مقدمه :
كندهار كه له يوې خوا د سياسي او علمي غورځنګونو ټاټوبى او د افغانستان د تاريخ يو ځلانده باب جوړوي، نو له بلې خوا د ښې هوا او سمسورتيا له امله هم خورا ډېر شهرت لري. د تاريخي ودانيو، څلو او مزارونو تر څنګ، د كندهار شنو باغونو او مېله ځايونو يوازې د كندهار نه، بلكې شا و خوا ولايتونو او جنوبي پښتونخوا د اوسېدونكو پام هم ځانته رااړولى دى. موږ دغه مېله ځايونه پر دوو برخو وېشلاى شو: لومړى هغه مېله ځايونه دي چې خلك هره ورځ د مېلې او تفرېح لپاره ورځي، څوك نيمه او څوك يوه ورځ تېروي. دوهم هغه مېله ځايونه دي چې هلته په ځانګړو ورځو كې عنعنوي او دوديزې مېلې جوړېږي. په دې لړ کې يوه هم د شالمار تاريخي مېله ده چې په دې ليکنه کې به يې وڅېړو.
د شالمار تسميه وجهه او موقعيت:
د كندهار تر ټولو لويه مېله (شالمار) نومېده چې خاطرې يې اوس هم د ډېرو سپين ږيرو په ياد كې پاته دي. دا مېله چې د ارغنداب د رود پر غاړه په شنو باغونو كې جوړېده خورا ډېر تاريخي لرغونتوب لري. شالمار چې د لوى هند په ادبياتو كې (شاليمار) بلل كېږي، اصلاً د كشميرۍ ژبې كلمه ده چې لومړى اردو ژبې ته ننوتلې او بيا افغانستان ته راغلې ده. كه څه هم د شالمار په نوم اوس ډېر ځايونه شته، خو له دغې كليمې سره د لومړي ځل لپاره په كشمير كې مخامخ كېږو. (۱) شالمار په كشمير كې د يوې ډبرې، يوه جهېل او سرېنګر ته نژدې د يوه باغ نوم دى. د دې تر څنګ د پاكستان د لاهور ښار په شمالي برخه كې هم د شالمار په نوم يو ښايسته باغ شته چې ډېر ښايسته باغ دی او ډېر شهرت لري. (۲)
همدارنګه د كندهار د ښكارپور بازار د باركزو په كوڅه كې چې پخوا د شېرعلي خان په نوم يادېده، هم د شالمار په نوم د سردار مهردل خان مشرقي باغ و چې په ۱۲۹۹ ش كال كې ښوونځى په كښې جوړ او اوس د مشرقي ليسې په نوم يادېږي، خو بايد ووايو چې اوس مشرقي ليسه له ښكارپور دروازې څخه دباندې جوړه شوې ده. ځينو ميرزايانو د شالمار كليمه تركۍ بللې او ځينو بيا د ”شعله ماه“ په نوم ثبت كړې چې دغه دواړې خبرې ناسمې دي.
د شالمار تاريخي شاليد:
څه مهال چې د اوسني افغانستان موسس لوى احمدشاه بابا لاهور فتح كړ، نو د يو څو ورځو لپاره د لاهور په شالمار باغ كې اوسېده. (۳) په دغه بريالي پوځ كې د اڅكزيو د قوم غازيان هم ورسره وو. د دوى مشرانو، لكه سردار برخوردار خان او داسې نورو لوى احمدشاه بابا ته وويل چې په كندهار كې زموږ سيمې رېګستانونه او شاړې مځكې دي چې د مېلې او تفرېح ځاى نه لري، نو موږ هيله کوو چې موږ ته يو مېله ځاى راجوړ كړې. (۴) نو هغه و چې د لوى احمدشاه بابا د فرمان له مخې يوازې د اڅكزيو قبيلې لپاره نه، بلكې د ټولو قومونو لپاره په ارغنداو كې له بابا صاحب څخه نيولې، بيا تر مرنجان كلي پورې د شالمار په نوم يو مېله ځاى وټاكل شو چې په همدې ورځ د شالمار كليمه له لاهور څخه كندهار ته راغله.
