د میدان وردګو ولایت د بند خونې څخه لس تنه،چې د بېلابېلو جرمونو له امله بندیان وو،د مجاهدینو د بریا د ورځې پر اساس د جمهوري ریاست د فرمان په اساس له بند څخه ازاد او د لسګونو نورو د بند په موده کې کموالی راغی.
دغه بندیان چې په کې ماشومان او مېرمنې شتون نلري، د ترافيکې پېښو،خپل منځې شخړو او نورو بېلابېلو جرمونو له امله شاوخوا دوه او درې کلونو راهیسې بندیان وو.
د میدان وردګو د محبس مدیر وایي د جمهور رئیس د فرمان پر اساس د ۳۵ په شاوخوا کې د نورو بندیانو د بند په موده کې کموالی راشي .
اوس مهال د میدان وردګو په بند خونه کې د بېلابېلو جرمونو له امله د ۱۱ مېرمنو او ۶ ماشومانو په ګډون ۲۶۰ تنه بندیان دي.
له بند څخه د لس تنو بندیانو د ازادیدو پر مهال د میدان ورګو مرستیال والي او یو شمېر نورو ادارو استازو او غړو هم ګډون کړی وو.
مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني ازاد شویو کسانو ته لارښوونه وکړه،چې له دې وروسته دې په ښه توګه له جرم کولو څخه ځان وژغوري او د عبرت اخیستلو په موخه دې د بند تېرولو مودې خاطرې له نورو سره هم شریکې کړي .