کور / تازه خبرونه / هلمند: د ناوې ولسوال ووژل سوو

هلمند: د ناوې ولسوال ووژل سوو

: د وسلوالو په کمین کي د ناوې ولسوال وژل سوی.
د هلمند چارواکي وایې، چي ددغه ولایت د ناوې ولسوال عبدالمناف خان د وسلوالو په یوه برید کي وژل سوی دئ.
د چارواکو په خبره عبدالمناف خان د غزني د مقر ولسوالۍ څخه د کندهار پر لور روان ؤ، چي وسلوالو پر دغه لویه لاره ورته کمین نیولي ؤ.
تردې دمه په دغه برید کي یوازی د هلمند د ناوې ولسوالۍ د ولسوال د وژلو پخلي سوی
وسلوالو طالبانو ددغه برید په اړه څه نه دی ویلي .