کور / تازه خبرونه / قومي مشرانو د مهر لوړې کچې د کمولو هڅې پیل کړې

قومي مشرانو د مهر لوړې کچې د کمولو هڅې پیل کړې

د میدان وردګو ولایت، د چک ولسوالۍ قومي مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې په دغه ولسوالۍ کې د مهر لوړې کچې د کمولو هڅې پیل کړې .
لسګونه قومي مشران چې د چک ولسوالۍ په مقام کې راټول شوي وو، په دغه ولسوالۍ کې د لوړ مهر د اخیستلو له امله اندېښنه څرګنده کړه او د دغه ستونزې د حل په موخه یې د جدي هلو ځلو د پیل څخه خبر ورکړ.
قومي مشر محمدغني وویل : اوس مهال د دغه ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د ۴ سوو زرو څخه زیات مهر اخیستل کیږي،خو د دې سره،سره د کور ټول توکې هم د هلک په کورنۍ اخیستل کیږی .
ده غوښتنه وکړه،چې یاده اندازه مهر دې ورکړل شي خو د کور توکې دې هم د یادو پېښو څخه واخیستل شي .
د غونډې ګډونوال قومي مشر بسم الله خان وویل مشرانو دوه کاله وړاندې ورته پرېکړه کړې وه،چې د مهر اندازه دې ۴ سوه زره افغاني وي .
ده زیاته کړه، د دغه پرېکړې پر اساس به د هلک د کور ټول توکې له یادو څلور سوه زره افغانیو څخه اخیستل کیږي،چې اوس مهال دغه پرېکړه نده عملي شوې .
قومي مشرانو د غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه،چې له دې وروسته به د مهر اندازه څلور سوه زره افغانۍ وي خو د کور ټول توکې به هم له یاد مهر څخه اخیستل کیږي .
د دغه پرېکړې په ترڅ کې مشرانو وویل که له یادې پرېکړې هر څوک سرغړونه وکړي نو سل زره افغانۍ به نغدي جریمه شي او همدا راز به د قوم له لورې له نورو پرېکړو سره مخامخ شي.
د چک ولسوال محمدهاشم له ټولو مشرانو څخه مننه وکړه،چې د اولسونو د ستونزې د حل په موخه هلي ځلي کوي.
نوموړی مشرانو ته ډاډ ورکړ،چې د دوی هر ډول قومي پرېکړو د عملي کولو په موخه به له دوی سره همکاري وکړي او هڅه به وکړي،چې د عامه پوهاوی له لارې هم په سیمه کې د لوړ مهر دود لمنځه یوسي .
د میدان وردګو د ښځو چارو رئیسې وحیدې ښکلې هم د دغه پرېکړې هرکلی وکړ او په دغه برخه کې یې د قومي مشرانو د نورې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې دیني عالم شمس الرحمن وایي د مهر او ولور ثبوت په کلام الله او حدیث شریف کې شوي دي او مهر د ښځې حق دی
نوموړی زیاته کړه،مهر به ښځې ته ورکول کیږي او وروسته د هغې خوښه ده،چې خپله ورڅخه ګټه اخلي او یا یې هم د خاوند کورنۍ ته ورکوي