په شالمار مېلو کې ساعت تېری:
د شالمار مېلو په لږ وخت كې دومره زور واخيست چې له هرات، فراه، هلمند، ارزګان، زابل، ګلستان، چمن، كوټې او كاكړستان څخه هم خلك ورته راتلل. په دې باب څو كاكړۍ غاړې هم شته چې وايي:
ارغنداو كوڅې، كوڅې دى
شالمار ځاى د مېلې دى
******
د بوټو تڼۍ تړې، ګله پر كومه راڅه ځې
د بوټو تڼۍ تړم، د شالمار مېلې ته ځم
******
شالمار مېلو ته ځمه
ګله تا به راولمه (۵)
******
سر خرېيم، ږيره پرېږدم
د شالمار مېلې ته ځم
په دې اړه يوه بله ولسي سندره هم شته چې يو بيت يې داسې دى:
زوى دې ومره شالماره لېونى دې كړ جهان
نن دې بيا وخت د مېلو دى د زانګو دې چغهار
داسې برېښي چې د شالمار تر مېلې دمخه هم په ارغنداو كې مېلې كېدې. د پښتو ژبې يو وتلى او خوږ ژبى شاعر عبدالرحيم هوتك چې پر كندهار د خوني نادر افشار دظلم او تېري له كبله بخارا ته تللى او هلته پاته سوى دی د ارغنداو يادونه داسې كوي:
ښايسته كندهار ډېر ډېر يادومه
نه هېرېږي، كه هر څو يې هېرومه
خصوصاً د ارغنداو باغ او ولو ته
زړه مې غورځي بې طاقته سم ندرمه (۶)
دغه مېلې په عين وخت كې د ارغنداو د مېلو په نوم هم يادې سوې دي، لكه د پښتو ژبې نوميالى شاعر شمس الدين كاكړ چې وايي:
ګلرخان درومي نن و مېلې ته
څوك ارغنداو ته څوك سرپوزې ته
حيران ولاړ زه شمس الدين يم
چې به ځم پورته كه به و كښې ته (۷)
موسيقي او سندرې د دې مېلې يوه مهمه برخه وه، ان دا چې علامه عبدالعلي اخندزاده هم د طالبۍ پر مهال د ارغنداو په باغو كې بانډارونه تاوده ساتلي وو. دغه راز اتڼ، چې د افغانانو يو لرغونى دود دى، هم له ډول او سورنا سره كېده او اتڼچيانو به د اتڼ نارې ورسره كولې. د شالمار په مېلو كې ويل سوې ډېرې نارې په لاس كې لرو، خو تر ټولو مشهور سروكى يې داسې دى:
په غاړه راوړه امېلونه
چې مسافر اشنا دې وكړي ديدنونه
غېږې ايستل، د دې مېلې يوه بله مهمه برخه وه، چې د قومونو له خوا به په سيالۍ ايستل كېدې او ”ګوندي“ به يې ورته ويل. د هر قوم مېله والو به په ډېره بې صبرۍ او دې هيله د غېږې لوبه ننداره كوله، چې د دوى غېږباز به يې وګټي. خو دغه سيالي ډېره سوله ييزه او د ورورۍ په فضا كې وه. د ارغنداو په سيند كې لامبو وهل، د كبانو ښكار، د توتو خوړل، نښه ويشتل، هګۍ جنګول او په زانګوګانو كې سپرېدل، د دې مېلو نورې برخې وې. د دې تر څنګ به په مېله كې موقتي دكانونه هم جوړېدل، چې د سيمې د خلكو او مېله والو لپاره يې د راكړې وركړې د بازار حيثيت درلود.
دغه مېله به له نوروز څخه پيل او بيا به يې تر دوبي پورې دوام كاوه، چې د توتو خوراك د مېلې يوه اساسي برخه بلل كېده. خو داسې يو روايت هم شته، چې د شالمار مېلې به څلوېښت ورځې دوام كاوه. زما په اند دغه خبره سمه نه برېښي، ځكه چې پخواني كلونه د اوس په پرتله ډېر ساړه وو. نو د مېلې اخره، چې د ثور لسمه كېږي، توت نه شي پخېداى، ايله چې دانه واچوي او هغه هم بې دانه توت، نورې مېوې خو لا پرېږده. مېله وال به د شالمار مېلې ته په ډلو ډلو راتلل چې هرې ډلې به د مېلې لګښت او سامانونه برابرول او دغه ډول تركيب ته به يې ”اتراك“ وايه.
مېله والو به خپل اطاقونه معمولاً په باغونو كې دننه جوړول چې د دوى او باغوانانو تر منځ داسې تړون موجود و:
۱: مېله وال پر خپل سر هر ځاى اور نه شي بلولاى.
۲: مېله وال به اومه مېوه نه شكوي.
۳: مېله وال بايد د سونګ لپاره له ونو څخه لانده ښاخونه پرې نه كړي.
۴: مېله وال هر ډول مېوه شكولاى شي، خو لومړى بايد له باغوان څخه اجازه واخلي.
۵: مېله وال هرچېرې چې زړه يې وغواړي، خپل اطاق جوړولاى شي.
