په ولايت مقام کي د هغو ۱۲ تنو لپاره چي تازه له افغان-امريکايي پوهنتون څخه فارغ سوي، ستاينغونډه جوړه سوه.
په دې غونډه کي ، د ولايت مقام د مرستيال عبدالعلي شمسي تر څنګ د کندهار پوهنتون علمي مرستيال عبدالتواب بالاکرزي، د عالي دارالمعلمين رئيس محمد فهيم رفيق، د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون، يادو ۱۲ تنو فارغينو او د خصوصي پوهنتونونو استازو ګډون کړی وو.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي يادو ۱۲ تنو فارغينو ته مبارکي وويله او ويې ويل چي پخوا معارف د مسلکي معلمينو له کمښت سره مخ وو او په ښوونځيو کي ماسټر استادان بېخي نه تر سترګو کېدل، خو دا د خوښۍ ځای دی چي تر دې وروسته به د کندهار د ښوونځيو معلمينو ته ۱۲ ماسټر استادان روزنه ورکوي.
نوموړي د تعليم پر ارزښت مفصلي خبري وکړې او ويې ويل چي هيواد مو يوازي او يوازي د تعليم له برکته پرمختګ کولای سي، له دې امله بايد د تعليم د پراختيا لپاره هر اړخيزي هڅي وسي. ښاغلي شمسي هيله وښوده چي کندهار ته د يادو ۱۲ تنو ماسټرانو له راستنېدو سره د معارف په برخه کي لوی مثبت تغير راسي او دوی ته يې د لا موفقيت غوښتنه وکړه.
د کندهار پوهنتون علمي مرستيال عبدالتواب بالاکرزي خوښي څرګنده کړه چي تر دې وروسته به د کندهار د معلمينو روزنه د ماسټر استادانو له خوا کيږي او له دې سره به د ښوونځيو د تدريس په برخه کي لوی مثبت تغير راسي. نوموړي هيله وښوده چي ياد فارغين په آينده کي هم تحقيقاتو او څېړنو ته مخه کړي او له نړيوالو ژورنالونو سره اپډېټ پاته سي.
د عالي دارالمعلمين رئيس محمدفهيم رفيق وويل چي په نژدې راتلونکي کي به د دارالمعلمين له خوا يوه مجله دوامداره خپره سي او په هغې کي به د يادو ماسټرمعلمينو څېړني او تحقيقاتي ليکني خپريږي. نوموړي هيله وښوده چي د يادو کسانو له فراغت سره به د ښوونځيو په کيفيت کي بدلون راسي.
د ستاينغونډي په پای کي يادو فارغينو ته د ولايت مقام له خوا ستاينليکونه او تحفې ورکول سوې.
ياد ۱۲ تنه د عالي دارالمعلمين له خوا د ماسټرۍ په کچه د زده کړو لپاره په کابل کي د افغان-امريکايي پوهنتون ته لېږدول سوي ول چي تر ماسټرۍ وروسته بېرته کندهار ته راستانه سول او همدلته به په عالي دارالمعلمين کي د ښوونځيو استادانو ته روزنه ورکوي.