شېبه مخکي په کندهار ولايت کي ځانمرګى بريد وسو.
په سيمه کي يو عيني شاهد وايي چي بريد يوه ځانمرګي له خوا وسو او شاوخوا اتو کسانو ته مرګ ژوبله پکښي واوښته.
د کندهار ولايت امنيتي چارواکو د بريد پخلى وکړ او وايي چي په اړه به ئې نور جزئيات وروسته رسنيو ته ورکړل سي.
چارواکي وايي چي بريد د ولايت مقام د ساتونکو پر قوماندان عصمت افغان سوى دئ .