د شالمار په مېله كې به خلكو د نېك شګون لپاره هم برخه اخيسته. هغه وخت ځينو خلكو داسې عقيده درلوده چې كه چا د شالمار په مېله كې برخه واخيسته، نو ټول كال به همداسې په خوشالۍ پر تېر شي، هغه وخت يوه ښېرا وه، كېداى شي اوس هم د ځينو مشرانو ياده وي چې ويل به يې: ”خداى دې درې سره خطا كړه!“، يانې يوه دا دنيا، دويم اخرت او درېيم د شالمار مېله. د شالمار مېلو په دغو ځانګړتياوو تر ډېره وخته پورې دوام وكړ، خو كله چې بهرنيو هېوادونو ته د افغانستان د مېوو لېږل پيل شول، نو له دې لارې د ارغنداو د مېوو ګټه وټه هم ډېره شوه. نور نو باغوانانو او د باغو خاوندانو د پخوا په شان خپلو باغو ته مېله وال نه پرېښوول، دوى د هغه وخت سيمه ييزو واكمنانو ته د مېله والو شكايتونه وكړل چې په نتيجه كې حكومت د شالمار د پراخې ساحې پر ځاى د (سردِه) په كلي كې يو باغ جوړ كړ، چې سركاري باغ ونومول شو. څرنګه چې د مېله والو لاس د ارغنداو له باغونو څخه رالنډ او هغوى تر يو كوچني ځاى پورې محدود شول، نور نو دغې مېلې خپلې پخوانۍ ځانګړتياوې له لاسه وركړې او هغه مېله وال، چې له ليريو ځايونو څخه به راتلل، ورځ په ورځ لږ او وروسته مېله يوازې د كندهار او شا و خوا سيمو په خلكو پورې وتړل شوه.
نتيجه:
د لاس ته راغليو اسنادو او لاسوندونو له مخې شالمار د کندهار تر ټولو لويه، مشهوره او تاريخي مېله ګڼل کېږي.
دا مېله هغه وخت د اوسني بابا صاحب څخه نيولې بيا تر مرنجان کلي پوري باغونو او شنو سيمو کې جوړېدل چې له نوروز څخه نيولې بيا به يې څلوېښت ورځې دوام کاوه. د ځينو لاسوندونو او شعرونو څخه ښکاري چې د شالمار مېلې تر دې دمخه د ارغنداب په نوم يادېدېلې. څرنګه چې ارغنداب د خپل موقعيت او ارغنداب سيند له امله د کندهار تر ټولو سمسوره او زرغونه ولسوالي ده، نو اوس هم ډېر ځوانان ارغنداب ته د مېلو لپاره ځي.
د شالمار تاريخي مېله که اوس نشته خو د ارغنداب دوه اوسني مېله ځايونه د شالمار پايڅوړ ( بقايا) بلل کېږي چې يو د (بابا صاحب) او بل سرکاري باغ مېله ځای دی. بابا صاحب د يوه روحاني شخصيت زيارت دى چې د كندهار ښار شپږ كيلومترۍ ته د ارغنداو ولسوالۍ د لنګر په كلي كې پروت دى، دا زيارت ډېر مشهور دی چې د كندهار خلك يې د احترام په خاطر بابا صاحب يا بابای ولي بولي. دا مېله ځای د طالبانو رژيم تر ړنګېدو وروسته د کندهار والي ګل اغا شېرزي له خوا په خورا عصري ډول جوړ شو چې د کندهار تر ټولو غوره مېله ځای بلل کېږي.
د شالمار مېلې له لړۍ څخه بله راپاته مېله (سركاري باغ ) نومېږي. سرکاري باغ د سردِه په كلي كې جوړ شوی چې د كندهار ښار د مركزي برخې شمال ته په شپاړس كيلومترۍ كې پروت دى او د ارغنداب په ولسوالۍ پورې اړه لري. دغه باغ د امير عبدالحمان له خوا د مېلې لپاره غوره شوی چي د محمد ظاهر شاه د حكومت له خوا په عصري ډول جوړ شو، په دې باغ کې پر منظمو سړكونو او حوضونو سربېره يو تعمير هم جوړ شو چې هغه مهال د کندهار تر ټولو ښه مېله ځای بلل کېده. دا باغ هم د طالبانو رژيم تر ړنګېدو وروسته له سره ورغول شو چې اوس د مېلې لپاره يو ښه مېله ځای بلل کېږي.
ماخذونه:
۱: نګارستان كشمير، د قاضي ظهورالحسن تاليف، ۷۹ مخ
۲: تاريخ شالمار باغ، لاهور، نهم مخ
۳: احمدشاه درانى، ډاكټر ګنډاسنګ، ۲۰۰ مخ
۴: د كندهار فولكلور، ننګيالى بڅركى، ۷۳- ۱۱۹ مخونه
۵: كاكړۍ غاړې، پروفيسر سيال كاكړ
۶: د عبدالرحيم هوتک دېوان
۷: د شمس الدين كاكړ دېوان، ۱۵۳ مخ