په سیمه ییزه حکومتدارۍ کې د ولایتي شورا رول تر عنوان لاندې یوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو .
د میدان وردګو ولایتي شورا غړو ته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لورې د یوناما په تخنیکي همکارۍ نن ( سې شنبه ) په سیمه ییزه حکومتدارۍ کې د ولایتي شورا رول تر عنوان لاندې یوه ورځنی ورکشاپ ورکړل شو .
په دغه ورکشاپ کې د میدان وردګو سرپرست والي،د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او یو ناما استازو،د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او د ولایتي شورا ټولو غړو ګډون کړی وو.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولایتي شورا د چارو د سمون ریاست استازي عبدالرؤف ساپي وویل : تر دې وړاندې د ولایتي شورا د دندو په اړه په مرکز کې بېلابېل روزنیز او د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي .
ده زیاته کړه،دا لومړی ځل دی،چې په ولایتي کچه د ولایتي شورا غړو ته په سیمه ییزه حکومتدارۍ کې د مسؤلینو سره یو ځای د دوی د رول په اړه یوه ورځنی ورکشاپ ورکول کیږي .
هغه زیاته کړه،دغه لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځوي او له هغې وروسته به د ولایتي شورا د غړو او په ولایتي کچه د یوې ادارې ترمنځ د دوی د رول په اړه ورکشاپونه جوړ کړي .
د ولایتي شورا رئیس حاجي احمدجغفري جوړ شوی ورکشاپ ګټور وباله او زیاته یې کړه،په میدان وردګو ولایت کې د دغه ولایت د مشرتابه په ګډون د ټولو ادارو مسؤلینو سره ښه همغږي لري او ټولې چارې په ښه توګه ترسره کیږي .
ده وویل : ولایتي شورا شاوخوا اوه میاشتې وړاندې فعاله شوې او تر دا مهاله یې اداري پلاوی د جوړېدو سربیره د ولسونو ګڼ شمېر ستونزې له ولایت مقام او ادارو سره شریکې کړې،چې په ترڅ کې ستونزې تر ډېره حده پورې حل شوي دي.
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او یو ناما څخه مننه وکړه،چې په سیمه ییزه حکومتدارۍ کې د ولایتي شورا د رول په اړه دوی ته معلومات ورکوي .
ده زیاته کړه،په ګڼ شمېر ولایتونو کې د ولایتي ادارې او ولایتي شورا ترمنځ ستونزې او اختلافات شتون لري خو په میدان وردګو ولایت کې له تېرو درې کلونو راهیسې د ولایتي شورا د غړو سربیره په ملي شورا کې د دغه ولایت له استازو سره هم ولایتي اداره ښه همغږي او له یو بل سره د ښې همکارۍ اړېکې شتون لري.