یا ویل نو هغو خلکو به چې به کومه برخه کې زده کړې ترسره کړې وې هغوی به پرې پوهیدل او که چا به کومه غلطه خبره وکړه، نو بیا به یې ځواب ورته ویلو او د کتاب حواله به يې هم ورکوله. مخکې ډیرۍ لکینې د کتاب ورځپاڼو او داسې نورو شیانو په ذریعه ترسره کیدلې خو چې کله انټرنټ راغی نو بیا ډیرو خلکو دغې خواته مخه کړه.
خبره دا پیداکیږي چې مخکینو خلکو یا پوهانو علماوو او لیکوالانو سره کتابونه او د هغوی د خوښې موادو شتون درلود اوس هم داسې دي، انټرنټ داسې ندی چې هلته هر څه وي یا هر ډول کتاب هلته شتون لري، بلکه: اوس هم د کتاب اهمیت پخپل ځای پاتې دی او ډیر په آساني سره یې خلک هر ځای لوستلی او وړلی شي.
راځم خپلې موضوع ته، ځینې خلک داسې دي چې کله کومه علمی موضوع ولیکل شي یا کوم مضمون وي یا کومه عامه لیکنه وي یا دیني یا سیاسي یا په بل عنوان لیکل شوې وي، نو ځینې خلک به سم دلاسه نیوکه وکړي چې دا مضمون داسې دی او تاسو کاپي یا پیسټ کړی، دوی دمضمون او متن مطلب موښه او ګټې ته نه ګوري چې د دغې لیکنې ګټه څه ده! پر ځای ددې چې د مضمون ګټه په نظر کې ونیول شي نو دوی به بېځایه او ډیر لرې نقد وکړي. دا ډول نقد نه یوازې د هغو خلکو علمي نیمګړتیا او بخل په ګوتو کوي بلکه دا د هغوی د تعصب ښکاره بیلګه هم ده او تعصب په اسلام کې بلکل ناروا دی. هو که چا یو څه لیکلي وي او هغه د دین خلاف وي نو بیا هر څوک حق لري چې دحق څخه دفاع وکړي خو که کومه علمي نیمګړتیا پکې ونه موندل شي یا د دین خلاف څه شی پکې نه وي بیا د چا سپکاوی کول او پر چا بیځایه نیوکه کول یو ستر جرم هم دی او د شریعت له مخې دا عمل ډیر بد دی.
که لدې څخه نور هم مخته وګورو دا دین هم موږ ته په عقل نقل اعتماد یقین او حق سره رارسیدلی، دا دین د الله تعالی لخوا د جبرائیل امین په ذریعه پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وحې راغلې او هغه ته رسیدلی او دارنګه بیا د هغه لخوا صحابوو بیا تابعینو بیا تبع تابعینو او داسې سلسله په سلسله تر موږ را رسیدلی نو که هر چا یا کوم عالم کوم کتاب لیکلی هغه به ضرور قرآن او احادیثو ته نظر اچوي، دی به خامخا له هغو څخه مطالب را اخلي که دا کاپي او پیسټ ګناه وي نو بیا په ټوله نړۍ کې هیڅوک نشته چې دا کار یې نه وي کړی دارنګه په ټوله نړۍ کې داسې کس نشته چې دا کار ونکړي او بل دا چې موږ باید علمي مطالبو ته وګورو او له داسې منفي او جاهلانه خبرو څخه تیر شو. که مطلب یا معلومات له کتاب څخه را واخلې او که له انټرنټ څخه دا دواړه یو شان دي نو له دې کبله وایو چې که څوک له کتاب څخه څه اخلي هغه خیر او که له انټرنټ څخه یې اخلي نو بیا دا کاپي او پیسټ شو!!! نو انصاف پکار دی او لږ له عقل څخه کار اخستل پکار دي بخل ښه شی ندی.
زما د لیکنې اصلي موخه داده چې موږ باید لیکوالان او هغه لیکنې چې علمي دیني او د ټولنې د سمون او یا هم د علم د پرمختګ لپاره ترسره کیږي هغه باید وستایو او د هغوی ملاتړ وکړو او د چا حوصله ماتول ښه کار ندی، یا داسې کار کول چې خپله هم څه نه لیکې څه نه وایې حق نه بیانوې نو دبل چا مخه نیول یو ستر جرم او ظلم دی، په دغې سره اسلامي ټولنه او مسلمانان بې خبره پاتې کیږي بیا به دا ګناه هم د هغوخلکو پر ذمه وي چا چې د اصلاح او نیکې لارې مخالفت کړی دی.
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةً. رواه البخاري
زما د دين او شريعت حکمونه ورسویء که څه هم يو آيت وی .
