د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ښار جوړولو چارو وزارت د لومړیو سلو ورځو کاري پلان و ارزولو.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله نن غرمه په ارګ کې جوړه شوې وه، د ښار جوړولو چارو وزیر سید سعادت منصور نادري او د دغه وزارت کاري ډلې د ښاري پلان جوړونې، د مسکن د برابرولو، د غېر پلاني سیمو د اصلاح، د ښاري نظام د مدیریت د اصلاح او د دغه وزارت د اجرائیوي چارو د سمون لپاره د دغه وزارت د لومړیو سلو ورځو کاري پلان چې د مهمو پنځو برخو لرونکی دی، جمهور رئیس ته وړاندې کړ.
جمهور رئیس غني د ښار جوړولو چارو وزارت د سل ورځني کاري پلان له ارزولو وروسته د دغه وزارت له چارواکو څخه مننه وکړه چې په کم وخت کې یې د جامع لید لوري لرونکی پلان برابر کړی دی.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د مناسب مسکن لرل د هر انسان حق وباله، د ښار جوړولو وزارت چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې د لومړیو سلو ورځو په پلان کې دې د دولت د ملکي او پوځي کارکوونکو لپاره د مسکن د برابرولو په خاطر واضح لید لوری شامل کړي ځکه د مسکن نشتوالی د یوې ټولنیزې ستونزې ترڅنګ د اداري فساد د شتون او د پانګونې د نه جلب یو عمده لامل هم دی .
جمهور رئیس غني ټینګار وکړ چې د دولتي ښارګوټو ټول پخواني قرار دادونه دې وڅېړل شي او هغو کسانو چې له خپلو وظیفوي واکونو څخه ناوړه استفاده کړې ده، تشخیص او تر عدلي څارنې لاندې دې ونیول شي.
د افغانستان جمهور رئیس وویل چې د دولت کار کوونکي باید په هیڅ مورد کې هم له خصوصي سکټور سره شراکت او ونډه ونه لري.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې د ښار جوړولو چارو وزارت دې د غېر پلاني سیمو د پلانې کولو او د ښار ګوټو د مدیریت لپاره د یو حقوقي چوکاټ د رامنځته کولو لپاره په اقدام لاس پورې کړي.
جمهور رئیس غني د ښار جوړولو وزارت د چارو د ښه والي لپاره له خپله اړخه د همکارۍ ژمنه وکړه، وې ویل چې د ښاري زیربناوو په برخه کې د ښې همغږۍ د رامنځته کېدو لپاره به د زیربناوو عالي شورا جوړه او د ښار جوړولو وزارت په چاروکې به د زورواکانو، سیاسیونو، لوړ پوړو دولتي چارواکو او وکیلانو له لاس وهنې څخه مخنیوي وکړي.