کور / تازه خبرونه / کندهار : ځانمرګي بريد ۴رومانيايي او يو افغان پوليس ټپي کړل.

کندهار : ځانمرګي بريد ۴رومانيايي او يو افغان پوليس ټپي کړل.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کي په يوه ځانمرګي بريد کي يو افغان پوليس او څلور رومانيايي پوځيان ټپيان سوي دي .
د کندهار امنيتي چارواکي وايي، ځانمرګي بريد ګر چي د چاوديدونکو توک ډک موټر کي سپور ؤ هدف ته له رسيدو مخکي د پوليسو له خوا پيژندل سوی او ځانته يې چاودنه وکړې.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ،چي په دغه پېښه کي يو پوليس ټپي سوی او بريد ګر هم له منځه تللئ .
خو يوه باوري امنيتي سرچينه او په سيمه کي عيني شاهدان وايې، چي په دغه پېښه کي څلور رومانيايې سرتيري ټپيان سوي ، چي د بريد موخو هم دهغوي موټريز کاروان ؤ .
دغه بريد د کندهار او سپين بولدک ولسوالۍ پر لويه لاره د دامان ولسوالۍ اړوند د ارغستان پل ته نژدې رامنځته سوی دی.
وسلوال طالبان هم ددغه بريد مسوليت منلی وايي، چي د بريد موخه د بهرنيو ځواکونو موتريز کاروان ؤ.