دارنګه په لاندې حدیث کې د دین د پوهې په هکله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم داسې فرمایي:
«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَإِنَّمَا أَنَا قَاسِمٌ وَاللَّهُ يُعْطِي، وَلَنْ تَزَالَ هَذِهِ الأُمَّةُ قَائِمَةً عَلَى أَمْرِ اللَّهِ لا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ» (3116 بخاري ) .
چا ته چه پاک خدای د خير اراده وکړي نو په دين کښې پوهه ور په برخه کړي . رښتيا ده چې زه يوازې ويشونکی يم ( د علم شريعت ) او پاک خدای اصلي ورکونکی دي، او دا امت به همداسې قايم او استوار وي او د مخالفانو مخالفت به دوی ته ضرر و نه رسوي تر هغه پورې څو قيامت شي .
د دیني علم لپاره وخت ورکول او مذاکره کول ډیر اجر لري.لکه چې لاندې حدیث فرمایي:
تَدَا رُسُ الْعِلْمِ سَاعَةً مِّن اللَّيْلِ خَيْرٌ مِنْ اِحْيَآ ءِهَا (مشكاة المصابيح – الصفحة أو الرقم: 247 ).
ژباړه: يوه ګړۍ په ديني علم کښې مذاکره کول له دې نه ښه دي چه ټوله شپه په عبادت ويښه تيره شي .
دارنګه بل حدیث هم داسې راغلی: مَنْ جَاءَ هُ الْمَوْتُ وَهُوَ يَطْلُبُ الْعِلْمَ لِيُحْيِی بِهِ الاِ سْلاَمَ فَبَيْنَهُ وَ بَيْنَ النَّبِيِيْن دَرَجَةٌ وَاحِدَةٌ فِی الجَنَّةِ . (مشكاة المصابيح 240 اسناده مرسل).
ژباړه: چا ته چه مرګ ورسېږ ي او هغه تر دې وخته پورې دعلم په طلب او لټونه کښې وي چې د هغه په واسطه اسلام را ژوندی کاندي د هغه او د پيغمبرانو په منځکې يوه درجه توپېر په جنت کې موجود وي .( هغه د نبوت درجه ده )
بل د علم پټول سخته ګناه لري او هیڅوک باید خپل علم پټ نکړي، حضور صلی الله علیه وسلم فرمایي:
مَنْ سُئلَ عَنْ عِلْمِ عَلِمَهُ ثُمَ کَتَمَهُ اُلْجِمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِلِجَامٍ مِنْ نَّارٍ . (سنن الترمذي 2649، الترغيب والترهيب 1/97).
ژباړه: څوک چه ديوه عالم نه پوښتنه وکړي او دده زده وی او هغه پټ کړي د قيامت په ورځ به يې په خوله کښې د اور قيزه ور واچوله شي .
خو دیني علم یا هر ډول علم په داسې توګه ترلاسه نشي تر څو له علماوو سره مقابله پرې وکړې
یا له ناپوهانو سره مجادله یا بحث پرې وکړې،
لکه چې فرمایي: مَنْ طَلَبَ الْعِلْمَ لِيُجَارِيَ بِهِ الْعُلَمَاءْ اَوْ لِيُمَارِیَ بَهِ السُّفَهَآءَ اَوْ يَصْرِفَ بِهِ وُجُوْهَ الّنَاسِ اِلَيْهِ اَدْخَلَهُ اللهُ النَارَ (الترمذي 2654 )
ژباړه : څوک چې د دين علم د علماوو سره دمقابلې کولو او يا د ناپوهانو سره د مجادلې دپاره او ځان ته د خلکو د توجه جلبولو په غرض زده کړه کوی نو خدای به يې په دوزخ کښې داخل کړي .
نو علم دوه اړخونه لري یو یې مثبت دی او بل یې منفي، مثبت دادی چې هغه زده کړه او خلکو ته یې ورسوه او عمل هم پرې وکړه او منفي علم چې نه یې خپله پوره زده کړې او نه یې نورو ته رسوې او نه نور خلک پرېږدې چې د علم خدمت وکړي. لومړی د ستر اجر او ثواب کار دی او دوهم ډیر منفي او د ګناه لار ده.
که څوک لیکنه نشي کولی او په کوم شي باندې نه پوهیږي نو د بل مسلمان پر خلاف دې څه نه لیکي، بلکه: د نورو لیکوالانو، څیړونکو او علماوو کړنې دې وستایي د هغوي لیکنې، علمي اثار او علمي مضامین دې تائید کړي. هغه د علامه سید جمال الدین افغان خبرچې: ناپوه مه وژنئ، ناپوهي يې ووژنئ . ومن الله التوفیق …