کور / تازه خبرونه / کندهار: د سړک دغاړي ماين ۸ عامو وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار: د سړک دغاړي ماين ۸ عامو وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

نن سهار٩:٤٥ نهه بجې او پنځه څلويښت دقيقي دکندهار ولايت دمعروف او ارغستان ولسواليو په صفري نقطه دوان او توري په سيمه کي دملکي خلګو پر موټر دوسله والو مخالفينو له لوري دسړک غاړي ځاى پر ځاى سوى ماين چاودنه کړي چې په نتيجه کي پنځه تنه شهيدان سوي او ديوي ميرمني په ګډون درې تنه زخميان سوي چې زخميان ددرملني په موخه ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال سوي .
ددغي پېښي پړه تر اوسه کومي ډلي نه ده منلې.
د كندهار والي داكتر همايون عزيزي دا ډول بريدونه او ترسره کوونکي يې په سختو ټکو وغندل او پر ټولو افغانانويي ږغ وكئ چي په يوه ږغ د هغو کسانو چي د افغانستان ثبات له منځه وړي، مخه ډب کړي او پر وړاندي يې مبارزه وکړي.