زه باور لرم چي هر کشر و مشر، نر و ښځه پوهیږي چي ترهګري څه ده؛ خو زما بحث به پر هغه څه وي چي خلک فخر په کوي مګر هغه په ضمن کي د ترهګرۍ(بیري اچوني) لوی لامل وي.
دلته کوچنیانو ته د خبرو چانس ورکول د مشرانو بې احترامي ګڼل کیږي، ماشوم که لږ پښه په خونه کي وغزول، درغله مسته چپلاخه او تر سږمو بې ویني رواني وي. خو دا فکر خلک نه کوي، چي دا پښې غزول او خبري جرم دی او که یو انسان سپکول او وهل؟؟
زموږ دا چي کوشنی تر شلو کالو رسیږي حتی ځیني کورنۍ یې پر غاړه چاړه لا ور ایږدي او په دې ډول یې ویروي، هغه هره شپه د تقسیم اوقات په شکل وهل او ډبول خو د فخر وړ او عادي خبره ده.
زما د یو ملګري کره مېلمانه وو، د هغه کشر ورور زموږ په مجلس کي خبره وکړه او ډیره مفیده خبر وه، خو بل ملګري مي کوربه یار ته مخ را تاو کړ، وای یاره ته بیا بیخي کشرانو ته ډیر وخت ورکوي. ته زما کره راسه زموږ کوشنیان په قران که زموږ مخته ټس لا ووهي!!
بس نو ما ته هم خدای راکړه او د شپې تر یوې بجې مو سره ووهل اول یې ویل ستا بابولایي ایله کوه؛خو اخیر مي قانع کړ او دا مي پر پخه کړل چي نور به هیڅ کوشنی نه وهئ.
کله چي کوچني ته کښنځل کیږي هغه دا خپل د ذهن په میموري کي ثبتوي او دا خیال کوي چي دا نو ښه کار دی. کله چي ماشوم په چکه وهل کیږي؛ نو خود هغه په کوڅه کي د همسایه زوی را غوځاروي او په وینو یې لړي. بیا کوچنی په لبړ او لښته وهل کیږي؛ هغه دا فکر کا چي همدا د اصلاح تر ټولو ښه لار ده؛ نو کله چي تدریجي غټیږي خپله د اصلاح وسیلې ته وسعت ورکوي او خبره تر قتل و قتاله رسیږي!!
د انسان ذهن لکه د مبایل میموري، هر څه چي ورلیږې هغه درته پلې کوي، داسي نه کیږي چي ته میموري ته هندي فلم ور واستوې او دلته پلې د اوباما مرکه کړي!؟ همداسي چي کله کوچنی هر ډول تنبع کیږي په هغه شکل عکس العمل وړاندي کوي.
پیکاسو وايي “هر ماشوم هنرمند دی، په دې شرط چي هنرمند پآته سي” تاسو وګورئ هغه کورنۍ چي خپل اولادونو ته تشدد نه انتقالوي او هره خبره په مینه ورته کوي او په مینه یې خبره اوري؛ نو هغه ډیر مینه ناک اومستعد وي.
دلته خو هغه هلک چي جنګ، کښنځل او د خلکو بې احترامي نه کوي، هغه ته ځیني کسان بېغیرته وايي او هغه هلک چي هرڅه پر دا بله را اړوي، روزمره جنګونه کوي،ډیر کسان یې صفتونه کوي چي دا د پلاني اکا زوی بیخي جنګره دی!!
تشویق په ژوند کي هغه څه دی چي د انسان څخه فیلسوف او هم قاتل جوړوي، که نوی نسل په جنګونو وستایو، هغه طبعآ چي مردم ازاره او قاتل ترې جوړیږي خو که یې په تعلیمي اړخ کي وستایو، هغه به داسي د سروزرو مډالونه راته راوړي لکه د شاه حسین هوتک لېسې زده کونکي.
اوس به راسم خپلي بابولالي ته! کوچنیان وهل، رټل، کښنځل ورته کول، په جنګ سره اچول، محرومه کول… که په هر ډول ماحول کي وي، دا نرمه ترهګري ده او ددې نتیجه دا را وزي چي همدا هلک به په آینده کي لوی ترهګر او بیره اچونکی وي.
تاسو تجربه وکړئ ، د لمانځه پر اداینه، پر ښه نمره لاسته راوړل او د هرچا پر احترام کولو خپل اولادونه نازوی او په یوه ناچیزه تحفه یې سترګي ور ډکي کړئ، بیا وګورئ چي د همدې کوچني کار کردګي روځ په روځ فرق کوي او مثبت طرف ته ځي که نه؟ که نه تلل، راسئ تاوان یې زه درکوم!
دا طب هم ثابته کړې چي ترهګري دونه زیږي نه لکه جوړیږي چي او د جوړېدو عُمده فابریکه یې په کوچنیوالي کي وهل او ځورونه ده.
که غواړئ چي افغانستان مو ودان په سترګو ووینئ، نوی نسل مه رټئ او مینه ورکړئ. هر هغه څوک چي د خلکو په ذهن او ژوند کي بیره اچوي هغوئ ترهګر دي. اوس نو فکر وکړئ چي تاسو خو به داسي نه یاست!!
تر بیا مو په مخه ښه.